د کندوز جګړې د افغان ځواکونو کمزوري او د سولې ستراتيژۍ عیبونه رابرسیره کړل

طلا پاميرکه د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د پوځي مورچلو، ولسوالیو او ځینو سیمو لاس په لاس کېدل دوروستیو کلونو یو واقعیت دی او د هیچا حیرانتیا نه را پاروی خو، دکندوز ولایت په پلازمینه د طالب جنګیالو یرغل او له درنی جګړی پرته د کندوز پر ښار فبضه، په یوه وخت کی په (۴) ولسوالیو کې دولتي ځواکونو ته ماته ورکول د افغانستان سیاسي قشر، عام وګړي او همدا شان دافغانستان بهرني دوستان هک پک او اندیښمن کړي دي.

ولې د تیر یوه کال په بهیر کې دولتي پوځي او امنیتی ټولګي هر چیرته او په ځانګړې ټوګه دافغانستان په شمال کې، پر له پسې د جګړې په لومړیو شیبوکې د جګړې له ډګره تښتي او خپل جګړه ایز توکی دښمن ته پریږدی؟

د کندوز په جګړه کې افغان امنیتی ځواکونه د شاو خوا ۵۰۰ طالب جنګیالو پر وړاندې چې نه زغره ایز ګاډي لري، نه د لرې واټن ویشتونکي توغندي، نه زغره ایزې جامې اونه هم منظم لوژستیک لري، و نه دریدل او په شرمونکې ټوګه یې د جګړې له ډګر نه پښې سپکې کړې. د ا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې (کندوز ، تخار اوبغلا) ددولت له لوري لږ تر لږه ۲۰۰۰۰ وسله وال (پوځ ، پولیس او سیمه ایز پولیس) دیره او د طالبانو په پرتله ښه سمبال دي. زغره ایز ګاډي، لری واټن ویشتونکي توغندي او نور ډیر پر مختللي جګړه ایز توکي د دوی په واک کې دي. د لوژستیک له پلوه هم بسیا دي او د اړتیا په صورت کې هوایي مرسته ور رسیږي.

په کندوز او ځینو نورو ولسوالیوکې د جګړې له ډګر نه ددو لتي ځواکونو د تیښتې په پایله کې دولت ته په ملیاردونو افغانۍ اقتصادي تاوان ورسید، تر دوه سوه زیات زعره وال ګاډي، شوبلې، په زرګونو میله سپکه او درنه وسله او نور پوځي توکي طالبانو ته په لاس ورغلل. په لسګونو ملکي خلک ووژل شول، په زرګونو کورنۍ بې ځایه شوې. د افغانستان خلک وویریدل او په دولت یې اعتبار له لاسه ورکړ. په ټو لنه کې تو کمیزو ناندریو ،تورونو او بې باورۍ ته زمینه برابره شوه. لنډه داچې د کندوز پیښې دا تریخ واقعیت په ډاګه کړ چې دافغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د ناټو ځواکونو له ملتیا پرته او په یوازې سر زمونږ د خلکو د سوله ایز ژوند او مدني حقونو د خوندیتوب، ددولتي نظام د ساتلو او زمونږ په ملک کی د بهرنۍ لاس وهنې د کابو کولو مکمل توان نلري.

شک نشته چې طالبان له لوژیستیکي اړخه د اوږدې مودې لپاره دد ولتی پوځ او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د جګړې وس نه لري خو دولتي ځواکونه هم نشي کولای چې خپلې لاسته راوړنې وساتي او په سیمه ایزه کچه ډاډ منه او تلپاتې سو له او امنیت تینګ کړي.

د تیر یوه کال په بهیر کې ځینې ولسوالۍ د طالبانو او دولت تر منځ لاس په لاس ګرځي. زمونږ وسله والو ځواکونو جګړه ایز خوځښت (ابتکار) له لاسه ور کړی او په دفاعي وضعیت کې دي؛ ګوري چې طالبان کله، چیرته او پر کوم ځای برید کوي.

همدا شان، دولت دسولې په ډګر هم سیاسي ابتکار له لاسه ورکړی دی. دا طالبان دي چې پریکړه کوي له چا سره، څه وخت ، چیرته او په کومو شرایطو دسولې خبرې وکړي او که یې و نکړي. ددی ټولو نا خوالو اصلي عامل په دولت کې د ننه د جګړې او سولې په باب د یوې تعریف شوې او منل شوې سترا تیزۍ نشتوالی ، په دولتې نظام کې ګدوډي او د واک ( اقتدار) نا قانونه ویش دی.
چاره څه ده؟

زما په اند:

۱- اړینه ده چې دافغانستان په سیاسي قشر او په ځانګړې توګه په دولت کې د جګړې او سولې د سترا تیژۍ پر سر د همغږۍ او باور فضا را منځ ته شي. نن په دولت کی د سولې په اړوند ژور اختلاف او بیلتون لیدل کیږي. که ولسمشر، چی هیواد او خلکو ته د جنګ په بیه پوهیږي، سولې ته لیوال دی، داجرائیه ریس پر شا وخوا راټولې جهادي کړۍ، جنګسالاران، د هیروینو او ځمکې ما فیا د خپلو ناروا ګټو د خوندیتوب په غم کې دي او په سوله کې د ځان تاوان ویني.

ښکاره ده چې سوله د دغو کړیو لپاره خپله بیه لري. لږ تر لږه د هغوی د واک انحصار له منځه ځي. د نظام جوړونې بهیر ګړندی کیږي او په ټول هیواد کې دولتي واکمني پراختیا مومي، د مشروع خشونت (زور) کارول دولت ته لیږدول کیږي. دا د سولې مثبت اړخونه دي. منفی اړخ یا بیه یې د ټولنې لپاره داده، چې ښایي د وګړو ځینې مدني حقونه وننګول شي. په دولت کې د سولې مخالفین دسولې په مثبتو اړخونو کې خپل تاوان ویني. هغوی د مدني حقونو ا و ملي تاوان په باب کومه اندیښنه نلري، دهغوی لپاره سوله په دې مانا ده، چې طالبان خپله وسله پر ځمکه کیږدي او د جنګسالارانو او مافیا حاکمیت هم داوم و مومي خو، تیرې یوې لسیزې و ښوده، چې طالبان دې ته تیار نه دي چې وسله پر ځمکه کیږدي. دولت او ددولت تش په نامه بهرنیو سترایژیکو ملګرو ونه غوښتل او یا ونه توانیدل چې د طالبانو پر ملاتړي ( پاکستان) زور واچوي او طالبان د خپلو غوښتنو سره سم سولې او بې وسلې کولو ته اړ کړي.

۲- اړینه ده چې په ننیو حالاتو کې، ټول دولتي لوړپوړي چارواکي د ولسمشر تر شا ودریږې، د دولت د کړنلارې مسئولیت په غاړه واخلي اوپه یوه خوله خبرې وکړي. له بده مرغه نن وضعیت داسې دی، چې هر دولتي چارواکی د دې پر ځای چې ددولت د کړنلارې مسئولیت ومني، د ناخوالو (ناکامۍ) په صورت کې یو پر بل تورونه لګوي او هر یو د خپل پوستکي په غم کې وي. دولسي جرګې رییس ولسمشر باندې نیوکې کوي وآن تر دې چې د ده او ولسمشر تر منځ د تلفون پر لیکه خبرې اترې په فیسبوک کې شریکوي. اجرائیه ریس وایي چې ددولت له کړنو خوښ نه دی او په دولت کې ځینې کسان له طالبانو سره همغږي او خوا خوږي لري. امنیتي چارواکي په ولسي جرګه کې د خپلې نا غیړۍ پړه پر ولسمشر اچوي چې ګني هغه (ولسمشر) دوی ته د طالبانو د مخنوي او ځپلو په موخه دنده نه ده سپارلې.

۳- وسله وال پوځ او امنیتی ځواکونه و هڅول شي (انګیزه ورکړل شي)، په پوځ او امنیتی ځواکونو کې د افغانستان د ملي ګټو ، ارزښتونو او سمبولونو پر بنا مثبت تعصب (ممدوح تعصب) وروزل شي. پوځي مشران اوسر تیري او همدا شان امنیتي ځواکونه باید پوه شي چې د وطن (افغانستان) لپاره جنګیږي. د یو موټي او واحد ملت د ګټو او ارزښتونو، دملي حاکمیت، د آساسي قانون له نظام او مشروع حکومت نه ساتنه کوي. په ځواشینۍ سره باید ووایم چې په دولت کې د ننه د افغانانو د ملي هویت پر سر ناندرۍ، د هیواد تاریخ، نوم، نښان او بیرغ ته په سپک نظر کتل، تو کمیز بیلوالی په ګوته کول د افغانستان د وسله والو او امنیتی ځواکونو لپاره ښه پیغام نه دی. زمونږ د پوځ او امنیتي ځواکونو په پوهنځیو او پوهنتونونو او د هوساینې په ځایونو کې دافغانستان دریښتینو غازیانو او منل شوو ملي مشرانو پر ځای د جګسالارانو او دوطن د غدارانو عکسونه ځړیږي (بند دی) ؛ دهماغه کسانو عکسونه چې په آتیایمو کلونو کې د پاکستان او آی اس آی په مټ د خپل وطن- افغانستان او خلکو پر ضد جنګیدل او ډیر ستر جنایتونه یې تر سره کړي دي.
د افغانستان په سیاسي مشر تابه کې د ملې ارزښتونو پر سر ناهمغږي، په پوځي مشرتابه او سر تیرو کې د یوه موټي هیواد، واحد ملت او ملي ارزښتونو لپاره د سرښندنې انګیزه او روحیه له منځه وړي.
منل شوی دود داسې دی، چې یو کس یا په حکومت کې وي او د حکومت د کړنلارې مسئولیت په غاړه اخلي او یا داچې د حکومت د تګلارې سره همغږي نلري نو د حکومت اپوزیسیون ته ځي. هم په حکومت کې او هم د حکومت اپوزیسیون، داسې کړه وړه یوازې د افغانستان په نظام کې دود شوي دي.

۴- په پوځ او امنیتی ځوا کونو کې دې قانون، عسکري نظامنامي او دسپلین په کلکه او په بشپړ ډول پلي شي. په ا تیایمو کلونو کې مې په فراه په ولایت کې د سربازۍ دنده تر سره کوله. یوه ورځ خبر شوم چې د یوه پوځي ټولګي مشر (قوماندان) ته د اړونده پوځي محکمې لخوا په دی ګناه چې یو سرتیری یې له یوه میل وسلې سره تښتیدلی دی، د ۱۶ کالو بند سزا ورکړې ده. نموړی قوماندان ګوندي غړی وو او د میړانې دوه مډالونه یې هم په ټټر ځلیدل.
په میاشتو، میاشتو یې خپل کور او کهول نه وو لیدلی. ما د خواخوږۍ په وجه هڅه وکړه چې ور سره مرسته وکړم. دسیاسی چارو سلاکار ته مې وویل چې دا یوه ډیره ناعادلانه پریکړه ده. یو میل وسله ورکه شوې څه قیامت خو نه دی شوی. نوموړی قوماندان دې د ورکې شوې وسلې بیه وګالي او د یبې سزا د ورکړل شي. سلاکار راته په ځواب کې وویل: خبره د وسلې په بیه کې نه ده. افغانان وایي چې د پوځ وسله د وطن ناموس دی. که نن چا د ورسپارل شوې یو میل وسلې په ساتلو کې بې غوري وکړه او پوښتنه ترې ونه شوه، سبا بل کس زغره ایز ګاډی (ټانک) دښمن ته ورسپاري، بله ورځ کوم بل ځوک د یوه پوځي ټولګی ټول جګړه ایز توکي د جګړی په ډګر کی دښمن ته پریږدي او داسی نور او نور.
په عسکري نظامنامه کې هره ګولۍ او “پوچک” په شمار دي. د کندوز او اړونده ولسوالیو په جګړه کې امنیتي ځواکونو څه نا څه دوه سوه زغره ایز ګاډي، شوبلې او رنجر ګاډي، په زرګونو میله درنې اوسپکې ماشینګڼې، په زیاته پیمانه ګولۍ او نور ټوکي ترشا پرېښودل او طالبانو ته په لاس ور غلل. پوځي او امنیتي ټولګیو د لوړ مقام لخوا د شاتګ له امر پرته په خپل سر او په شرمونکي ډول خپل سنګرونه پریښو دل ا و د جګړې له ډګر نه یې پښې سپکې کړې.

۵- په پوځ او امنیت ځواکونو کې دې دسپلین ته پاملرنه وشي، پوځیانو ته دې د بشري حقونو (د جګړی د قانون) په باب اړینه پوهه ورکړل شي. زمونږ ځینې پوځي او امنیتي ټولګي ایله جاري لښکر ته ورته دي. عسکري دسپلین نه پیژني. په ځپل سر (صحرایي) محکمې جوړوي، ددوښمن یرغمل وهي ټکوي او وژني. د دښمن په مړو جنګیالو ملنډې وهي، تر څنک یې عکسونه اخلي او په فیسبوک کې شریکوي. د طالبانو سره د همغږۍ په تور ملکي او بې وسلې وګړي ځوروي. پوځي رازونه نه ساتي. هر ټولی مشر او سرتیری په ډیره بې پروایۍ له میډیا سره د جګړه ایز حالت په اړوند خبرې کوي.

۶- دو لت دې د سیمه ایزو پولیسو، اربکیو او ملیشو جوړولو کړنلارې ته د پای ټکی کیږدي. دا شان ډلې ټپلې دې ژر ړنګې او ملکي وګړو ته د وسلو ویشل دې بند کړي. په امنیتي سکتور کې د دندې تر سره کولو رضا کاران دې په انفرادي ډول د پوځ او امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سرتیري په توګه ومنل شي. د جنګسالارانو شخصي وسله والې ډلې دې ړنګې او بې وسلې شي. نا قانونه وسله وال، دوسلې ساتونکي او لیږدونکي دې ونیول شي او د قانون سره سم دې سزا ورکړل شي.
د کندوز او په ټوله کې د افغانستان په شمال کې ورستیو پوځي خوځښتونو او ناکراریو وښوده، چې ملیشه، اربکیان او د سیمه ایزو پولیسو په نامه ډلې ټپلې پخپله په سیمه کې د نا امنۍ، د خلکو پر ژوند او حقونو د تیري، پر ماشومانو او ښځو د جنسي خشونت، د نشیی توکو د کاروبار، د جنګسالارانو او مافیایي کړیو د حاکمیت د پا یښت لوی عامل دی. دوی ددولتي حاکمیت د پراختیا مخه نیسي. په سیمه کې د میشت قومونو او توکمو ترمنځ دوښمنۍ راپاروي، ددولت او خلکو تر منځ واټن را منځ ته کوي. داټول د طالبانو او نورو تروریستي ډلو لپاره غوره چاپیریال برابروي. ملیشه او اربکي ډلې هیڅکله او په هیڅ ځای کې د طالبانو پر و ړاندې نه دي دریدلې.

۷- دولت دې د سولې لپاره هڅې له سره پیل او ګړندۍ کړي. داسې هڅې کیدای شي په سیمه ایزه کچه هم وازمایل شي اوښې پایلی ولري. په دنډ غوري کې ددولت او سیمې د خلکو ترمنځ امنیتي هوکړه تر ټولو غوره بیلګه ده. دا د سولې په بهیر او پایښت کې د خلکو مخامخ ګډون دی.
شک نشته چې پاکستان د طالبانو د جګړه ایزو خوځښتونو تر شا ولاړ دی. په دې کې هم شک نشته چې د طالبانو په منځ کې د سیمې هیوادونو وګړي او دنورو تروریستی ډلو غړي شته، خو د افغانستان دولت هم یوازې نه دی. د نړی ۴۵ دولتونه، ناټو او دنړۍ تر ټولو ځواکمن هیواد اتازوني (امریکه) له افغان دولت او افغان ځواکونو سره مخامخ هر راز پوځي او مالي مرسته کوي. مونږ ته نه ښایي چې د خپلو سیاسي او دولتي کمیو، ناغیړیو، په نظام کې دګډوډیو او هر اړخیز فساد، د خلکو سره ددولت د واټن اوداسې نورو مسایلو ټوله پړه پر پاکستان ور واچوو. په واقعیت کې دغو ناخوالو پاکستان ته په افغانستان کې دلاس وهنې او ورانۍ زمینه برابره کړې ده. د ولت ته نه ښایي چې نور د افغانستان خلک او خپل ځان وغولوي. دولت باید دا تریخ وا قعیت ومني، چې د طالبانو ډیری (ستر اکثریت) جګیالي افغانان، د سیمو او کلیو و ګړي دي. طالبان په کلیو او د کلیو د خلکو په منځ کې ځای لري. هیح عقل دا نشي منلی، چې طالبان دې د افغانستان په شمال کې په دومره لویه کچه جنګي توکي او په ځانګړې توګه خپل لوژیستیک هره ورځ او مخامخ د پا کستان له خاورې برابر کړي او په جګړه کې تر ماتې خوړلو وروسته ټول پاکستان ته شاتګ وکړي.

تبصره وليکئ