د نشي توکو په قاچاق چې د CIA د ښکېلتوب اوازې زور اخلي

د نشي توکو په قاچاق چې د CIA د ښکېلتوب اوازې زور اخليپه افغانستان کې د مخدره توکو د کرکیلې، ودې خلاف بیلیونونه ډالر ولګیدل خو لا هم په دې هیواد کې د مخدره توکو کرکیله، سوداګري او وده مخ په بره ده! سړی حیرانیږي چې هسې نه امریکایې ځواکونه د مخدره توکو په وده کې هڅوونکی رول ونلري؟!

د روان کال د جولای په میاشت کې د ناروغیو د مخنیوي ادارې په خپل راپور کې وکښل چې د پخوا په پرتله، په امریکا کې، د هیرویینو کارول دوه چنده شویدي او زیاتره روږدي یې هم د ۱۸-۲۵ ترمنځ عمر لري. په همدې میاشت کې، بل راپور خپور شو چې په افغانستان کې چې اوس مهال د نړۍ ۹۰ سلنه مخدره توکي صادروي، د مخدره توکو وده په اوج کې ده هغه هم په داسې حال کې چې د امریکا له تیري مخکې په دې هیواد کې یې بیلګه نه لیدل کیدله.

امریکا د مخدره موادو سره د مبارزې په موخه ۸٫۴ بلیونه ډالر لګولي دي. په اکټوبر کې ګلوبل پوسټ ولیکل چې د امریکایانو تر څار لاندې، د کوکنارو کر کیله د افغانستان هغو برخو ته خپره شوې چې مخکې یې ورته تجربه نه درلودله! په ۲۰۱۰ز کې ځینې عکسونه خپاره شول، چې امریکایي عسکر د کوکنارو له کښت سره ګزمه کوي؛ بې له دې چې په له منځه وړلو یې اقدام وکړي. سړی نه پوهیږي چې له دغه ډول کارونو څخه به د امریکا مطلب څه وي. طالبانو مخکې له دې چې د امریکایانو له حملې سره مخامخ شي، کوکنار بیخي له نشت سره برابر کړي وو.

ابي مارټین په ۲۰۱۴ز کې د میډیا روټ په نامه یوې ادارې ته په دې اړه مالومات راغونډ کړل! په هغوی کې یې لیکلي وو، چې په دې اړه جدي ثبوتونه وجود نه لري چې سي آی ای دې د آپیومو کار کوي خو څنګه ممکنه ده چې د امریکا د څار، بې پیلوټو الوتکو تر کنټرول لاندې دې بیا هم یو څوک په دې وتوانیږي چې کوکنار وکري او یا یې هم کاروبار ته وده ورکړي.

د مادر جونز د جنورۍ د راپور مطابق، د DEA یو استازی د CIA او DEA ترمنځ د کوکنارو د مخنیوي د پلان او له منځه وړلو په اړه د تکراري لانجو شکایت کړیدی. “ایډوارډ فولیس وایي چې DEA او CIAتل د کوکنارو په سر د یو بل سرونه پړسولي دي. خو دې ته هم اشاره کوي چې ځینو ځایونو کې به سي آی اې ځان ړوند او کوڼ کړ. که څه هم فولیس دقیق او واضح د ارقامو او یا هم د چا نوم نه اخلي خو وایي، چې د پردې شاته ځینې کارونه ادامه لري.” په اپریل کې هغه ګټه چې د اجیرو ډلې اکاډمي، چې په اصل کې بلک واټر دی، کومه ګټه د کوکنارو له کاروبار څخه ترلاسه کړې وه، تقریباً ۵۶۹ ملیون ډالره کیدله. آر ټي کاږي: دغه بدنامه کمپني (بلک واټر) د کوکنارو د ګټې یوازینۍ وړونکې ده.

تبصره وليکئ