د ټرمپ د خبرو هدف څه و؟

د ټرمپ د خبرو هدف څه و؟

هر هېواد خپلې ملي ګټې لري او له کومو هېوادونو سره یې چې دغه ګټې مشترکې شي بیا ګډ مزل او سټراتيژیکه ملګرتیا سره کوي، خو کله کله د دوو ډېرو نږدې ملګرو هېوادونو ترمنځ هم په ځینو برخو کې د دوی ملي ګټې سره په ټکر کې واقع شي، لکه بریتانیا او امریکا چې تر ټولو نږدې هېوادونه دي، څه موده مخکې ټرمپ په واشنګټن کې د بریتانیا سفیر ته سپکې سپورې وویلې او هغه هم له امریکې پښې سپکې کړې.

امریکې سره هم زموږ تعامل باید د متقابلو ګټو په اساس وي، که چېرې امریکا فکر کوي چې پاکستان ورته تر افغانستان مهم دی او ملي ګټې یې ایجابوي چې افغانستان سره اړیکې محدودې کړي او خپل پوځونه وباسي دا هیڅ کومه نه وې خبره نه ده، اکثریت افغان سیاستوالو دا باور درلود چې یوه ورځ ممکن امریکا افغانستان ته شا کړي او لکه عراق یې چې پرېښود افغانستان نه هم ووځي، خو کرزي به ویل چې نه امریکا هیڅکله له افغانستان نه وځي، په همدې خاطر د ملي وحدت حکومت امریکې سره هغه تړون چې کرزي یې مقدماتي کارونه خلاص کړي و، لویې جرګې تاييد کړی و، د ولسمشر غني په امر د هغه وخت د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د امریکې له سفیر سره لاسلیک کړ. BSA یا امریکا سره امنیتي تړون دا مشخصوي چې که هر لوری له دغه تړون وځي باید لږ تر لږه پنځه میاشتې مخکې دا خبره مقابل لوري سره شریکه کړي.

اوس که امریکا غواړي له افغانستان ووځي دا کومه نوې خبره نه ده او ددې انتظار باید موږ درلودای، اوس که امریکا له تړون وځي له توافق سره سم باید پنځه میاشتو کې دننه دننه دا کېسه ختمه کړي، بیا هیڅ حق نه لري طالبانو یا پاکستان سره زموږ د برخلیک په اړه خبرې وکړې، که دوی ته جنګ ګران تمام شوی وي یا د طالبانو په اصطلاح ماته یې خوړلې ده نو بیا د وتلو په وخت کې په کوم دلیل هغه چاسره معامله کوي چې فکر کېږي شکست یې ورکړی دی، امریکا کولای شي ووځي او حتا پوځي مرستې هم بندې کړي، خو دا خاوره خپل مالکان لري که یې ساتلی شوای وبه یې ساتي او که یې نشوای ساتلی مقاومت ته به دوام ورکوي، خو پاکستان اوطالب ته د سپارلو حق نه امریکا لري او نه بل قدرت، دا د افغانانو حق دی چې د خپل برخلیک په اړه تصمیم ونیسي.

که امریکا په افغان حکومت فشار راوړي تر څو د پاکستان غوښتنې ومني او د طالبانو هغه شرایط چې زموږ ملي بنسټونه زیانمنوي او بهرنی سیاست مو د پاکستان په ولکه کې ورکوي، نو طبیعي خبره ده چې دا غوښتنه هیڅ وطنپرست افغان ته د منلو وړ نه ده، په داسې حالت کې تر ټولو ډېر نقص هغه کسان کوي چې په تېرو اتلسو کالو کې د امریکې د پیسو له برکته پړسیدلي، قصرونه او ماڼۍ لري، باډي ګاردان او سرکاري امتیازات لري. ځکه که مرستې کمېږي حکومت مجبور دی خپل لګښتونه محدود او په دوی دا امتیازات قطع کړي په داسې صورت کې هغه فرصت طلبان چې غربي پاسپورټونه او دویم تابعیتونه لري، له هېواده پښې سپکوي، د وطن، ملي مترقي دریځ نه دفاع بیا هم د دې وطن اصیلو بچو ته پاتې کېږي.

خوشحال خلیل

Leave a Reply

Your email address will not be published.