جنرال راحيل شريف: ارام – خطرناک جنرال

raheel-sharif-pakistan-army-generalجنرال راحيل شريف ته د پاکستان د پوځ واګي په داسې وخت کې وسپارل شوې چې د دغه هيواد په تاريخ کې د بنګله ديش د جګړې را وروسته په لومړي ځل د ولس ترمنځ د پوځ محبوبيت کچه د پخوا په پرتله ډيره راکمه شوې وه. په لومړي ځل د پاکستان يو شمير علماؤو د طالبانو په ملاتړ او د پاکستان د پوځ پرضد فتوا ورکړه. په پاکستان کې نا امني او د سياسي مشرانو ترور او نورو اقتصادي او انرژۍ ستونزې د دې لامل شوې وي چې د دغه هيواد ولس خپل پوځ په اړه بې باوره کړي.

د دې ترڅنګ د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل واک له يو ملکي حکومت څخه بل حکومت ته په سوله ييز ډول انتقال وشو، چې د نړۍ اکثره کارپوهان او هيوادونو دا په پاکستان کې د ډموکراسۍ د غښتلتيا او په ملکي چارو کې د پوځ د کمزورتيا په پال ونيوه. دغه کارپوهانو ترڅنګ د پاکستان د سياسيونو په شمول د سېمي ډيری هيوادونه لکه افغانستان او هندوستان هېله څرګنده کړه چې نوموړی د ارام مزاج خاوند دی او پر جګړو ډير باور نه لري. همدارنګه نوموړي سوله ييز ذهنيت به په پاکستان او سېمه کې د ثبات سره مرسته وکړي. د دغه کارپوهانو په اند چې جنرال شريف به هيڅکه هم هڅه ونه کړي چې ملکي حکومت چپه کړي او برعکس کوشش به وکړي چې ملکي حکومتونه لاپسې پياوړي کړي او کورني او بهرنی سياست کې به په لومړي ځل د خپلواک نظر خاوند شي.

که څه هم کارپوهانو دغه اټکل سم و، جنرال راحيل شريف د ارام مزاج، سوله ييز ذهن او ملکي حکومت سره نږدې همکاري کوي. خو دا هر څه د پخوانيو هغو جنرالانو برعکس دي چې ملکي حکومتونه به يي چپه کول. نوموړی له لومړۍ ورځې هڅه کوي چې ملکي حکومت سره په ښکاره د مرستي او نږدې همکارۍ تر نامه لاندې د دغه هيواد ملکي حکومتونه د تل لپاره بې صلاحېته کړل.
جنرال راحيل شريف د نورو جنرالانو برعکس د پاکستان بهرنۍ پاليسۍ کې د امريکا پرځای چېن ته لومړی مقام ورکړو چې چېن اړشو پاکستان کې د بيارغونې پروژو ترڅنګ نوره پراخه پانګه اچونه هم وکړي. ترڅنګ يي په قبايلي سيمو کې د ترهګرو ډولو پرضد پراخه عمليات پيل کړل، چې دغه دواړه هڅو يي افغانان هم هېلمن کړل چې نور به د چېن په منځګړتوب او په قبايلي سېمو کې د عملياتو له لارې پاکستان او افغانستان ترڅنګ سېمه کې سوله او ثبات راشي.

په پيښور کې پر نظامي ښوونځې د وسله والو بريد کې پراخه مرګ ژوبلې او د جنرال راحيل شريف لخوا د ټولو ترهګرو پرضد د جګړې اعلان او افغانستان سره د مرستې وړانديز د پاکستان د ملکي حکومت ترڅنګ ، افغان ولسمشر غني او د سېمې نور هيوادونه هېلمن کړل او په لومړي ځل د افغانانو ترڅنګ د سېمې نورو هيوادونو اپر پاکستان د باور وکړو. د ولسمشر غني باور دومره زيات و چې يواځينی ولسمشر دی چې پاکستان ته يي د سفر پرمهال راولپنډۍ ته لاړ او هلته يي د جنرال راحيل شريف سره وليدل.

خو افغانان او د سېمې نور هيوادونه وروسته له هغې ناهيلي شول چې د پاکستان پوځ د پيښور بريد پر خپله ګټه و څرخوه او د ملکي حکومت پرضد يي د ډموکراټيکي کودتا لپاره د وسېلې په توګه و کاروو. د پيښور پر ښوونځي بريد د دې لامل شو چې پاکستان په خپل اساسي قانون کې بدلون راولي او پوځ لپاره ځانګړي محاکم تصويب کړي، چې دا پر ملکي حکومت غير مستقيمه اوږدمهالې (ابدي) کودتا ده.
همدارنګه، جنرال راحيل شريف د ملکي حکومت د کمزوري کولو په موخه د پاکستان د تحريک انصاف او علامه قادري و هڅول چې د نوازشريف حکومت پرضد پراخه او اوږدمهالي لاريونونه وکړي. ترڅنګ يي په کراچۍ ښار کې وروستي عمليات هم د ملکي حکومت د لاپسې کمزوري کولو په خاطر کيږي.

پورته ټولو حقايقو ته که ځير شو نو دا راته معلوميږي چې تيره اونۍ د پاکستان پر هوايي ځواک په پيښور کې بريد هم د جنرال راحيل شريف د هغه ستراتيژۍ يو بل هدف دی چې غواړي ملکي حکومت د تل لپاره په کورني او بهرني سياست کې بې صلاحېته کړي او هغه لږ کمزوری رول چې پخوانيو ملکي حکومتونو درلود په قوانينو کې د تعديلاتو له لارې د تل لپاره له منځه ويسي.
ډيری شمير کارپوهان په دې اند دي چې جنرال راحيل شريف به هڅه وکړي چې د بډه بيري هوايي ځواک بريد د پوځ لخوا د ګاونډيانو پرضد د يوې بلې وسېلې په توګه و کاروي. د بريد سره سم، پاکستان حکومت او رسنيو د دې ادعاء وکړه چې دغه بريد په افغانستان کې پلان شوی و او دوي به هڅه وکړي چې يو پلاوی د شواهدو سره کابل ته وليږي.

پاکستان چې د افغان حکومت او نړيوالو تر سخت فشار لاندی و چې افغان سولې او ثبات کې مرسته وکړي، و نه توانيدلو چې ترهګرو پرضد جګړه وکړي او ټولې هغه ډلې چې د پاکستان په خاوره کې د افغان حکومت پرضد فعالې دي مخه يي ونيسي. پاکستان چې ولسمشر کرزي سره په تيرو ديارلسو کالو کې کومه غولوونکي لوبه کړې وه، د ډيرو هڅو باوجود ونه توانيدو چې په کابل کې قاطع او جدي ولسمشر په مختلفو بهانو و غولوي او د سولې ناکامه پروسه همداسې دوامداره ناکامه وساتي.

پاکستان ډيره هڅه وکړه چې افغان حکومت راضي کړي چې طالبانو او پاکستان سره د سولې بې هدفه خبرې بيا پيل کړي، خو د ولسمشر غني جديت او ټينګ دريځ پاکستان دې ته اړباسلو چې په بډه بيره کې خپل هوايي ځواک تر بريد لاندې راولي او افغان حکومت او نړيوالې ټولنې سره د جګړې يو بل چېنل پرانيزي.

تبصره وليکئ