د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په کتنه کې څرګنده کړې، که د افغانستان جګړه يې ګټلی، یوه اوونۍ کې يې ګټله او د لسو ورځو موده کې به افغانستان د نړۍ له نقشې ورک شي.
۱ـ افغانستان ولې د نړۍ له نقشې ورک شي؟
افغانستان هېڅکله د ترهګرۍ مرکز نه و او هېڅکله یې د ترهګرو ملاتړ نه دی کړی، امریکا افغانستان ته دې هدف راغلې وه چې ګواکې دلته به ترهګري له منځه وړي، خو نه یوازې ترهګري له منځه لاړه نه، بلکې نورې نورې ډلې هم وزېږېدې.
۲ ـ د دې ترهګرو تر شا څوک دي؟
امریکا د پاکستان له لارې افغانستان ته داخل شوه همدې هېواد ورته اډې ورکړې او همدې هېواد بېرته د امریکا پر ضد جګړې ته د طالب په نور جنګیالي وروزل.
د نړۍ په کچه تر ټولو سخت زیان چې امریکا ته رسېدلی دی، هغه د پاکستان لخوا دی. پاکستان د نړۍ په هر ګوټ کې له ترهګرو ملاتړ کوي.
کله چې خبره د ترهګرۍ د له منځه وړلو کې کېږي، باید د ترهګرو رېښې وچې شي چې همدا رېښې په پاکستان کې دي.
ټرمپ که رښتیا پر ډیپلماسۍ باور درلودای، نو د نړۍ له نقشې د ورکولو خبره يې باید مستقیم پاکستان ته راجعه کړې وای.
پاکستان د دې حقدار دی چې باید د نړۍ له نقشې ورک شي، ځکه سیمه او نړۍ کې ګرده بې ثباتي همدې هېواد جوړه کړې او اوس هم هڅه کوي د هغه هېواد پر وړاندې خنډونه جوړ کړي چې د پرمختګ پر لور ګامونه پورته کوي.
امریکا چاسره معامله کوي؟
کله چې د امریکا هدف د ترهګرۍ ختمول وي، نو ولې بېرته له ترهګرو او د هغوی له ملاتړو سره معاملې کوي؟
Leave a Reply