د طالبانو ترمنځ اختلافات ژور شوي دي

د طالبانو ترمنځ اختلافات ژور شوي ديد منصور د ډلې او مشرۍ مخالف لوري ویاند ملا عبدالمنان نیازي وايي: د منصور او مخالفینو ترمنځ خبرې اترې په بشپړه توګه ناکامي شوي دي.

نوموړی زیاتوي: موږ د منصور لپاره دوه میاشتې په تمه شوو تر څو د مجاهدینو مشورو ته غوږ ونیسی او یو نوی امیر وټاکو خو له بده مرغه داسې کوم کار ونشو.همدا علت دی چې زموږ خبرې په بشپړه توګه ناکامي شوي. د انګلیسي ژبي رویټرز ویبپاڼه لیکي: موږ د دې خبرې د سپیناوي لپاره د منصور له ډلې سره اړیکه ونیوه خو ولې دوی خبرو ته حاضر نشول.

سیاسي شننونکي وايي: چې د طالبانو ترمنځ ژور اختلافات او د یو پر بل د عملیاتو اخطارونه هغه څه دی، چې پاکستاني استخبارات پکې ښکیل ښکاري، یانې یو لوري ته د داعش پر سر د پاکستان چارواکي باید د ملګري ملتونو د غونډې ترڅنګ امریکايي استخباراتو او ډیپلوماټانو ته ځواب ووايی او بل لورې ته باید د امریکې هغه خبره چې طالبان به خبرو ته حاضر شي، په غیر مستقیمه توګه امریکې ته وښودل شي چې طالبان نه یوازې ستاسو له لوري کنټرولیږي بلکې پاکستان هم رول پکې لری او پاکستان به امریکې ته ووایی، چې پاکستان د طالبانو پخلا کولو کې د خپلو امتیازاتو غوښتونکی دی.

بل لوري ته یو شمېر نور غربي شننونکي وايي: ښايي پاکستان د داعش په پروژه کې د امریکې ملاتړ وکړي، همدا علت دی، چې پاکستان نه غواړي طالبان متحد وویني ولې چې په یو وخت کې به د داعش، طالبانو، لشکر جهنګوی او لشکر طیبه په شان ډلو کنټرولول د پاکستان د پوځ او نظامي چارواکو لپاره خورا ستونزمن کار وي. له دې لحاظه د طالبانو ترمنځ اختلافات حتمي و.

د طالبانو د مرورې ډلې ویاند ملا نیازي له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې:
موږ نه غواړو چې د منصور سره په جنګ نور وخت ضایع کړو خو موږ غواړو چې خپل دوښمن د افغانستان وسلوال پوځ، نړیوال ملګري یې او افغان حکومت وپرځوو. یو شنوونکي د نوم نه ښوودلو په شرط وويل: اصلا د طالبانو دا خبرې د دوی خپلې ندی بلکې د پاکستان له لوري ور ښوودل کیږي ځکه چې افغانستان د ادارو په جوړولو، د صنعت او مدیریت په برخو کې پرمخ روان دی او ګاونډي هېوادونه نه غواړی چې څوک له افغانستان سره په ستراتیژیک او تولید برخه کې د راکړې ورکړې تکل وکړي. یعنې افغانستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي توګه خپلواکه نشي بلکې دلته یو قبایلي جوړښت د دوی تلپاتې ارمانونه په عمل بدل کړي. اما بیا هم د ټیکنالوژۍ او ګلوبولایزیشن په دور کې څوک نشی کولای چې خپل قبایلي ارمونونه پوره کړي. دلته نړیوالتوب خپله بڼه بدله کړې او هر مذهبي دولت او حکومت باید پر ځای د دې چې پر ګلوبولایزیشن خپل کلتور او مذهب وتپي باید نړیوال ګلوبولایزیشن قبول کړی، په دې اساس ویلي‌ شو: طالبان هغه وخت بری موندلی شي، چې د نړیوالتوب سره ځان عیار کړی نه په انکار سره.

همداراز نیازي رویټرز ته په خبرو کې وويل: هغه څوک چې د منصور تر مشرۍ لاندې جهادی کوی، جهاد ندی او د دې خبرې د تبلیغ په موخه به له مطبوعاتو سره په زغرده خپل دریځ روښانوو. نیازي خپل دریځ هله روښانه کړ، چې کله د ملا عمر زوی یعقوب او ورور یې منان له ملا منصور څخه بیعت اعلان کړ.

نیازی وايي: منصور د ملا عمر خپلوانو ته اخطار ورکړ، که چېرې دوی یې ملاتړ ونکړي نو له لوی تاوان سره به مخ شي او ټولې مالي مرستې به پرې قطع شي.
نیازی وایی: دا اقتصادي مسله ده، نه مذهبي. باید روښانه کړم چې ملا یعقوب او ملا منان په تیرو ۲۰ کالو کې هیڅ ډول جهاد ندی ترسره کړي، هغوی بس په کور ناست وو.
نیازی وايي‌(( یوازې موږ د اسلامي امارات وارثان یوو، ځکه جهاد یوازې او یوازې موږ کړ ی دی او نن چې طالبان چېرته ولاړ دی، زموږ د کړنو برکت دی.

تبصره وليکئ