د کابل په سړکونو، هیلې او ناهیلي


دا په افغانستان کې د جګړې موسم دی او د اګست میاشت د کابل په سړکونو کافي خونړۍ وه.

په تېرو څو اوونیو کې، مخکې له دې چې زه کابل ته راشم، د وسله‌والو مخالفینو حملو په پلازمېنه کې په درجنونو مړي او سلګونه زخمیان پرېښي وو او په دولت باندې یې د خلکو دا باور چې امنیت به راولي اوس بېحده کمزوری کړی.

یو سوله‌ییز کابل د یو سوله‌ییز افغانستان په مانا دی او ناامنه کابل بیا د یو ژور ناارامه ملت نښه ده. خو، د کابل خونړی اوړی هله کمرنګه ښکاره شي چې د خواوشا نورو ولایاتو سره یې پرتله کړو؛ په ځانګړې توګه له جنوبي هغو سره. په داسې وخت کې چې د غربي ملکونو پام بلې خوا ته دی افغانستان کې د جګړې تودوخه مخ په زیاتېدو ده.

حالات ښه نه دي

افغانستان د یو ښه راتلونکي لور ته د شک په سترګه ګوري. زه چې کله په ۲۰۱۴ کال کې په لومړي ځل افغانستان ته راغلم نو پلازمېنه کابل د یوې محتاطې خوشبینۍ له احساسه برخمن و. په ټاکنو کې د خلکو بې‌ساری ګډون د دې نښه وه چې عامه ذهنیت راتلونکي‌ حکومت ته د نویو امکاناتو، بدلون او هیله‌مندۍ په سترګه ګوري.

وروسته تر څه کم یوه کاله چې نن بیا کابل ته راګرځم، د هیلو هغه څلي راته په خفګان او ناهیلۍ باندې بدلېدونکي ښکاري. د کابل په هوايي ډګر باندې تر بریده وروسته پر پاکستان د ولسمشر غني قهر دا ښيي چې نور د افغانستان تر ټولو لوی مقام هم له دې پېښو په تنګ راغلی.

له هټۍ‌والول او ټکسي ډرېورانو څخه تر د پوهنتون استادانو پورې زما دا پوښتنه چې آیا د افغانستان امنیت، سره د اګست له خونړیو پېښو، سمې خوا ته روان دی او کنه له یو رنګ ځواب سره مخ شوه: حالات ښه نه دي.

دغه احساس د بېلابېلو فکتورولو زېږنده دی. د وسله‌والو مخالفینو په فعالیتونو کې زیاتوالی او د بهرنیو پوځونو وتل له افغانستان څخه یوه څرګنده خبره ده. د خارجي پوځونو له وتلو سره سم په زرګونه هغه افغان کارګر چې له دوی سره په کار بوخت وو هم بې‌روزګاره پرېښودل شول. دغې پېښې یوه اقتصادي خلا رامنځته کړه او ډېر کاروبار یې راوپرځولو.

یو بل فکتور هم دلته رول لوبوي. د افغانستان په معاصر تاریخ کې د دغې هېواد واګی تر ډېره د خارجي قواو په لاس کې پاتې شوی لکه: د سیمې د هېوادونو همېشنۍ مداخله، په شلمې پېړۍ کې د انګلستان مداخلې، په هماغې پېړۍ کې د پخواني شوروي یرغل، او په نیږدې ماضي کې د غربي ملتونو ائتلاف.

په څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان راتلونکی تر ډېره حده مطلق د افغانانو لاس کې دی. د خلکو په څېرو چې ما ته کوم وېرېدلی انځور ښکارېدلو نو تر ډېره د تېرو ټاکنو سرخوږی او د نوي حکومت د رامنځته کېدو سره د هیلو او حقیقتونو تر منځ د واټن زېږنده و.
د توقعاتو منطقي عیارول به د ثبات او امنیت لپاره ډېر اړین وي.

راورانه سخته لار

افغانستان ته ورله غاړې ګواښونه لوی دي. د ۲۸ میلیونو وګړو له نفوس سره، ۷۶ سلنه افغانان په کلیو کې اوسي او تر ۱۳ میلیونو ډېر له لوږې رنځ وړي.

له دغې بوږنوونکې لوږې سره د مبارزې د هڅو خنډ جنسي نامساوات دي چې د نړۍ تر ټولو زیات همدلته تجربه کېږي. په دې هېواد کې د تېرو درېیو لسیزو جګړو پایله دا ده چې نیمايي نفوس یې تر ۱۴ کالو کم عمر لري.

قومي او سیمه‌ییز تمایلات هم دلته له پامه نشي غورځېدای او د افغانستان د امنیت په بحث کې دا هم د پام وړ خبره ده.

د هیله‌مندۍ رڼا

د ننني افغانستان انځور دردوونکی دی. هو خو په تاریخي شالید کې د دې هېواد له پرمختګونو انکار نشي کېدای.
د هیلې یو بل دلیل هم شته. د افغانستان پوهنتونونه له باانرژۍ، وړ او تکړه محصلانو ډک دي. کله چې د پوهنتون له یوه فارغ سره غږېدلم نو د مسولیت او د وطن د ابادولو احساس یې متاثره کړم.

تعلیم به د جنسي نامساواتو، د ټولنیزو ستونزو، لوږې او افراطیت په له منځه وړلو کې تل خپل مهم رول لوبوي او دې هېواد ته به د نویو رهبرانو یو نوی نسل ډالۍ کوي.

د غربي ملتونو مرسته د اوسني افغانستان د ثبات او امنیت لپاره ډېر ضرور دي. خو د تعلیم په برخه کې به پانګونه د افغانستان د راتلونکي ضمانت کوي. د نړیوالو کډوالو بحران دا ښيي چې: نړۍ په هغو پېښو سترګې پټوي چې د مهاجرت سبب کېږي.

افغانستان د یو روښانه او هیله‌من راتلونکي په برید ولاړ دی. خو تورې لښکرې لا هم د دې هېواد د روڼ راتلونکي بدلولو له هوډه نه دي اوښتې.

چې افغانې هیلې لا هم شته، زموږ هم باید وي.

تبصره وليکئ