سوریه به د پوتین افغانستان نه شي؟

پوتين او بشر الاسدمنځنی ختیځ د پوتین لپاره یوه بله د شطرنج نړیواله تخته ده چې غواړي د لودیځ پالیسۍ پرې کېش- مات کړي.
د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې، پخواني شوروي اتحاد یو زیات شمېر ((سلاکاران)) افغانستان ته ولېږل. د ۱۹۸۰ لسیزې په پیل کې دا سلاکاران په سلګونو زرو پوځیانو بدل شول او جګړه یې وکړه، چې پکې شوروي اتحاد په ګونډو شو.
نن، روسیه دا حقیقت نشي پټولای چې په سوریه کې ((سلاکاران)) لري. ډېرو روسي جنګي بېړیو د سوریې په سواحلو لنګر وهلی او د روسیې جنګي الوتکې او چورلکې د سوریې په هوايي ډګرونو کې خال خال لېدل کېږي. د ټولنیزو شبکو کاروونکي په سوریه کې د روسي سرتېرو د لیدو کیسې هم وايي. د دې رپوټ تر اوسه هېچا ندی ورکړی چې روسان په سوریه کې پوځي اډه جوړوي او کار یې روان دي.

د روسي ځواکونو دقیق او کره شمېر او په ورځنۍ جګړه کې د دوی د ښکېلېدو کچه لا نده روښانه. که چېرته هغه یو زیات شمېر روسي سرتیري وي، دوی به تر ډېره پټ پاتې نشي بلکې بالاخره به را څرګند شي.
په سوریه کې د کرملین عسکر داسې دي لکه دې بیزو ټپ یانې پټ نه پاتېږي. حتا دوی ونه کولی شول په ختیځ اوکراین کې چې هلته دوی له ځایي اوسیدونکو سره ګډ کولتوري، قبیلوي، نژادي، ژبني او مذهبي مشابهتونه لري، خپل ځواکونه تر ډېره پټ وساتي. په سوریه کې به یې هم ونه کولی شي.

په سوریه کې د روسیې موخې:
کله چې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وویل چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد دې له واک څخه لاس پر سر شي، اوباما د خپلې کړې خبرې لپاره هېڅ ونکړل. خو کله چې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین وویل اسد دې په واک کې پاتې شي، پوتین د خپلې دې خبرې تر شا ودرېد او ډېر څه یې وکړل. د اوباما کمزورۍ او د پوتین ملاتړ او ځواک ښودنې، امریکا د سوریې له ننني حالت سره مخ کړه.
په سوریه کې د روسیې وروستۍ موخه د اسد د رژیم ژغورل او دوام دی. که چېرته یې اسد وبایلي، روسیه به د مدیترانې په سمندر کې د خپلې یوازینۍ سمندري اډې چې د طارطوس ښار په بندر کې ده، وبایلي. دا په مدیترانه او منځني ختیځ کې د روسیې یوازینی د پښو اېښودو ځای دی او دا به د مسکو لپاره تر ټولو لوی ګذار وي.
که چېرته اسد په واک کې پاتې هم شي، هغه به هېڅکله ټوله سوریه تر خپل کنټرول لاندې داسې ونه شي ساتلی لکه پخوا. پوتین پدې پوهېږي. پر همدې بنسټ، اټکل کېږي چې په لا ذایقه سیمه کې مسکو د اسد کلک ملاتړ وکړي، چې دا ملاتړ به هغه تر ډېره پیاوړی کړي. د پوتین لپاره له نېکه مرغه دی چې هلته د نوموړي سمندري اډه هم موقعیت لري.

د منځني ختیځ ویجاړونکی
منځنی ختیځ د پوتین لپاره یوه بله د شطرنج نړیواله تخته ده چې غواړي د لودیځ پالیسۍ پرې کېش- مات کړي.
پوتین یې په کیسه کې ندی، که منځنی ختیځ اور اخلي او یا په زرګونو کسان وژل کېږي. پوتین یوازې دومره پوهېږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا ماتې د ده لپاره لویه بریا ده. د سمندري اډې پر ځای پاتېدل د روسیې لپاره یوازینی سوغات دی. اسد هم خوشحاله دی چې د روسیې کوربه توب وکړي، هغه که په هر قیمت ورته پرې وځي.
شته داسې شواهد چې اېران د اسد دې رژيم د لومړني ساتنې ضمانت کړی دی. فکر کېږي چې تهران پدې لوبه کې مهم رول لوبوي، او دا کومه له اغراقه ډکه خبر نده.
پداسې حال کې چې اېران په سوریه کې جګړه فنډ کولی شي، نو روسیه ده چې خپلې ملي سرچینې او نظامي پیاوړتیا د اسد د رژیم د ساتلو لپاره وکاروي.
د دمشق لپاره ډېر مهم دا دی چې مسکو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د نړیوالې ټولنې هغه هڅې چې له مخې یې اسد لرې کولی شي، د ویټو کولو حق لري.

روسیه عمل کوي او لودیځ غبرګون
اوباما پدې باور دی هر څه چې وايي هماغه کوي، څه چې په وینا کې وايي هماغه د پلي کولو پالیسي ده. دا د اوباما او پوتین ترمنځ اساسي توپیر دی او همدا توپیر د لودیځ او روسيې ترمنځ. روسیه عمل کوي او لودیځ یې غبرګون ښيي.
په ټوله نړۍ کې د روسیې او لودیځ ترمنځ دا موضوع په همدې ډول اوازه ده. په ختیځ اوکراین کې وروستي پرمختګونه، د ناټو ازموینې، د اېران اټومي تړون، او اوس په سوریه کې د روسي ځواکونو را څرګندېدل، دا ټول ښيي چې روسیه د خپلو ملي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ستراتیژي لري، دا هغه څه دي چې لودیځ یې نلري.
تر هغې چې په لودیځ کې رښتینې مشري وي، موخې څرګندې تعریف شوې وي، او دغو موخو ته منسجمه ستراتیژي وي، روسیه به د لودیځ په مقابل کې د لوبې ډګر ته په همدې ډول را دانګي لکه په اوکراین او سوریه کې.

هر څومره چې دې روسانو وینه او پانګه لګېږي پوتین یې لګوي چې اسد وساتي او په سوریه کې خپله سمندري اډه وژغوري. زیات شمېر پدې باور دي چې روسیې په سوریه کې یوه خونړۍ لوبه روانه کړېده.
که څه هم د سوریې حالت له څو اړخونو د افغانستان د ۱۹۷۰ لسیزې د وروستیو او ۱۹۸۰ لسیزې له لومړیو سره توپیر لري، خو دلته ځینې ورته مسایل شته لکه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پراختیا ته زور ورکول او نن همدا روسیه په سوریه کې کوي. مخکې تر دې چې د روسیې خلک پوه شي چې څه روان دي، ((سلاکاران)) به په چټکۍ په سرتيرو واوړي او سرتیري به په بیړه په تابوتونو کې خپلو کورونو ته ور وګرځي.
د روسیې اقتصاد، د تېلو ټیټه بیه، د ټوکرو وضعیت او د اوکراین په ختیځ کې کنګل شوي بحران ته په کتو به ایا پوتین په بهر کې بل چېرته د نظامي ماجراجويي وس ولري؟
ځواب دا دی چې هو دی یې کولی شي، خو د روسیې بې وزله خلک نه.

تبصره وليکئ