د جمعیت اسلامي پښتنه مشري

مجیب لمرد طالبانو او داعش وروستي فعالیتونه د دې لامل شول چې جهادي مشران هم لاس تر زنې ونه‌اوسي او ظاهرا د حالاتو بدلون په موخه هڅې پیل کړي. د پېښور له اووه‌ ګونو او د ایران د اته‌ګونو تنظمونو له ډلې څخه زیات شمېر یې په حکومت کې دننه شوي؛ خو د جمعیت اسلامي ګوند په څېر ځینې ګوندونه سربېره پر دې چې په حکومت کې ونډه لري مخالفت یې هم پیل کړی او تقریبا د جهادي مشرانو غونډې ظاهرا د دوی په نوښت شوي دي. د دغه کار لامل د جمعیت ګوند ټولو لوړپوړو غړیو ته واک نه رسېدل دي. له همدې امله د جمعیت هغه غړي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې بې‌ شمېره پیسې ترلاسه کړي، په واک کې پاتې شوي او زیات امتیازات یې هم ترلاسه کړي؛ اما اوس له‌دغو امتیازاتو څخه څنډې ته شوي؛ هغه کسان یې هم د ځان پر محور را ټول کړل چی حتی فکرا له‌دوی سره جوړ نه‌دي. د نورو ترڅنګ د دغو کسانو له ډلې د افغان ملت ګوند افتخاري مشر انوارالحق احدي او د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داوودزی هم شامل دي. دواړه د جلا فکري کرښې درلودونکي دي.

جمعیت د نوې مشرۍ په لټه کې

د برهان‌الدین رباني له ترور او د مارشال فهیم له مړینې وروسته ظاهرا جمعیت ګوند د مشرۍ له تشې سره مخ دی. د ګوند اوسنی ځوان سرپرست صلاح‌الدین رباني له یوې خوا د مشرۍ توان نه‌لري او له بلې خوا د ده ځواني د دې لامل شوې چې د جمعیت غړي پرې راټول نه‌شي. پر دې سربېره نوموړی د بهرنیو چارو وزیر په توګه له یوې خوا د دغه وزارت پر چارو بوخت دی؛ خو له بلې خوا یې هڅې پیل کړي چې په شمال کې د ګوند د غړیو له‌لاسه ورکولو له وېرې دغه ولایت ته سفر وکړي، څو سربېره پر دې چې د ګوند غړیو ته ډاډ ورکړي، خپله کارېزما هم زیاته کړي. دېته په کتو سره چې نوموړي د خپل د پلار (برهان‌الدین رباني) له مړینې وړاندې جدي سیاسي فعالیت نه‌درلود او له مړینې یې راپدېخوا د حکومت‌والۍ او د امتیازاتو ترلاسه کولو په چارو بوخت و، اوس‌مهال ناوخته ایسي چې دی، دې وشي کړی حتی د خپل د پلار ۵۰ ٪ نفوذ او کارېزما ترلاسه کړي. د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ هڅې او شمالي ولایتونو ته یې سفر په اړه دا هم ویل کېدای شي چې د نوموړي ټولې هڅې د قدرت له زوال څخه د مخنیوي لپاره دي.

د ګوند اجراییه رییس عطامحمد نور له یوې خوا په‌خپل شخصي کاروبار بوخت دی او له بلې خوا جمعیت ته هغه ارزښت نه‌لري چې پخوا یې درلود. له همدې امله به وي چې نوموړي د شنبې په ورځ (د تلې ۱۸مه) وویل: «له نظام سره اړیکې نه‌شم پرېکولای، څه چې د مشران غواړي هغه به کوم». له ټولو هڅو او مصروفیتونو سربېره د نور ټولې هڅې په شمال کې د دوستم د نفوذ له پراخ‌والي څخه د مخنیوي او پر شخصي محور د تاجیک‌ټبرو راټولېدو په موخه دي. بل لور ته جمعیت ځان د تاجیکانو استازی (!) ګڼي او هڅه یې دا ده چې تاجیک‌ټبره د جمعیت ګوند تر چتر لاندې راټول و اوسي. دا دقیقا هغه څه دي چې د جمعیت د مشرۍ او د عطامحمد نور ترمنځ پر ټکر تمام شوي چې د بلخ د سرپرست والي په منزوي کېدو کې خپله ونډه لري.

بل لور ته عبدالله عبدالله ته د حکومت نیمايي برخه ورسېدلې چې دی شخصا له خپلې دغې ونډې خوشحاله دی؛ اما پلویان یې ناراضه دي. پر عبدالله ورځ تر بلې فشارونه زیاتېدونکي دي.
د محمدیونس قانوني په څېر د جمعیت یو شمېر نور مخکښ غړي بیا له پخوا څخه له‌‌ دغه ګونده جلا شوي او ځانونو ته یې ګوندونه جوړي چې په تشکیلاتي لحاظ د ګوند غړیتوب نه‌لري؛ خو تر ډېره بریده دغې چارې ظاهري بڼه درلوده او فکرا له ګوند سره یوځای وو.
اوس وخت کې د جمعیت په رأس کې داسې څوک نه لیدل کېږي چې د مشرۍ او د مجاهدینو د انسجام توان دې ولري، له همدې امله به وي چې تقریبا ټولو ناراضه (!) جهادي مشرانو او تکنوکراتانو سیاف ته مخه کړې او وروستۍ غونډې د سیاف په کور او د سیاف په مشرۍ تر سره شوي دي.

پښتانه به جمعیت رهبري کړي؟

د ۱۳۴۸ کال د غوايي په ۸ مه په کابل پوهنتون کې د (نهضت جوانان مسلمان) خوځښت رامنځته کړی شو. په همدې نېټه د یاد خوځښت لومړنۍ غونډه په کابل پوهنتون کې د سیدجمال‌الدین افغان مزار ته څېرمه وشوه او د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد، عبدالرحیم نیازي د دغه خوځښت مشري پر غاړه واخیسته. که څه هم برهان‌الدین رباني په‌خپلې مقاله (پوهاند غلام‌محمد نيازی، بنيانگذار نهضت اسلامی افغانستان) کې ادعا کړې چې نوموړی هم د (نهضت جوانان مسلمان) د لومړنیو بنسټ‌‌ایښودونکی څخه و؛ خو د معلوماتو له‌مخې په لومړیو کې له‌دې امله ده‌ته د نهضت غړیتوب ورنه‌کړل شو چې له شاهي کورنۍ (محمدظاهر شاه) سره یې نږدې اړیکې درلودې او دا تور ورپورې و چې شاهي کورنۍ ته ژمن دی (سیاف له حفیظ‌الله امین سره د کورنیو اړیکو او عبدالستار سیرت هم له شاهي کورنۍ سره د اړیکو له امله د شورا غونډو ته نه پرېښودل کېږي). خو وروسته د نهضت د یو شمېر غړیو د فشار په پایله کې رباني په‌دې توانېدلی و چې د یاد نهضت غړیتوب ترلاسه کړي. په ۱۳۵۱ کال کې د عبدالرحیم نیازي له استعفا وروسته، برهان‌الدین رباني د (نهضت جوانان مسلمان) مشرۍ ته ورسېد.

د یاد نهضت اصلي موخه له کيڼ‌ اړخو سره مبارزه وه چې د مصر له اخوان‌المسلمین څخه یې الهام اخیستی و. وروسته د شخړو په زیات‌والي او په واک کې د کيڼ‌اړخو ګډون له امله د مقابلې اړتیا پېښه شوه چې پایله یې د (نهضت جوانان مسلمان) انشعاب او د نویو ګوندونو (جمعیت اسلامي او حزب اسلامي رامنځته کېدل و، د ۱۳۵۴ کال دوبی، پېښور) که څه هم د نهضت اصلي موخه د اسلامي ارزښتونو ټينګښت و؛ خو له اتنیکي اړخه پښتانه په‌کې برلاسي وو. د یاد خوځښت په انشعاب، اسلامي ارزښتونو سمبولیکه بڼه غوره کړه او د جمعیت او حزب ګوندونه د قومي جوړښتونو پر بنسټ رامنځته شول؛ داسې چې ډېری پښتانه له حزب اسلامي سره او دري‌ژبي له جمعیت سره یوځای شول.

دغې لړۍ د رباني تر ترور (د ۱۳۹۰ کال د وږي ۲۹مه) پورې دوام درلود. که څه هم اوس‌مهال صلاح‌الدین رباني د جمعیت اسلامي سرپرست دی؛ اما لکه څنګه چې مخکې وویل شول، نوموړی نه د یاد ګوند د مشرۍ توان لري، نه د لوړپوړیو غړیو د رهبرۍ توان لري او نه هم له هغې کارېزما څخه برخمن دی چې پلار یې درلود. له همدې امله د څلورو کلونو په تېرېدو لا هم صلاح‌الدین د ګوند سرپرست دی.

پر دې بنسټ دغه ګوند داسې یوه کس ته اړتیا لري چې وشي کولای لوړپوړیو غړیو ته یې لوری ورکړي؛ اما د جمعیت په دننه کې داسې څوک نه لیدل کېږي. د استاد سیاف په کور کې د جمعیت د لوړپوړو غړیو او د ګوتې په شمېر تکنوکراتانو راټولېدو څخه جوتېږي چې نوموړی د جمعیت د غړیو او تکنوکراتانو ته د لوري په ورکولو بوخت دی او اوس مهال دا سیاف دی چې د یوه سپین‌ږیري جهادي په توګه دا توان لري، څو نورې جهادي ډلې ټپلې د ځان پر محور راټولې او لوری ورکړي. سیاف پښتون دی؛ اما د پښتنو د ګټو پر ځای، پښتون سیاف او ده‌ته ورته نورو پښتنو لپاره تنظیمي ګټې مهمې دي چې وروستۍ هڅې هم په همدې لړ کې دي. خو سیاف یوازې نه‌دی؛ بلکې د نوموړي ترشا ځینې نور لاسونه هم شته چې تر ټولو زیات مخکیني ولسمشر حامد کرزي ته ګوته نیول کېږي.

کرزی او جمعیت

د سولې عالي شورا په جوړېدو (د ۱۳۸۹ کال د تلې ۱۵مه) برهان‌الدین رباني د دغې شورا مشر په توګه وټاکل شو. د مخکیني ولسمشر له‌خوا دغه پرېکړه په‌داسې حال کې وشوه چې له یوې خوا صبغت‌الله مجددي او له بلې خوا سید‌احمد ګیلاني د شورا د ریاست په تمه وو؛ خو د رباني ګمارنه د نوموړي د قدرت او نفوذ له امله وه. د جمعیت کنټرولولو په موخه د کرزي هڅې له همدې ځایه پیل شوې او په‌دې بریالی شو چې ورو ورو د جمعیت د غړیو ترمنځ خپل نفوذ زیات کړي.

د رباني د ترور پر مهال کرزی په نیویارک کې و. له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره له لیدنې وروسته، کرزي خپل سفر لنډ کړ او د رباني په جنازه کې د ګډون او د حالاتو کنټرول په موخه هېواد راستون شو. کرزي کولای شوی داسې یو کس د سولې عالي مشر په توګه وټاکي چې په رښتیني توګه منځګړی و اوسي او د وسله‌والو طالبانو د جذب توان ولري. برعکس کرزي د رباني څوکۍ میراثي کړه او د نوموړي زوی صلاح‌الدین رباني یې د یادې شورا مشر په توګه غوره کړ. ظاهرا د دغه کار اصلي هدف د حالاتو سربېره د جمعیت او شمالي ټلوالې کنټرول بلل کېږي؛ خو اصل هدف بل څه و او هغه د کرزي له‌خوا د جمعیت کنټرول و.
کرزي صلاح‌الدین رباني ته د میاشتنۍ ۵۰ زره تنخواه په ورکړې سره په‌دې بریالی شو چې نوموړی په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راولي. له بلې خوا دا فرصت هم وربرابر شو چې جمعیت له ټلوالې وژغوري او په نامستقیمه توګه دغه ګوند رهبري کړي.

واک ته د ولسمشر غني په رسېدو (د ۱۳۹۳ کال د تلې ۷مه) کرزي ته دا زمینه برابره شوه چې پراخ فعالیت پیل کړي. ظاهرا دغه فعالیت له قومي مشرانو، ځوانانو، ښځو، د مدني ټولنې غړیو او … نورو په لیدنو کتنو خلاصه کېږي؛ اما باور دا دی چې له حکومت څخه ناراضه کسان او ډلې ټپلې لامنسجمې کړی شي، څو د اړتیا په وخت کې ترې ګټه پورته شي.
په‌دې لړ کې له یوې خوا جهادي مشران (په ځانګړي توګه د جمعیت غړي) له پخوانیو امتیازاتو څخه بې‌برخې شول او له بلې خوا د مشرۍ له تشې سره مخ ول. له همدې ځایه په‌داسې حال کې پر دغو کسانو د کرزي راج پیل شو چې پخوا ترې په تنګ شوی و، له واک څخه یې لرې کول غوښتل او امتیازات یې پرې بندول غوښتل؛ خو اوس‌مهال یې ورته د هغه رعیت بڼه خپله کړه چې ټول څه په پټو سترګو مني.

پر دې سربېره چې کرزی جهادي شالید لري؛ خو د جهاد او کورنیو جګړو پر مهال د یوه عادي کس په توګه پاتې شو، په بله معنی کرزی له جهادي مشرانو (مجددي) سره نږدې پاتې شوی؛ اما د جهادي ډلو ټپلو مشري يې نه‌ده کړې او ټول فعالیت پر فرهنګي محور راڅرخي. له همدې امله کرزي داسې چا ته اړتیا درلوده چې له یوې خوا د جهادي ډلو ترمنځ نفوذ ولري او له بلې خوا د کرزي تیورۍ او نخشې عملي کړي. د اوس لپاره دا کس عبدالرب رسول سیاف دی.

پایله

له یوه کال راپدېخوا د جمعیت مشري د کرزي پر غاړه ده؛ خو دغه مشري په غیرمستقیمه توګه ده. که له یوې خوا کرزی پر جمعیتانو او نورو جهادي ډلو او یو شمېر تکنوکراتانو خپل پلانونه عملي کوي، له بلې خوا د شمالي ټلوالې له مخالفت سره هم مخ دی. دا اوس کرزی د خپلو پلانونو په عملي کولو کې بریالی دی؛ خو د دې پر ځای چې دغه پلانونه د پښتنو کهول او نورو قومونو ښېرازۍ په موخه تر ډېره بریده پر شخصي محور راڅرخي. که څه هم د جمعیت ګوند د پښتنو (کرزی او سیاف) له‌خوا رهبري کېږي؛ اما لږ تر لږه په نږدې راتلونکې پښتانه ترې ګټه نه‌شي پورته کولای؛ بلکې ټول څه د شخصي او تنظیمي ګټو لپاره دي.

تبصره وليکئ