د افغانستان د معما د حل کلۍ پاکستان دی

Fareed-Zakaria-cnnد کندوز له ماتې او د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د امریکایی الوتکو تر بمبارۍ وروسته یوار بیا دا پوښتنه راپورته شوې، چې ولې د امریکا له څوارلس کلونو هلوځلو سره سره افغانستان لاهم له ډېر ترینګلي وضعیت سره مخ دی؟

د انتخاباتو په ترڅ کې له عامه نظره یو مشروع حکومت رامنځ ته شو، پرلپسې نظرپوښتنې په ډاګه کوي چې له طالبانو څخه د خلکو کرکه په اوج کې ده، افغان ځواکونه په صداقت او مېړانې سره د ترهګرو پرضد جنګېږي خو لاهم د طالبانو د راتګ وېره شته.

د معمی ځواب باید دطالبانو د نوي مشر ملا اختر منصور په شناخت اوکردار کې ولټول شي. د نیویارک ټایمز د راپور پربنسټ نوموړی نیم وخت د پاکستان په کوېټه کې اوسېږي، په هغه ځای کې چې د طالبانو نورو مشرانو هم هلته ځانونو ته کورونه جوړ کړي او یاده سیمه د پاکستان ترسترګو او تسلط لاندې ده. د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر په کراچۍ کې او د القاعده نوموتی مشر اسامه بن لادن د ایبټ اباد په خوندي سیمه کې ووژل شول. دا درې واړه ښارونه په پاکستان کې دي.

موږ نشو کولای د افغانستان ستونزه له هغه تشخیص پرته حل کړو، چې سخت دريځي له پولې پورې غاړه دداسې یو چا له خوا تشکل مومي، تمویلیږي او تجهیزيږي چې د نړۍ په سطحه ځواکمن پوځ لري.
لاهم هیڅوک په دقیق ډول نه پوهېږي، چې څه وکړي، نو ځکه اوبه تر پلاله لاندې تېرېږي او زړې پالیسۍ تکرارېږي. دا نو یو ضمني حقیقت ندی. اساساً‌ په داسې حالاتو کې اوسنی روش د توجیه وړ ندی چې وویل شي طالبانو به هیڅکله مغلوب نشي.

دا یوه زړه اصطلاح ده چې کله یاغیان پناځای ولري، پرضد یې مبارزه کامیابیدلای نشي. پدې اساس ویلای شو چې طالبان یو غښتلی اتومي ملاتړی لري.
پاکستان له امریکا سره د ترهګرۍ په ځپلو کې د تمثیل لایق هنرمند دی، خو په حقیقت کې یې له خونړي دښمن څخه ملاتړ کوي. وروستیو هلو ځلو ته که وکتل شي، چې امریکايي چارواکو له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره تر سره کړې، خو دا څرګنده شوه چې موږ له پېریانو سره خبرې کولې. پاکستان له ملا عمر سره د خبرو او اړیکو په پلمه ټول مصروف ساتلي وو، اما ملا عمر دوه کاله وړاندې مړ شوی و. دا د چلوټو یوه وړه بېلګه ده. له پرویز مشرف نیولې تر ټیټ پوړو پاکستاني چارواکو هر یوه یې په پاکستان کې د بن لادن او ملا عمر استوګنه ردوله، ددې باوجود چې کرزي په وار وار دې موضوع ته اشاره کوله، پرویز مشرف په ۲۰۰۷ کې وویل، ((‌زه فکر نه کوم چې ملاعمر دې تراوسه پاکستان کې وي)).

پاکستانی پوځ د طالبانو د معنوي پلار په توګه پېژندل کېږي. دا خبره پرطالبانو د پاکستان د نفوذ له مخې منل شوې ده. پاکستان په ۱۹۸۰ کلونو کې د امریکا له مرستو د برخمنو مجاهدینو پناه ځای و، چې د روسانو پرضد یې جګړه کوله. کله چې په ۱۹۸۹ کلونو کې شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او امریکا هم خپل ځان ورټول کړ، پاکستان په افغانستان کې د ستراتيژيک عمق په موخه لاس په کار شو.
پاکستان د مجاهدینو ځوان نسل دیني مدرسو ته ورټېله کړ، چې سخت دريځی اسلام خپل کړي او دې وضعیت طالبان وزیږول. اوس یوار بیا تاریخ تکرارېږي، امریکایان له افغانستانه ځان ورنغاړي او پاکستان د خپلې نیابتي جګړې لپاره په طالبانو نفوذ پراخوي.

پاکستان ولې د طالبانو ملاتړ کوي؟
په متحده ایالتونو کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني چې د (Magnificent Delusions) په نوم کتاب یې یو په زړه پورې لارښود دی وايي:

(( پاکستان همیشه وېرېدلی، ددوی په باور د طبیعي نظم چارې داسې دي، چې افغانستان به د هند تر اغېز او نفوذ لاندې راشي. نو ځکه پاکستاني پوځي جنرالان دې نتیجې ته رسېدلي چې دا مقابله یوازې د مذهبي سخت دريځو په مټ ترسره کولای شي.د افغانستان سیکولار طبقه او ملت پاله ډلې ټول د پاکستان په اړه شکمن (بد ګمان) دي، نو ځکه یواځیني لاره د هغو خلکو ده چې په یوه مشترکه دیني ایدیولوژي باندې باور لري.))

د پاکستان دا تګلاره نوې نده، حقاني زیاتوي چې، ددغو ډلو تمویل افغانستان ته د شوروي تر راتګ مخکې په ۱۹۷۰ کلونو کې پیل شوی و.

متحده ایالتونه باید څه وکړي؟
د حقاني په خبره اول باید حقیقت ته وکتل شي چې حقیقت څه دی. (( کله چې تاسو دروغ اوری او دروغو پروړاندې غبرګون نه ښایاست، په اصل کې تاسو موقع ورکوی چې نور دروغ واوری)). حقاني استدلال کوي، چې واشنګټن دې له پاکستاني پوځ څخه په واضح او جدي ډول وغواړي چې نور اجازه نلري، دوه مخی چلند وکړی. داچاره به نه یوازې د افغانستان او سیمې د امن پخیر وي، بلکې د پاکستان لپاره به هم ګټوره وي.

پاکستان ساعتي بم دی، که د نړیوال بانک د ارزونې له مخې د نړۍ په سطحه د اقتصاد له اړخه په ۴۳ مقام لري، اما بلې خواته د نړۍ په کچه د شپږم غښتلي وسله وال ځواک څښتن دی. اتومي ځواک یې د رشد په حال کې دی، خطرناک دی او په عین وخت کې د نړۍ له بې رحمو ترهګرو سره ژورې اړیکې لري. د ځینو اټکلونو پربنسټ پوځ یې د ټولو هېوادنیو مالیاتو ۲۶ سلنه مصرفوي، په داسې حال کې چې ۵،۵ میلیونه ماشومان یې لاهم ښوونځي ته لاسرسی نلري. ترڅو چې دغسې پوځ او ذهني تمایلات یې اصلاح او کنټرول نشي امریکا به له افغانستانه د خپلو پوځیانو له ایستلو سره په یووخت په سیمه کې له ستراتيژیکې ماتې سره مخ شي.

تبصره وليکئ