د څرخي پله زندان د مافیا په کور بدل شوی

د څرخي پله زندان د مافیا په کور بدل شوید افغانستان له زندانونونو ازاد شوي خلک ادعا لري، چې د زندانونو حالت ډېر ناوړه دی او یوه پټه او فاسده مافیا په زندانونو راج چلوي.
کیسه د کابل د څرخي پله له زندان راشروع کېږي، خو زه اړیم د ازادو شوو زندانیانو لپاره مستعار نومونه وکاروم، ځکه چې دا کرکټرونه د هویت له رسوا کېدو سره له هماغو زندانونو په نښه کېدای شي.

شېرمحمد درې کاله وړاندې د جایداد پرسر د شخړې په ترڅ کې چې خپل ګاونډی یې په بېلچه په سر وواهه د څرخي پله زندان ته واچول شو. دی څه مهال وړاندې د ولسمشر د ځانګړي فرمان په ترڅ کې راخلاص شو. دده سروکار له جنګي بندیانو سره نه و، هغه به یوازې دځان په څیر جنايي بندیان لیدل. شېرمحمد وايي، په بلاک کې به مې ببرې، خطرناکې او وحشتناکې څېرې لیدلې، دومره خوشاله ښکاريدل لکه همدا یې چې کورونه وي. ددوی اکثرو یې له خپلو جرمونو سره رابطه لاغښتلې شوې وه. هر یوه یې ګرځند ټلیفونونه درلودل او بلاک په دهلیزونو کې به ډله ډله ښکته پورته کېدل. زنګونه یې وهل او ډیالوګونه یې ویروونکي وو. د غلا په جرم نیول شوو له زندانه بهر خپلو بانډونو ته لارښوونې کولې او چې په ښار کې به دوو ډلو غلو سره شخړه وکړه دوی به یې له هغه ځایه وساطت کاوه.

یوه ماسپښین مې ددوه کسانو ډیالوګ ته غوږ شو؛ یوه یې بل ته وویل، (( تاسو به له کاپیسا هغه پرونر راولی ….. ته به یې په کمپنۍ کې وسپاری په هماغه شیبه به زما کسان فلانی درخوشي کړي….)) داکسان ماته لنډ اوسېدل، ټوله ورځ به یې جرګې مرکې روانې وې او وروسته به هریو په مبایل له زندانه بیرون له نورو خلکو سره په ساعتونو مصروف وو.

شیرمحمد وايي، پولیسو لیدل چې اکثره خطرناک زندانیان مبایلونه لري، دامبایلونه پولیسو په پټه ورکړي وو او حتی کریډیټ کارتونه به هم ځینو مشخصو پولیسو د پیسو په بدل کې زندانیانو ته ورکول.
شېرمحمد وايي، ما لسګونه ځلې خپل کور ته زنګ وهلی، یو زنداني زما ټول وضعیت معلوم کړ، چې کور کې مې میرمن او واړه بچیان یوازې دي دوی زما د مېرمنې د تلیفون نمبر له ځان سره ساتلی و، اوایلو کې یې هغه ګواښله خو یوه ورځ غرمه مهال یوه ډله هلکان زما د کور په دیوالونو زما کورته ولوېدل، فرشونه، سامانونه هرڅه یې غلا کړل. زه پوهېدم چې غلا له زندانه تنظیم شوه.

کلیم الله حال نه وايي چې ولې بندي شوی و، خو وايي ما کورته د یو ځل زنګ وهلو پرسر یو زنداني ته حتی دوه زره افغانۍ هم ورکړې دي. دی وايي، ما په زندان کې له هغه سره د شخړې توان نه درلود هغه یو لوی بانډ و هرڅه یې چې غوښتل له کمزور زندانیانو سره یې کولای شول. کلیم الله یوې خطرناکې مسلې ته اشاره کوي، هغه وايي، ځینې زندانیان په څرخي پله زندان کې هلکان ساتي حتی هلته که دقیقې څېړنې وشي په اسانه به ومومئ چې په هلکانو جنسي تیري شوي دي.

د خواله رسنیو ځینې استعمالوونکي وايي، په زندانونو کې د نشي توکو قاچاقچیان او طالبان تر بل هرچا له خپلو خلکو سره اړیکې ساتي.
دوی وايي، طالبان خپلو ملګرو ته د جګړې کوردینات ورکوي، او د قاچاقچیانو بانډونه د زندان له دیوالونو بهر د نشي توکو کاروبار رهبري کوي.

د غزني عطاالله وايي: زموږ یو ملګری بندي دی، کلیوال مو دی، هغه خطرناک جنګیالی و، دده وسله وال ګروپ په سیمه کې فعال دی، عطالله وايي کلیوال طالب یې ټوپک نه چلوي خو د جګړې له حال احواله خبر دی. ((‌کله چې جنګ ونښلي زموږ د کلیوال بندي په فیسبوک پاڼه د جګړې دقیق او شیبه په شیبه معلومات خپرېږي، ده ته طالبان د جنګ احوال ورکوي او هغه د تبلیغاتو لپاره ورڅخه استفاده کوي))
په زندان کې دوه ډوله زندانیان بندیان دي، یو هغه چې د نشي توکو د قاچاق په تور لاس په لاس نیول شوي او دویمه ډله هغوی دي، چې بیرون یې ژوند له ګواښ سره مخ شي او په خپله ځان وسله والو ځواکونو ته په لاس ورکړي.

په هلمند کې د پولیسو یو چارواکی سمیع وايي، د نشي توکو د قاچاق ټولې معاملې په زندان کې ترسره کېږي او عادي کاروباریان یې یوازې مواد تر ځایه رسوي او پیسې اخلي. دده په خبره د نشي توکو د هر بانډ یو یا څو غړي په زندان کې دي او هغوی هم هلته تجارتي راکړې ورکړې لري.
حاجي تاج محمد وايي، ورور یې په پلچرخي کې دی، کله چې په دوه اونیو کې یوځل د هغه لیدو ته ورځي وضعیت ویني که د زندان ساتونکو پولیسو ته پیسې ورکړي، نو اسانه ده، چې حتی زندان ته تاریاک، توپنچه او هر بل څه ننباسي. تاج وايي: ((پولیسو سترګې نیولې وي، چې موږ یوه ناقانونه غوښتنه وکړو او پیسې ورکړو، هلته هیڅ موانع نشته…))
ازاد شوي زندانیان په پلچرخي کې د بندیانو ترمنځ شخړو ته هم اشاره کوي، دوی وايي، اکثره وخت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ شخړې وي، وهل کوي، یو بل وهي، تهدیدوي او زیاترو بدماشانو هلته بانډونه جوړ کړي دي.

په څرخي پله زندان کې له حاکم وضعیت نه یوازې چې زندانیان ناامنه، اندېښمن او متضرر دي، له زندانه بهر هم ډېرې پیښې د زندانیانو له داخلي جوړجاړیو یا اختلافونو سرچينه اخلي.
اکثره ازاد شوي زندانیان وايي، د زندان په دننه کې هراړخیزو پلټنو ته اړتیا ده، د ځینو زندانیانو ځایونه او بلاکونه دې بدل شي. بله خوا زندانیان ادعا کوي، چې د زندان د خوندیتوب لپاره باید ساتونکي‌پولیس تبدیل شي او حتی ډیر پولیس ددې وړ دي، چې په هماغه زندان کې د تنبو شاته واچول شي.
که څرخي پله زندان ته افغان دولت زر تر زره پاملرنه ونکړي او اصلاحات رانه ولي دا زندان به د مافیا په کور بدل شي.

تبصره وليکئ