د ټپي شویو طالبانو درملنه چېرته کېږي!؟

د ټپي شویو طالبانو درملنه چېرته کېږي!؟

لیکنه: ډاکټر فهیم ساپی

د افغانستان په جګړو، هوايي او ځمکنیو عملياتو کې د مرګ ژوبلې د ارقامو يوه لویه برخه د طالب جنګاليو مرګ ژوبله جوړوي.

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ارقامو پر بنسټ، هره اوونۍ د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو او ځمکنیو عملياتو کې په سلګونو طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوړي؛ خو د پوښتنې وړ مسله دا ده چې د دغو ټپي شویو او ټپي کېدونکو طالبانو درملنه چېرته کېږي؟

د طالبانو په درملنه تورن هېواد؟

په دې وروستيو کې د هغو هېوادونو نومونه افشاء کېږي، چې له طالبانو سره په يو ډول نه يو ډول همکار لري، خو پاکستان له کلونو راهيسې د طالب جنیکاليو  پر ملاتړ او همکارۍ تورن دی.

د افغانستان ملي امنیت ریاست په زرګونه داسې دوسیې شته، چې ښيي ترهګرې ډلې په پاکستان کې خوندي پټنځايونه لري او  د بريدونو اصلي پلانونه په دغه هېواد کې طرحه کېږي.

دغه ریاست  په دې تړاو ځینې  شواهد رسنیز کړي؛ خو په رسنيو کې دا موضوع تراوسه کمرنګه ده چې پاکستان د طالبانو پر تسلیحاتي همکاريو سربېره د هغوۍ د ټپي شویو جګړه مارانو درمنله هم کوي.

دا مسله تېر کال د زمري په ۲۶مه هغه مهال تر يوه بريده د بحث وړ شوه، چې ولسمشرغني پاکستان د ټپي شویو طالبانو په درملنه تورن کړ.

غني هغه وخت په غزني کې یوې غونډې د وينا پر مهال د پاکستان لوی درستیز ته په اشارې وویل “جنرال باجوه، تاسې له مونږ سره یو سند لاس لیک کړ او په وار وار مو راته په ټلیفوني خبرو کې وویل چې کله د پاکستان ټاکنې پای ته ورسیږي، دې موضوع ته به پاملرنه وکړئ. زه اوس ځواب غواړم، له کوم ځایه دوی راغلل او ولی هغوی ستاسې په روغتونونو کې تداوي کیږي.”

بلوجستان کې د ډاکټرانو کاربندیز؟

په تازګۍ د پاکستان په بلوجستان آیالت کې د روغتونونو ډاکټرانو پر دوی د پاکستاني پوځ د تشدد له امله کاربندیز کړی.

دغو ډاکټرانو خپل کارونه په دې غبرګون درولي، چې د پاکستان استخبارات او پوځ پرې په زوره د ټپي شویو طالبانو درمنله کوي.

د یوه ځايي روغتون [ Al Shifa General Hospital]  رییس ډاکټر کلیم الله مندوخېل په خپله فیسبوکپاڼه ليکلي: [ زموږ پر ډاکټرانو په زوره د ټپي شوي طالبانو درمنله کېږي، زموږ همدا کار بندیز د خصوصي روغتونو پر ډاکټرانو د همدې تشدد له امله دی.]

ډاکټر مندوخېل د یو شمېر ډاکټرانو نومونه هم خپاره کړي، چې له دغه کاره د انکار په صورت کې د بريدونو ښکار شوي دي.

نوموړي د بېلګې په توګه د دغو څو ډاکټرانو نومونه ياد کړي:

1۔ ٹراما سینٹر سول ہسپتال میں ڈاکٹر یاسر اچکزئی پر تشدد ھوا ھے

2- بولان میڈیکل کالج ھسپتال کے برن سنٹر میں ڈاکٹر عبدﷲ پر حملہ FIR اور غیر قانونی گرفتاری

3۔ شعبہ حادثات سول ہسپتال میں ڈاکٹر گرمک داس پر حملہ

4۔ شیخ زید ھسپتال کے ڈائریکٹر ڈاکٹر فرید سمالانی پر حملہ

5۔ پرائیویٹ ھسپتال میں ایک سئنیر پروفیسر پر اپنے کلینک میں حملہ ۔  اور …

د طالبانو د درملنې څرنګوالی:

مشال راډيو په خپل تازه نشر کړي راپور کې د بلوچستان د اوسېدونکي په حواله ويلي، افغان طالبان دغلته په ځايي کمپونو او نورو سیمو کې شتون لري، چندې ټولوي؛ څو په افغانستان کې يې د ترهګرۍ لپاره ولګوي.

په دې راپور کې ويل شوي، په افغانستان کې د ټپي شويو وسله والو طالبانو درملنې د کوټې په روغتونونو کې کیږي .

په بلوچستان کې د افغان کډوالو ټول لس کمپونه دي چې درې یې په بلوڅ مېشتو سیمو او پاتې اووه یې د صوبې په پښتون مېشتو سیمو کې دي.

د دې کمپونو اوسېدونکي وايي، په افغانستان کې په جګړه کې ښکېل طالبان په ازاده توګه دې کمپونو ته تګ راتګ کوي، روغتونونو ته ټپي شوي طالب وسله وال د درملنې لپاره راوړي، خو هیڅوک ورڅخه پوښتنه نه کوي.

پر کوټې او بلوجستان سربېره د پاکستان په ډېرو نورو روغتونو کې هم د طالب ټپيانو درملنه کېږي.

استخباراتي سرچينې وايي، د افغانستان په جګړو او پوځي عملياتو کې ټپي کېدونکو طالبانو انتقالات د آی اېس آی مسؤلیت دی، دوی يې د ډیورنډ تر فرضي کرښې اخوا په ښکاره ډول پوځي موټرو کې روغتونو ته انتقالوي.

وړم کال د چنګاښ په ۲۸مه پژواک خبري اژانس په يوه راپور کې د یوې طالب سرچينې په حواله ويلي و، د پاکستان په ډېرو روغتونو کې د ټپي شوبو افغان طالبانو درملنه کېږي.

په دغه راپور د سرچینې په حواله راغلي، په ۲۰۱۵ م کال کې د پاکستان یوازې يوه لوی روغتون کې تر ۳۰ او د پېښور په درې نورو روغتونو کې تر ۸۰ د ډېرو  ټپي شویو طالبانو درملنه شوې ده.

د معلوماتو پر بنسټ، الخیر، سنګین، عماد او سجاد په اوس وخت کې هغه پاکستاني روغتونونه دي، چې د ټپي طالبانو درملنې په کې کېږي، خو پر دې سربېره د کوټې، پېښور او بلوجستان په ځينو نورو روغتونو کې هم طالبانو ته د ای اس ای په مستقیمه همکارۍ دا خدمات وړاندې کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.