د ځینو ښاري پوستو پولیسو افغان ماشومان د غلاوو لپاره ګمارلي

په کابل کې د جیب وهونکو ماشومانو ډلې په دې وروستیو کې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي. کابل ښاریان وايي، په ښار کې ددوی د فعالیت حوزې او انتظام په ډاګه کوي‌ چې ترشا یې د ځینو امنیتي پولیسو لاس دی او ځکه خو ماشومان په ډاډه زړه غلاوې کوي او هیڅ راز مخنیوی یې نه کېږي.

دغه ماشومان چې په ښار کې د سوالګرو ماشومانو په جامه کې ګرځي او یا ځینې یې موټر پاکوي خو یو لوی تعداد یې بیا له موټرونو سامانونه غلا کوي او د لارویانو جیبونه وهي.

زیاتره هغه کسان چې د ماشومو غلو له دغو ډلو سره مخ شوي وايي، کله چې هغوی ونیول شي او امنیتي پولیسو ته تسلیم کړل شي نو د متضرر په مخ کې یې یوه څپېړه ووهي او خوشي یې کړي.

دوی معمولاً‌ په هغو امنیتي پوستو او پولیسو د غلو د ډلو د حمایت تور پورې کوي چې د ګڼې په سیمو کې جوړې شوې دي. د کابل له کمپنۍ او کوټه سنګي نیولې، تر پامیر سینما، ده افغانانو، میوند جادې، ټانګ لوګر، دهن باغ خیرخانې، منډیی او او پل باغ عمومي پورې دغه ماشومې ډلې فعالیت کوي.

شاه نظر وايي تېره اونۍ ماشومانو په جاده کې له نوموړي څخه لس زره افغانۍ غلا کړې، ده ماشوم امنیتي پوستې ته وسپاره خو پیسې یې بل ملګري وتښتولې او پولیسو هغه هم خوشي کړ.

(( پولیسو ماته په ډېره توهین سره وویل چې د ماشومانو مخه څوک نیولای شي مکلف ندي چې بندي یې کړو))

شاه نظر وايي پیسې یې ورکې شوې او ماشوم په خپله مخه لاړ.

سردار ولي دوه اونۍ وړاندې په کوټه سنګي کې د ګڼې ګوڼې منځ کې د خپل موټر شیشه ټیټه کړې وه، چې دوه ماشومان راغلل او دده اپل مبایل یې وتښتاوه. سردار موټر څنډې ته ودراوه او یوه هلک یې راونیو. هغه یې پوستې ته وسپاره، پولیسو هغه خوشي کولو خو سردار وايي ما پولیس وګواښلو چې که هلک خوشي کړي خپل مبایل به له دوی وغواړي. بیا یو بل پولیس مداخله وکړه او هلک اړ شو چې خپل ملګري ته زنګ ووهي چې مبایل بیرته پوستې ته راوړي او ځان له لانجې خلاص کړي‌((‌هغه مبایل راوړ ماته یې د پوستې په مخ کې وسپارلو او هغوی په ارامه په خپله مخه لاړل. ما پولیس ته وویل دا ولې خوشي کوې. پولیسو ویل : څه یې کوې هغه ستا امانت دروسپارل))

دغې ته ورته په لسګونو پېښې شوې دي. حاجي ثنالله وایي په ګڼه ګوڼه کې روان وم چې ماشوم راته ویل هغه هلک دې د موټر ډاله خط کړه. (( ما موټر ودراوه په هلک پسې مې ځغستل چې پام مې شو دابل هلک د موټر له منځه زما سودا باسي. بیرته راوګرځېدم هلک مې رانیو او پوستې ته مې وسپاره.))‌حاجي ادعا کوي چې پولیسو راته ویل دوی یو دوه ندي موږ ورسره څه وکړو؟ خو ژمنه کوي چې نور به کیسه بوري نه کوي.

دکابل ځینې ښاریان وايي کله چې یو غل ونیسې اول خو له پوسته کوښښ کوي هغه درنه خلاص کړي او که کله یې امنیتي حوزې ته ورسوې نو هلته هم ملاتړي لري چې ترسبا یې خوشي کوي.

ځینې خبریالان چې په دې موضوع یې بیا بیا راپورونه کړي وايي، دکابل د ګڼې ګونې د سیمو هره پوسته مشخص قیمت لري او د پولیسو یو مشر هغه له حوزې څخه اخلي. ددې پوستې لوی عواید له بارداره موټرونو چې د ورځې په اوږدو کې تېرېږي پیسې اخلي، د سړک د سر سودا خرڅوونکي مشخص مقدار ناقانونه مالیه ورکوي او هم د غلو بانډونه او جیب شکوونکي ونډه ورکوي.

د کابل کورنیو چارو وزارت ته په بیا بیا دې برخه کې شکایتونه شوي خو د پولیسو ددې ناقانونه کړنو لپاره یوازې د یوې ورځې لپاره اقدامات کېږي، هغه پولیس تبدیل شي، په عوض یې ګمارل شوي‌پولیس دوهمه ورځ له دغو بانډونوسره لاره جوړه کړي.

تبصره وليکئ