سعودي شیطاني امپراتوري زموږ تر ټولو ستر دوښمن

سعودي شیطاني امپراتوري زموږ تر ټولو ستر دوښمنسعودي د ترهګرۍ په هره برخه کې پراخه ونډه لری، ښې بیلګې یې ترهګرو ته د پیسو ورکول، د پوځیانو (ترهګریزه) آمادګي ده او یا د ترهګرو د مشرانو فکري روزنه.
پدې کې شک نشته چې اسرایل او امریکا تر ټولو زیاته بې باوري په ایران لري خو بل لوري ته شمالي کوریا په زغرده د زروي وسلو جوړولو کار پرمخ وړې او دا هر څه د یو ظالم او دیکتاتور مشر تر سیوري لاندې پر مخ وړي. د پوټین له لورې د ځمکنې پراخوالي خواهشاتو ولسواک هیوادونه په وېره کې اچولي دي. همدا رنګه یوه نوی غمیزه چې د داعش په نوم یادیږي او د اسلامي سخت دریځۍ وحشي اولاد ګڼل کیږي، ټوله نړۍ په وېره کې اچولي ده. دا ټولې خبرې څه معمولي خبرې ندی. بلکې له دې هم لا خونړی خطر چې په لومړي کتار کې راځي د سعودي انتشار، کرکه، بې رحمي، ځواک او خطر کیدای شي.

دوی په ډېرې چالاکۍ سره د انساني خپلواکۍ او خواهشاتو د ځپلو او ختمولو په موخه د اسلام په نوم د خپل فرمایش تر ټولو ناوړه لیدلوری چې له اسلام سره ټکر لري د خپلو پیسو او مرستو په زور په نړۍ کې خپور کړی دي، ولې غرب بیا د عرب پاچاهانو په لمن کې پروت ښکاري. تر ټولو زیاته د حیرانتیا خبره خو دا ده، چې پدې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو لخوا سعودي ته د ملګري ملتونو د بشري حقوقو شورا مشري ور په غاړه شوه، چې د واشنګټن لخوا هم ورته ښې چارې وویل شوي.
د امریکي ویاند مارک ټونر زیاتوي: موږ له دوی سره (سعودي) د بشري حقوقو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خبرې وکړي او موږ هیله لرو چې له دې مشرۍ وروسته به دوی ته موقع په لاس ورشي تر څو نړیوالو او خپلو داخلي بشري حقونو ته پاملرنه وکړي.

خو ددې باوجود داسې ښکاری چې هر څه ګډوډ روان دی. سعودي هره دویمه ورځ یو انسان اعداموی. هغه ځوان چې د علي محمد النمر په نوم یادیږي او د عرب سپرنګ یا عرب سپرلي په تظاهراتو کې یې د ولسواکۍ د راوستو په موخه ګډون کړی و، د سعودی لخوا به ډېر ژر یې سر پرې شي. نوموړی ته پداسې حال کې جزا ورکول کیږي، چې نوموړی هغه وخت یو تنکی زلمی و. همدا رنګه ریف بداوي چې د انټرنیټ له لارې یې د ولسواکي په حق کې غوښتنه کړې وه، د سعودی حکومت لخوا د ۱۰ کالو په قید او ۱۰۰۰ درو وهلو په جزا ورسید. تیره اونۍ په مکه کې د حج په جریان کې ۷۶۹ حاجیان ووژل شول. په سر کې سعودی چارواکو دا پېښې د خدای رضا وګڼله خو وروسته یې وویل چې مرګ حق دی. د یادوني ده چې مکه د ساده ګۍ او روحي تسکین ځای و. خو نن خود غرضه سعودي چارواکو د مکي تاریخي ځایونه د خپلې خودغرضۍ په موخه ړنګ کړل او پدې کې یې د بې روحه اسلام پالنې مرکزونه آباد کړل او د عیاشي لپاره یې لوی لوی میلمستونونه، دنګې ماڼي او لوی لوی تجارتي مرکزونه رامنځته کړل تر څو خلک دلته یوازې او یوازې لوړ لګښتونه وکړی نور هیڅ!

رښتیا خو دا دي چې دلته هیڅ ډول غریب نشې کولای چې له دې ځای لیدنه وکړي. سعودی ته پکار ده چې د ځای مطابق د حاجیانو شمېر وټاکي خو که چېرې دوی داسې کوی نو بیا د دوي مالي ګټې له ګواښ سره مخ کیږي.
بل دا چې د سعودی خطرناک نفوذ ورځ تر بلې په خپریدو دي او څوک نشته چې مخنیوي یې وکړي. پاچا سلمان په جرمني کې د تازه دم مهاجرینو د رسیدو سره سم د ۲۰۰ جوماتونو د جوړولو خواهش وکړ. که چېرې وکتل شی نو نوموړي د مهاجرینو د بنسټیزو اړتیاوو لپاره هیڅ ډول مرسته ونکړه خو د وهابيانو تر چتر لاندې د سخت دریځۍ لپاره هر څه کولو ته آماده دی. آیا دا د سعودی خطرناکو موخو ته د رسیدو یوه ښه بیلګه نده؟ هغه ښوونځي چې د سخت دریځه وهابیزم درس ورکوي، په نړۍ کې د سعودي لخوا حمایه کیږی او اوس په نمونوي ښوونځي بدلي شوی دی. د دې ښوونځيو د برکاتو له امله زړونه او ماغزه د بې ځای شک مرکز ګرځي، داسې نه یوازې مسلمان د مسلمان بلکې مسلمان د معاصر پیر هم دوښمن ګرځي.

یو معاصر فرانسوي لیکوال موراکي په ۲۰۰۲ کې لیکي: سعودي د ترهګرۍ په هره برخه کې پراخه ونډه لری، ښې بیلګې یې ترهګرو ته د پیسو ورکول، د پوځیانو (ترهګریځ) آماده کول دي او یا د ترهګرو د مشرانو فکري روزنه ده. خو ولې په هره معامله کې د سعودی یو نه یو رول جوړیږي. نوموړی وايي چې سعودي تر ټولو زیاتې د کرکې په څیر نیمګړتیاوې درلودي. همدا ډول که چېرې موږ د 9/11 قضیه را واخلو نو پدې کې هم تر ټولو زیات ترهګر د سعودي وو او وروسته یې ریښې له القاعده سره یو کیدې.
9/11 ته په کتو له څورلس کالو وروسته مالومیږي چې سعودي لا پسې خونړی شوی دی او غواړي چې په نړۍ کې د فرهنګونو جنګونه په خپله ګټه را وڅرخوي. دوی پدې بوخت دی چې څنګه ترهګر ورزوی او د دوی ډلو او ګوندونو ته پیسې ورکړی تر څو د ترهګرۍ له لارې د میرمنو او ماشومانو همداسې روښانفکره ارزښتونه او ولسواکي تر پښو لاندې کړي. د دوی د ظلمونو ښکارندوي په یمن کې د هغو ړندو بمباریو څخه څرګندیږي چې له امله یې په زرګونو عامه وګړي تر خاورې لاندې شول او زیاتره نور یې له ښه ژوند څخه بیزاره کړل.

د زیلک په نوم یو شننونکی وايي: خبره دا ده چې اوس به د سعودی د دې لوړې طبقي شیطاني لاسونه څوک غوڅوي؟ رښتیا خو دا دی، چې په خپله شاهی کورنۍ، حکومتونه، د ولسي جرګو غړي، یو شمېر ادارې او عادي وګړي دسعودي د چارواکو پدې چالاکۍ کې غرق شوي دي. ولې چې ما تر اوسه پورې هیڅ یو ټلویزیون ونه لید، چې پر دې ظلمونو یې راپور نشر کړی وي.
موږ پر دې پوهیږو چې دا هر څه چې روان دي ښه ندي بلکې هره هغه پیښه چې د دې ظلم د ختمولو لپاره رامنځته کیږي ځپل کیږي. یو څو لیکوالانو زیار ایستلی دی چې دا مصنوعي پر عیاشه وده بربنډه کړی. ښه بیلګه یې د کریګ انګر کتاب (د بوش کور، د سعود کور دی) ده. دا کتاب په ۲۰۰۴ کې چاپ شو او پدې کې روښانه شوې ده، چې څنګه سعودي د نړیوالې ذهني ترهګرۍ کور دی او دې ته هم پکې اشاره شوې ده، چې څنګه بوش په نا انډوله توګه شاهي کورنۍ سره اړیکې درلودي. ډېر خلک باور لری، چې دا رښتیا د کارل برنیسټین او باب ووډورډ له رښتینو څخه ډېر جالب دی. دي دواړو ژورنولیستانو د ریچرډ نیکسن له دوروغو پرده پورته کړې وه.

دا دوښمن هیڅکله نه ډاریږی او نه یې کومه چاره لرو، چې له دې کړنو یې را وګرځو. دا پداسې صورت کې چې زموږ سیاسیون او مشران هم پدې پوهیږي چې شیطان دی خو ولې دوی تر اوسه پورې څه کړی دي؟ تشې خبرې کوي او عمل نشته! د حکومت د مخنیوی په نوم یوه برنامه اوس غواړی چې پر سخت دریځه زده کړیالانو بندیز ولګوي او هغه خواخوږي هم له منځه یوسي چې ترهګرۍ ته لاره اواروي. لا تراوسه د دې برنامي له لارې ۴۰۰۰ ځوان مسلمانان روزلي شوي دي چې پدې کې تقریبا یو ۳ کلن مسلمان هم شامل و. د میلادي کال د مې په میاشت کې د یو ښوونځي زده کوونکی له دې امله د پوښتنو لپاره یوړل شو، چې آیا د داعش سره کوم ډول اړیکې لري کنه؟ البته دی زده کوونکي د چاپیریال د ترهګریز کولو په اړه د یو چا سره مباحثه کوله.
داسې وخت را ورسیده چې اوس عالمان، وکیلان، ډاکتران او نرساني هم ترهګر کیدای شي. پدې وروستیو کې په سټافورډشیر پوهنتون کې یو محصل محمد عمر فاروق له دې امله ونیول شو، چې نوموړي د پوهنتون په کتابتون کې د ترهګریزو څیړنو په نوم یو کتاب لوست.
د سعودی د برکاتو له امله امریکا کې یو څورلس کلن احمد محمد له دې امله ونیول شو چې په کور یې یو ساعت جوړ کړی و. (پر دې ریچرډ ډاکن انتقاد هم کړی و) داسې ښکاری چې غرب یوازې او یوازې د یو څو خلکو لپاره آزاد دی او مسلمان نومیدل یو ستر جرم دي.

موږ وایو چې سخت دریځي تر ټولو ستر ناورین دی. هغه مسلمانان چې په غرب کې اوسیږي او غربي تفکر لری تر ډېره زیار باسی چې د مسلمان ځوانانو فکرونه چې ترهګریز شوي دی باید روښنفکره کړي خو دوی وايي موږ بې وسه یوو. موږ ویلی شوو چې زموږ رهبران به هیڅکله د سعودي له سخت دریځۍ سره په ټکر کې نشي، ان تر دې چې ښه پوهیږي سعودي د اسلامي بنسټ پالني ځاله ده. شاید علت یې د سعودي د تیلو ګټه وي او دا ګټه د سترو قوتونو ترمنځ برابره تقسیمیږي. سیاسي منافقین او بد اخلاقه سود خوران په رښتیا هم غداران دی او دوی په رښتیا هم زموږ ملي سلامتي، وطندوستي او جوړښت ته تر ټولو ستر ګواښ پیښوي. نو اوس دې شرم ته څه ځواب ویل پکار دئ؟

تبصره وليکئ