علت څه دی او حل لارې کومې دي

ملت شریف، نګران و غمدیده افغانستان عزیز،
ستاسو د یوه کشر هېوادوال په توګه، غواړم، څو لنډې یادونې وړاندې کړم:
د سیمه ییزو څېړنو د لس کلنې تجربې پربنسټ او د نړیوالو پېچلیو سیاستونو د یوه شنونکي او کتونکي شاګرد په توګه، پر اوسمهالیو سیاستونو د ولاړو علمي کتنو پایلې یې راښيي، چې :
ـ ما دریک جنګ پیچیده استخباراتي درګیر هستیم، که در سه حلقه ( جهاني، منطقه يي و داخلي) به پیش میرود. اهداف ستراتیژیک این جنګ را قدرت های بزرګ طرح میکنند، برنامه های عملي آن در حلقات استخباراتی منطقه تدوین میشوند و چوب سوخت عملیاتی آن تعدادی از ګروهک های عقده یی و جاهل به اصطلاح افغان میباشند، که بزرګترین هدف شان کشتار افغانها میباشد.
– دغه درې سره کړۍ په درېیو زخمونو ګوتې ږدي : ۱ـ د افغانانو له احساساتي او عاطفي هیجاناتو څخه ګټه اخیستنه. ۲ـ قومي، سیمه ییز، ژبنۍ، مذهبي او تنظیمي اختلافات پړسول او ورڅخه ګټنه. او ۳- د هېواد اقتصادي پرمختیا او پراختیا په ټپه درول او سیمې و نړۍ ته زموږ د احتیاج زیاتول.
– پس چه باید کرد ؟
بیایید برای اولین بار در عمل و بیان ثابت کنیم، که ما یک ملت هستیم و چون یک ملت واحد عمل میکنیم. درد، غم و خوشي ما شریک است و هرګز شمشیر به رخ همدیګر نمی کشیم.
ـ خپل هغه نظام، چې څوکاله وړاندې مو په خپله رامنځته کړی دی ـ له خپلو ټولو نیمګړتیاوو سره سره ـ وساتو او د اصلاحاتو په بهیر کې یې ملاتړ وکړو. له مدني لاروچارو نظارت پرې ولرو او هېڅ داسې چارې ته یې پرې نه ږدو، چې زیان یې خدای مه کړه افغان او افغانستان ته رسیدلای شي.
ـ مهمترین اقدام جمعی در این برهه ی زمانی حمایت همګانی از قوای امنیتی کشور است، چون بزرګترین تلاش دشمنان درتنازع وشک افګندن قربانی ها و رشادت قوای امنیتی ملی است. دشمن با حیله ګری تمام میخواهد مردم را با پاسبانان اصیل خود دست و ګریبان سازند.
ـ بیایید از تحمل او هشیاری در مقابل همدیګر کارګرفته تمام قهر و قوای خود را علیه همسایه ګان شریر و حلقات شیطانی بیرونی به کار ګیریم.
ـ راځئ، په فیسبوکي جال او نورو ټولیزو رسنیو کې خپل ادبیات بدل کړو او ناڅاپه د یوه واحد ملت ژبه راخپله کړو، له منفي کنایو، ناوړه نومونو او عقده یي چلندونو ډډه وکړو، چې د هېوادوالو ترمنځ واټن زیاتولای شي.
ـ کشمکش ما با دشمنان ما در این خلاصه میشود، که دشمنان میخواهند ما را دوباره به حوادث سالهای دهه ی هفتاد به عقب ببرند، اما ما میخواهیم به پیش برویم و همګام با مدنیت جهانی در دهه دوم قرن بیست ویک زیست داشته باشیم.
او
زه ضمانت درکوم، چې که موږ یوازې د درې میاشتو لپاره د یوه واحد ملت په توګه د یووالي، زغم او عقلانیت په مټ له خپلو دوښمنانو سره مخامخ شو، نو دومره ګټه به مو کړي وي، چې بیا به تل خپل همدا یووالی ساتو او په دې وسیله به ټول لوی او واړه دوښمنان زموږ په وړاندې په ګونډو وي.
به پیش به سوی ساختن یک افغانستان آباد و مرفه .

تبصره وليکئ