د کمپاین لوړ غږونه او عملاٌ پیکه امکانات د حکومت وینه روي

عبدالله جمالد ټاکنو ادبیاتو سره نور ملتونه او سیاسیون بلد دي؛ کاندید پوهېږي چې څه ووایي او رای ورکوونکي هم د ژمنو د عملي کېدو او نه عملي کېدو اندازه معلومولی شي. که څه؛ د ټولو ملتونو تجربه همدا ده چې د انتخاباتو په وخت کې د ولس توقعات لوړېږي او له ټاکنو وروسته، ګټونکي کاندید ته تر ټولو مهم نزاکت، د توقعاتو مدیریت دی. په سیاسي او حقوقي لحاظ، دولتونه باید توقعات رامنځته کړي؛ همدا توقعات د نظام د مشروعیت ستنې وي. د ډېرو هسې توقعاتو رامنځته کول چې ترسره کول یې ممکن نه وي، د توقعاتو نه رامنځته کولو په اندازه مضر او خطرناک وي. ځکه؛ کله چې توقع رامنځته شي، خلک یې بې صبرانه د اشباع فکر کوي؛ کله چې یې هیله ترسره نه شوه، مایوسه شي او نظام باندې یې باور کمزوری شي یا له منځه لاړ شي.

توقع په واقعیت کې هغه تار دی چې ملت او حکومت پرې ګنډل شوي وي. په درېیمه نړۍ هېوادونو کې یا هغو دولتونو کې چې ولسواکي په کې کم عمر لري؛ کاندیدان ډېرې ژمنې کوي او تر دې لویه ستونزه دا وي چې؛ خلک د انتخاباتو د کمپاین د ادبیاتو سره بلد نه وي؛ هغوی دا ټولې ژمنې جدي نیسي او توقعات یې په هماغه اندازه لوړوي.‌کله چې یو کاندید ګټونکی کېږي؛ خپل امکانات او کړې وعدې چې سره پرتله کړي، ممکنه نه ده چې ترسره یې کړي. هماغه وي چې د خلکو د غبرګون سره مخامخ شي او د نظام مشروعیت متزلزل شي. مونږ هم د درېیمې نړۍ د کلي اوسېدونکي یو؛ دلته ستونزې هغه دي چې پرې وغږېدو.

د ټاکنو په جریان کې؛ کاندیدانو داسې وعدې وکړې چې هغه ناشونې وې. یو داسې هېواد چې د امنیت کلۍ ګاونډیو سره وي؛ اقتصاد نه لري، خپله عادي بودجه له کورنیو عوایدو نه شي پوره کولای؛ کاندیدانو یې داسې ژمنې وکړې چې مونږ یې د نړۍ پرمختللو هېوادونو سره په یوه تله کې تللو. د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د وعدو اوږد لېست او د تحول او تداوم ټیم یو کتاب منشور، د خلکو توقعات اسمان ته پورته کړل. جالبه دا وي چې زمونږ ملت بیا دا هر څه ډېر ژر مني. ښایي په ټاکنو کې د ډېرو خطرونو سره، سره د ګډون مهم لامل همدا لوړ توقعات وو.‌

البته په نوره نړۍ کې خو ټاکنې یو ګټونکی لري او د بایلونکي کاندید پلویانو توقعات له ګټونکي نوماند څخه محدود وي؛ په افغانستان کې دوه کاندیدان، د ژمنو اوږدو لېستونو سره په حکومت کې یو ځای شول. یعنې؛ توقعات په مضاعف شکل لوړ شول او ستونزې په مضاعف ډول زیاتې شوې.

په دې کې شک نشته چې عبدالله او غني، دواړه ښه رهبران نه دي او د ملک په اداره کې پاتې راغلي دي؛ خو، په دې اندازه هم کمزوري نه دي چې اوس په خلکو کې پرې قضاوت کېږي.‌د خلکو د داسې قضاوت دلیل، د هغوی هماغه لوړې هیلې او غوښتنې دي چې البته کاندیدانو او د انتخاباتو ادبیاتو رامنځته کړي دي.‌

بهرنيو ځواکونو امنیتي مسؤلیتونه افغان دولت ته ولېږدول؛ هغوی د خپلو سرتېرو د شمېر په اندازه په افغانستان کې پیسې لګولې، کاري فرصتونه وو؛ د سرمایې د دوران لپاره زمینه مساعده شوې وه؛ اوس که هر ولسمشر وای، هغه فرصت نشته دی. د دې مسؤلیت نه د غني دی او نه د عبدالله؛‌ خو، ولس یې له دوی انګېري. اروپا ته د مهاجرت شدت، د غني د کمزورې رهبرۍ او د عبدالله د کمزوري مدیریت نتیجه بولي. حال دا چې که ولسمشر کرزی وای، ښایي وضعیت تر دې هم وران وای.

په سیمه ییز سیاست کې نوی حکومت ځینې تېروتنې وکړې؛ آی اېس آی سره یې د هوکړه لیک لاسلیکول هېڅ افغان نه شي تائیدولای؛ خو، پاکستان سره یې تر پخواني حکومت روڼ سیاست او ښکاره دریځ لرلی دی. مګر؛ اوس ټول د ولسمشر کرزي د وخت سیاست چې ابهام په کې ډېر و، غوره بولي او غني ناکام بولي. لامل یې بیا هماغه د ټاکنیزو کمپاینونو ادبیات دي.
تاسې به تر اوسه له چا نه وي اورېدلي چې ډاکټر نجیب یو کمزوری رهبر یا ضعیفه مدیر و؛ خو، د روسانو له وتلو وروسته مجاهدینو کندز ونیوه. تر اوسني دولته،‌ د ډاکټر نجیب د حکومت امکانات زښت زیات وو؛ حتی د مقایسې وړ نه دي. د کندز سقوط د دې حکومت د مدیریت او رهبرۍ سره مستقیم تړاو نه لري او په دې قضیه کې ستره استخباراتي لوبه ده.‌خو؛ د وروستني امنیتي ناورین او د کندز د سقوط مسؤلیت هم خلک د کمزورې رهبرۍ او نا سالم مدیریت نتیجه بولي.

البته په نظام کې ستونزې شته دي؛ مونږ د یوه غیر طبېعي حکومت په واکمنۍ کې شپې او ورځې تېروو؛ لږ تر لږه په نړۍ کې نوې تجربه ده او مونږ په سیاسي او تاریخي لحاظه دومره پاخه نه یو چې له داسې سختو تجربو دې بریالي راووځو.‌له یوې خوا ولس خپلې هیلې د دوی په څېرو کې ونه موندې، له بل پلوه معزول چارواکي او سیاسیون چې باید اوسني حکومت ته د کار فرصت ورکړي؛ د خلکو د احساساتو په امواجو سپاره دي او د حکومت په لا منزوي کولو کې لګیا دي.‌

د بېلګې په توګه: د افغان کلمه، د ولسمشر کرزي د کابینې له خوا د تابعیت له تذکرې واېستل شوه.‌کله چې پارلمان د حکومت نظر پاس کړ،‌ د خلکو ورته پام شو.‌هغه مهال یې خبره د سنا په مشر (مسلمیار)‌ ور واړوله.‌ سره له دې چې ولسمشر کرزي ته اساسي قانون واک ورکړی و چې د ملي شورا مصوبه رد کړي؛ رد یې نه کړه او ویې ساتله.‌ کله چې د غني حکومت راغی، د هغه د حقوقي مشاورینو د بې تجربه ګۍ له امله یې هغه یو نیم کلنه مصوبه (چې د قانون د حکم له مخې توشیح شوې ګڼل کېده) په ولسمشر غني لاسلیک کړه.‌ حال دا چې دا کار د غني‌ واکمنۍ پر مهال نه و شوی، خو؛‌ اوس یې په مخکې تر ټولو مهمه پرته لانجه همدا ده.‌تر ټولو جالبه دا وه چې په لاریون کې د افغان ملت پخوانی مشر او د وخت د کابینې غړی (وزیر) انور الحق احدي هم ګډون کړی و.‌ هغه خپله د کابینې په غونډه کې د افغانیت په ضد رایه ورکړې وه.‌ څومره بې انصافي ده چې هغه د خپلې کړې ګناه پړه په اوسني حکومت اچوي. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مشر عبدالستار سعادت هم هغه مهال د ولسمشر د دفتر حقوقي سلاکار و؛‌ هغه هم په دې لاریون کې ګډون درلود.‌که څه نوموړي هغه مهال هم د افغانیت د نه ذکر کېدو په اړه مخالفت کړی و؛ خو، اوس چې خپله څوکۍ پرېږدي او سړک ته راوځي،‌ هغه مهال به یې له دندې استعفاء کړې وه او خلک به یې په لوړ آواز له دې ستونزې خبر کړي وو.‌

غني په دې کې بې تجربګي وکړه؛ خصوصاْ طلوع ټلویزیون سره یې په مرکه کې دا مسئله ځان لپاره نوره هم سخته کړه او حتی نږدې دوستان یې د لاسه ورکړل؛ خو، د دې مشکل اصلي عامل ډاکټر غني نه دی.‌
ولې خلکو پخوانی حکومت هېر کړی او د غني ګرېوان یې نیولی؟! بیا هم خبره د خلکو هماغه غوسې ته راځي چې د ډېرو ژمنو نه رامنځته شوې ده.

اوسنی حکومت واقعاْ مشکل لري؛ له پیله یې مشروعیت تر سوال لاندې و.‌ تولد یې طبېعي نه و او جوړښت یې هم ستونزې لري؛‌ لا تر اوسه د دفاع وزیر نه لرو.‌ خو؛ د نه شتون نه یې شتون ښه دی. افغانستان هغه چا ته ورته دی چې ناروغ وي، خو؛ د ښه کېدو په حال کې وي. د ناروغ لپاره دا وضعیت ډېر حساس وي؛ که یې مراقبت سم نه و، ناروغۍ ته یې بېرت ګرځېدل حتی د مرګ مانا یې لري.

د ولس توقعات تر یو ځایه منطق نه لري او د ولسواکۍ د داسې پروسو له ادبیاتو سره بلد نه دی؛ غوښتنې یې ډېرې لوړې دی. په ځینو مواردو کې برحقه هم دي او حکومت یې باید ناهیلی نه کړي. خو؛ ډېر داسې سیاستوال دي چې هغوی (لکه احدي) تر ستوني په فساد کې ښکېل وو او د اوسني وضعیت اصلي عاملین همدوی دي؛ اوس دا حکومت د هر څه مسؤل بولي. داسې بې احساسه او د یوې څوکۍ د لاسته راوړنې لېونی حرکت، د ټول ملت له امنیت او ثبات سره لوبه ده. دوی به بله ورځ له هېواده په غلا کړو پیسو په نورې نړۍ کې آسوده ژوند کوي او د کوم بیچ په غاړه به ویټامین ډي اخلي؛ مونږ به په سرو لمبو کې سوځو او کله نا کله به یې بیا غږ د بي بي سي او یا کومې بلې رسنۍ نه اورو.‌دا نسل به بیا تباه وي او راتلونکي بېخبره نسل ته به بیا دوی هوښیار خلک او کارپوهان ښکاريږي.

دا نظام ملاتړ ته ضرورت لري؛ لاس ورکولو ته اړتیا لري.‌ زه یې د تصحیح کولو پلوی یم؛ دوی باید له خوبه ویښ شي.
خو؛ د همدې ناروغ غني د سر دعا په کار ده. د همدې بد او بېکاره نظام بقا ته ضرورت لرو.

تبصره وليکئ