جمیعت نه جمیعت پاتې شو، نه حزب شو، نه شورای نظار او نه شمالي ټلواله

په دې نظامي قشله کې له ډیره وخته ګړ بړ دی. په دریو کلونو کې د کنګرې په رابللو ونه توانیدل. وروستیو انتخاباتو لا پسې ګوډ مات کړل، د غټانو اخري داخلي جنګ یې په دې و، چې ولې جمیعت نشي کولای په حکومت کې د جمیعتي چارواکو د څوکیو بقا تضمین کړي. دې پیښې عبدالله عبدالله او عطا سره ټکر کړل، ددې ټکر په نتیجه کې رباني له ولسي جرګې صلب صلاحیت شو او په دې توطیه کې خپله جمیعتیان په جمیعتیانو پسې راپاڅېدلي وو.
د جمیعت ددروني زلزلې اخري نښې داوې چې د جمیعت لپاره د یو پرځای د ۶۸ مشرانو رهبري شورا جوړه شوه او هر غړي ته یې به ذات خود ځان د جمیعت مشر ښکاري.
په سبا یې بلې انشعابي ډلې اعلان وکړ چې موږ به جمیعت ته نوې شورا جوړوو او دغه ټاکل شوې د جمیعت استازولي نشي کولای.
اوس د پاراډاکس نندارې ته ګورئ! عبدالله په حکومت کې دی، صالح د مصلحت په اساس ورننوت، عطا بیا د عبدالله پرضد ددولتي ټغر په بله څنډه ناست دی، نه یې پرته د ولسمشر له ملاتړه رغیږي، نه له جمیعتیانو سره مقاطعه کولای شي. هغسې زړې قلقلې نه کوي، خبرې ژویي او ځان ساتي. صالح مظاهرې ته لاړ خو چې ضیا مسعود هلته له لنډغرو سره راغی صالح پښې راسپکې کړې. سبا د امنیت بیړنۍ ناسته کې ګډون یې جمیعتیان هک حیران کړل. ضیا مسعود له ارګه صالح او عطا پسې واخیست. صلاح الدین رباني د خپل لړزانده دولتي موقف درد پسې اخستی، چې بیګا تصمیم ونیسي سهار د خپلې خبرې د ټپي عواقبو سرته ناست وي.
جمیعت سیاسي ګوند نه و، خو د اشخاصو دشخصي ګټو ددفاع لپاره پر حکومت یو قوي د فشار ګروپ و. اوس دا ګروپ د خپل حیات وروستۍ ساه ګانې باسي.
د جمیعت مقدرات شول دغسې چې ولس به څه وخت نور هم د دوی تش اخطارونه پیغورونه اوري، د داخلي او فامیلي اختلافاتو د سړښت میدان به یې څه لنډ مهال نور هم حکومت پاتې شي، خو بالاخره دا جوړښت نور د تل لپاره متلاشي شو.

تبصره وليکئ