د افغانستان پر ګودام جګړه

اباسين بريالد چهارشنبې په غرمه د جوزجان په یوه دښته کې دآس ځغلونې مېدان ته راتلوونکي نندارچیان او لوبغاړي یو یو تلاشي کېدل او پرانستي میدان ته ننوتل. د پولیسو یوې ډلې یو مټور ځلمی له سوربخن اس راکوز کړ او د اس زین یې لټ په لټ کړ، یوه پولیس بل ته اشاره وکړه، دویم یې له جیبه چاقو راوکیښ او د زین شاتنۍ لرګینه موړه یې د چاقو په څنډه وکېندله. زلمی چپنداز په مات ړزه میدان ته ورګډ شو خو له دې حقیقت سترګې نشي پټېدای چې دا لوبه له رواني لحاظه د زلمي لپاره په زړه پورې نه وه.

کله چې شکونه ډېر شي او په هرکار کې تر څارنې لاندې وې ژوند پیکه شي، شمال کې هر وګړی اوس تر شک لاندې او له ډار سره مخ دی.

په عامو مجلسونو کې چې کېنئ، ټول خلک د داعش سرینده غږوي او د بلا له رسېدو مخکې خلک د بلا په اوازو کې خپل امید له لاسه ورکوي.

شمال د افغانستان کندو دی، دا اصطلاح د یوې پیړۍ په اوږدو کې ځکه پیکه نشوه چې بیا هم د جنوب او مرکز خلک د شمال مشهورې وریجې او اوړه خوري. کروندې اوس هم پریمانه دي، تربلې هرې چارې زیات شماليوال د کرنې روزګار بوخت ساتلي دي، خو د ناامنۍ له پیښو او اوازو سره روحیات د شنو کروندو د بوټو په څېر تر او تازه پاتې ندي.

په شمال کې د ناامنیو رامنځ ته کوونکی ځواک د نور افغانستان په څیر یوازې طالبان ندي،‌ په اکثرو ولسوالیو کې په طالبانو سربیره نور چلتار وهلي نامسوول وسله وال ګرځي او خلکو ته یې تهدید تر طالب هم زیات دی.


تجارتي بهیر:

د افغانستان شمال ته د نورو سیمو په پرتله د تجارت ډېرې بهرنۍ دروازې راخلاصې دي‌ او هغه هېوادونه چې نه غواړي افغانستان له منځنۍ اسیا څخه خپل تجارتي ضرورت رفع کړي،‌ دایې موقع ده چې په شمال کې د ناامنیو په مټ یوه پلانیزه شوې تجارتي راتلونکې په شروع کې له مرګ سره مخ کړي. په وروستیو کې چې په افغانستان کې پاکستاني تولیدات بایکاټ شول او د تجارت خونو راپور ورکړ چې د پاکستاني صادراتو کچه په افغانستان کې ۴۰ سلنه راټیټه شوې سملاسي یې په شمال کې د امنیت په وضعیت تاثیر څو چند ناوړه شو.


اقتصادي راتلونکې:

د امو د سید په امتداد کې د افغان تاجک د نفتو حوزې ۱۲ تشخیص شوي بلاکونه وجود لري. کله چې د ۱۳۹۲ کال په میزان کې د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت دریو کمپنیو ته ددوه بلاکونو د استخراج قرارداد ورلاسیک کاوه چارواکو وویل که په راتلونکو پنځو کلونو کې ناامني داستخراج د پیل شوې پروسې مانع نشي افغانستان به د خپل امنیتي ځواک ټول لګښت یوازې له دغو دوو بلاکونو تامین کړای شي.

په هره اقتصادي ناحیه کې چې د افغان امنیتي ځواک د بساینې موضوع مطرح کېږي، هغه ناحیه له یو جدي ګواښ‌سره مخامخ شوې ده. د روان کال په جنورۍ کې د پاکستان د استخباراتو له ادرسه لیک شوي‌معلومات په ډاګه کوي، چې د افغانستان امنیتي ځواک په نښه کول دپاکستان په لومړنیو اهدافو کې راځي. دیادې تګلارې څرګندې بېلګې په افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو له جبهه یی بریدونو زیاتېدو څخه تحلیل کولای شو. طالبانو له دې کبله تاکتیک بدل کړ، چې افغان امنیتي ځواک چې ددغه هېواد بقا او مقاومت تضمینوي د پاکستان د نفوذ پروړاندې لومړنی سرخوږی دی. پاکستان هڅه کوي د طالبانو او نورو وسله والو سخت دريځو شمال ته په لېږدلو سره د امنیتي ځواک د ننګولو ترڅنګ د هغو منابعو د استفادې بهیر وچ کړي، چې افغان ځواکونه د امریکا د مرستو له پای ته رسېدو وروسته تامینولای شي.


د جنګسالارانو محور:

هغه پخواني ټوپکوال چې د امریکا له راتګ سره یې په افغانستان کې د غټې اقتصادي مافیا بنسټ کېښود، د ګټو تضمینوونکي یې د منځنۍ کچې هغه تنظیمي ټوپکوال دي چې اکثره یې په شمال کې اوسېږي. دوی له طالبانو سره په پخوا کې له جنګیدو سر بیره په تیره لسیزه کې د افغان دولت په سیوري کې ځان ته لوی کاروبارونه جوړ کړل او د نفوذ لویې ناقانونه حوزې یې تشکیل کړې. که افغان دولت د اصطلاحاتو بهیر راپیل کول غواړي، لومړنی لاس یې له همدې دویمه درجه جنګسالارانو سره لګېږي خو تر دې وړاندې د بهرنیو مرستو او قراردادونو له کمښت سره دغه جنګسالاران غواړي په اوسني حکومت له له بېلا بیلو لارو فشار راوړي چې ددوی د پخوانیو امتیازاتو ددوام ډاډ ورکړي. د روانې اونۍ په سرکې په شمال کې د بلخ د والي عطا محمد نور نظامي مانور ددغو جنګسالارانه امتیاز غوښتونکو هلو ځلو یو مثال دی. عطا د بلخ ولایت،‌چاربولک، بلخ او چمتال پورې تېر شو او تر شا یې څو کېلومتره د موټرونو د کتار دوړې پرتې وې. په یادو سیمو کې ددوی د عملیاتو له پای ته رسېدو په دویمه ورځ د دولت اباد امنیه قوماندان او ساتونکي یې ولسوالۍ ته څیرمه په ماین والوتل او د تصفیوي عملیاتو پایله په سبا یې له صفر سره ضرب وه. په حقیقت کې عطا خپل جنګسالارانه اقتدار د طالب لپاره نه بلکې د افغان مرکزي حکومت لپاره نندارې ته وړاندې کړ.

وروستی فکتور چې شمال به په یو دایمي بې ثباته زون بدل کړي، د نشي توکو مافیا ده. په جنوب کې د جګړې تر نیمايي زیات لګښتونه د هغو قاچاقچیانو له خوا ورکول کېږي، چې په هلمند کې د تاریاکو مارکېټونه لري. د هلمند په سنګین کې د شپږ میاشتنۍ خطرناکې جګړې لګښت د حاجي لال جان په نوم د سنګین ولسوالۍ د نشي توکو د یو مشهور سوداګر له خوا ورکړل شو، چې له افغان دولت سره بندي و او د ۱۰ میلون ډالرو رشوت په بدل کې د کندهار له زندان ازاد کړای شو. په هملمند کې جګړه د طالبانو لپاره په اقتصادي‌ کاروبار بدله شوې او داکاروبار یوازې د نشي توکو د قاچاقبرانو او سوداګرو په ګټه دوام کوي. کله چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مرستې او قراردادونه پای ته رسېږي، یوار بیا د نشي توکو سوداګر د صحنې کنټرول په واک کې اخلي‌ او له دې لارې له حکومت سره داسې تاکتیکي جګړو ته اړتیا ده چې سیمه ددولت له ولکې وتلې وي او دنشي توکو سوداګري پکې اسانه شي. شمالي‌ ولایتونه د هلمند په څیر د نشي توکو د سوداګرو لاس ته لوېږي او نشي توکي به د شمال د مافیا مالي سرچینه وي. هغه جګړه چې په شمال کې د طالب په نوم کېږي ډېر ژر به د شمال د مقتدرو خلکو په ګته راوچورلي او بیا به یې لګښت د هغو مافیايي مشرانو له خوا ورکړل شي، چې په ظاهره د طالبانو د مهار کولو ټلوالې جوړوي.

افغان دولت په شمال کې د مافیا او طالب د خپلوۍ له پیلیدو مخکې باید هغه چارواکي له شماله راوباسي چې په خپلو فعالیتونو سره افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره مواجه کوي، ددوی د ماتولو لپاره د ملي اردو د رهبرۍ په سطحه د غښتلو او قاطع افسرانو ګمارل ددولت د بري لومړنی ازمیښت دی. که دولت دا ګام وانخلي د بدخشان په څیر ځینې د پولیسو منسوبین به شمال ته هم د طالبانو د قاچاقي انتقال دلالي پیل کړي.

تبصره وليکئ