د سوریې کډوال به اروپا دړې وړې کړي

د سوریې کډوال به اروپا دړې وړې کړيد سوری کډوالو هجوم اروپا له یو جدي بحران سره مخ کړې او څارونکي وايي، د کډوالۍ دبهیر دا چټکه پراختیا د اروپا لپاره د خطر زنګ نه چې د اروپا د بربادۍ شروع ده.

اروپا ته له اسیا په ور خلاصو سرحدونو کې په زرګونو کډوال دېره دي، ددوی یو لوی شمېر یې اروپا ته ننوتل او یو زیات شمېر یې لاه په لاره دي چې اروپا کې د متفاوت ژوند مزه وڅکي.

جرمني د خپل پخوانۍ بدنامۍ د ترمیم لپاره ترټولو اروپايي هېوادونو زیاتو کډوالو ته یو ناڅاپه او د انتظار خلاف غېږه پرانسته خو لا جرمني په دې نه پوهېږي، چې ددې کډوالو دلاس کروندې به په اروپا کې د ګلونو پرځای ازغي زرغون کړي او هغه ازغي به د اروپا د مضون ژوند له نازک بدنه بل اړخ ته ووځي.

اروپا ته د سوریې له بحرانه کوچېدلي کډوال د هنګري په سرحد د اسماني موجوداتو په څیر لوڅ لغړ ولاړ دي، دوی د اروپايي سرحد ساتونکو سوالونو ته دوه ځوابونه لري: ((‌دداعش له وېرې راتښتېدلي یو، د بشارالاسد له جنګه راتښتېدلي يوو))‌ ددوی تذکرې سوځېدلې، دوی اسناد نلري، پاسپورتونه اوشناخت کارتونه نلري او اروپا یې یوازې له جنګه د زیانمنو شوو انسانانو په توګه پېژني او ځای ورکوي، خو داکډوال چې یو غوڅ اکثریت یې ځوانان دي، د ماضي او علایقو په اړه یې اروپا ته تشخیص ګران دی.

دغه کډوال چې اروپا کې ځای پرځای شي، بیا به یې اصلي څېرې، تمایلات او تعلقات بربنډ شي. ددوی هر یو په زړه کې یو عالم غمونه او عقدې له ځان سره اورپا ته وړې دي، یو لوی اکثریت یې په دې پوهېږي چې ددوی پلرني ملکونه د چا په اشاره، د چا په امکاناتو او د کومو هېوادونو د غلطو پالیسیو په نتیجه کې له خاورو سره سم شول. په اروپا کې د پنا اخستې سربیره هم دوی په دې پوهېږي چې ددوی د هېوادونو په بحران کې همدا اروپا او په تېره فرانسه او جرمني ښکېل دي.

ځوان کډوال چې د ژوند له امنیت او لالهاندۍ په امن شي بیا به له خپلو زړونو او دماغونو سره سلا کوي او ښايي ددوی لوی اکثریت یې د غچ په فکر کې په کوربنه اروپا بېرته مخونه راواړوي.

زیاتره لودیځ شنونکي وايي، موږ نه پوهېږو چې دکډوالۍ په خواخوږۍ کې څومره داعش جنګیالي او اسیايي سخت دريځي خوندي کوو. دا د هماغه لوبې یو بدل تکرار دی، چې عربي هېوادونو خپل د سخت دريځۍ په زهرو لړلي مذهبي ځوانان د افغانستان او پاکستان قبايلي سیمو ته د طالب او پخوانیو مجاهدینو مرستو ته له پیسو او وسلو سره راواستول او خپلې خاورې یې امن کړې. شک نشته چې ددغو پنا غوښتونکو یو زیات شمېر یې له داعش سره خواخوږي ولري، او حتی ځینې یې دداعش په لیکو کې جنګېدلي وي.

په اروپا کې اسیایانو ته ژوند ترینګلی دی، کلتور، چاپېریال او امکانات ټول متفاوت دي او نه پخلاکېدونکي شرايط کولای شي، دوی له داعش سره یارانې ته وهڅوي. حتی داسې امکان شته چې ډېری داعش پلوه ځوانان د کډوالو په بهیر کې په تاکتیک سره اروپا ته ننوځي او بیرته په کوربه باندې خپل له زهرو ډک نیش راتاو کړي.

بل لوی تاوان چې د اسیایانو له کډوالۍ اروپا ته پېښ شو او په دې کې د امریکا پالیسي دخیله وه داده، چې په اروپا کې د شینګن اصول په تمامه مانا مات شول. اوس اکثرو اروپايي هېوادونو د هنګري پرمخ خپل سرحدونه وتړل، جرمني د اتریش کډوال کاروانونه نه مني او نور نور هېوادونه د خپلو ګاونډیو پروړاندې د پولو د تړلو په هلو ځلو بوخت دي. د شینګن زون خاصه ځانګړنه داوه چې د اروپا ترمنځ فزیکي سرحد وجود ندرلود او په یو ګام د یو ایټالوي، هنګري، هالنډي او اتریشي ټوله اروپا کتلای شوای، خو د اسیایايي مېلمنو پرمخ تړلي سرحدونه په نږدې راتلونکې کې د اروپایانو پروړاندې هم سختېدای شي.

له شینګن څخه چې د پرانستو سرحدونو ځانګړتیا منفي شي اروپا بیرته هغه اروپا ده چې هر هېواد یې خپل غم او خپلې ښادۍ لري او جغرافیايي حدود یې پخواني حالت ته وګرځېدل.

د تاجکستان په دوشنبه کې د روسي مشرانو داخبره په رښتیا کېدو ده چې داعش مکه – مدینه نیولې، ورپسې به ټوله اسیا نیسي، بیا د مسکو نوبت دی او ورپسې اروپا هم دداعش له شره او نقشې بهر نده.

د روسیې دا اخطار کولای شي، اروپایان هک حیران کړي خو دابه هغه وخت وي چې اروپایان د همدردۍ له خوبه رابیدار شي او زرګونه داعشیان په ګرمو کورونو کې دمېلمنو په توګه نمک حرامۍ ته مټې بډو هي او په اروپا کې په اروپا مخ راواړوي.

 

تبصره وليکئ