غني په داسې تابوت مېخونه وهي چې دده اندامونه هم پکې دي

download (2)تېرې ولسمشریزې ټاکنې په نړۍ کې متفاوتې وې؛ شاوخوا اووه میاشتې لانجې، د ټولو رایو تفتیش چې د بهرنیو له خوا وشو، په دنیا کې نه وې تجربه شوې. د پراخو درغلیو ادعاګانې وشوې؛ د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا د بې پرېتوب اصول تر پښو لاندې کېدل او د کمېسیونونو د لوري د ګټونکي کاندید په ګټه پراخې درغلۍ کول هغه څه و، چې په میاشتو د رسنیو لومړي خبرونه او د ګردیو مېزونو د بحث موضوعات وو.‌
هغه څه چې تر اوسه یې جدي خلاء احساسېږي، په بشپړې بې طرفۍ سره د موضوع څېړل و. دې خبرې درې مهم لاملونه درلودل:

 

  • لومړی دا چې ټاکنې په افغانستان کې نوې تجربه کېږي او د ډېری خلک پرې نه پوهېږي، نو؛ په تېرو ټاکنیزو لانجو کې تحقیق او څېړنه د هر چا کار نه دی.‌
  • دویم دلیل یې دا و چې؛ رسنۍ ناپېلې نه وې. هغه کسان به یې د ناپېلو کارپوهانو په نامه غږول،‌چې هغوی به بې طرفه نه و او په یو ټاکنیز ټکټ کې به مهم غړي وو.
  • درېیم لامل یې، د ټاکنو ماهیت و، چې یوازې تخنیکي او حقوقي اړخ نه لري؛‌ د سیاست عنصر هم په کې مهم دی.‌ ځکه؛ ټاکنې د قدرت د انتقال یوه مشروع او سوله ییزه لار ده او قدرت د سیاست د بحث موضوع ده.‌

راځئ له دې پوښتنې نه یې پیل کړو چې آیا تېرې ټاکنې په همدې اندازه چې ادعی وشوه، ککړې او بدې وې، که خبره بل ډول ده؟ په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې چې دوه مسئلې سره ګډې شوې (حال دا چې په بشپړه توګه جلا دي)،‌ د ټاکنو د بدنامۍ لامل شوې. یوه په ټاکنو کې د درغلیو مسئله ده او بل د بایلونکي کاندید له لوري د پایلو نه منل. مانا دا چې؛ که ټاکنو کې جدي ستونزه هم نه وي، خو؛ کاندید نتیجه ونه مني او هغه نوماند په هغه هېواد کې وسلوال ولري، د جګړې تجربه او سابقه ولري؛‌ نه منل یې هېواد ته بحران راوړلی وشي،‌ نو؛ په دې حالت کې بیا په ټاکنو کې د درغلیو ډېر والی او کموالی مهم نه وي، د نوماند موافقت او نه موافقت مهم وي.‌

په ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو کې دویم لامل ډېر مهم و، تر دې چې د تقلب د ادعی رښتینولي وي.‌ د موضوع د لږې روڼتیا لپاره تېرو ټاکنو ته ورځو.‌ په ۲۰۰۹ کال کې چې ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر کرزي سره سیالي وکړله، ۱،۳ میلیونه رایې باطلې شوې. یعنې د درغلیو ګراف تر تېر کال ټاکنو لوړ و. په هغه ټاکنو کې هم د دواړو کاندیدانو رایې باطلې شوې؛ البته د ارقامو په تفاوت سره. په ۲۰۱۰ کال ټاکنو کې ۱.۵ میلیونه رایې باطلې شوې. دا رقم د تېر کال د ټاکنو نږدې دوه برابره جوړوي ( ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو کې ۸۵۰۰۰۰ رایې باطلې شوې) . هغه مهال هم د ټاکنو پایله ونه منل شوه؛ بایلونکو کاندیدانو نظامي کمېټه جوړه کړه او افغانستان یې په داخلي جګړې تهدید کړ. ولسمشر کرزي ځانګړې محکمه جوړه کړه چې په آخر کې ۹ تنه وکیلان،‌ د ولسي جرګې له انګړه اوېستل شول او په ځای یې اکثر د هماغې نظامي کمېټې کسان ورغلل. خو؛ دواړه (۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ ) کال ټاکنو، د ۲۰۱۴ کال ټاکنو په اندازه لانجمنې نه وې. مانا دا چې؛ د درغلیو د ګراف له نظره، د ۲۰۱۴ کال ټاکنې، تر پخوانیو ټاکنو نسبتاْ ښې وې. مګر؛ د نتیجې د نه منلو له نظره،‌۲۰۱۴ کال انتخابات تر نورو ټولو ټاکنو ډېر لانجمن و.

له پورتنیو مثالونو نه داسې نتیجه اخېستلای شو چې؛ د تېر کال ټاکنې، تر پخوانیو ټاکنو رڼې وې. حتی د ۲۰۰۴ کال ټاکنې چې هغه مهال بهرنیو تر سره کړې؛ تر ۶۰۰۰ ډېر شکایتونه درج شوي و، خو؛ چا ونه څېړل او رسنۍ هم د بهرنیو په واک کې وې. ټول غږونه او لانجې په ستونو او زړونو کې پاتې شول. رسنیو د تېرو ټاکنو په بدنامولو کې ډېر مهم رول درلود؛ په ځانګړي توګه هغه رسنیو چې د سفارتونو نه یې پیسې اخېستې. طلوع ټلویزون به فضل احمد معنوي تل د ټاکنو د یوه ناپېیلي متخصص په توګه غږاوه؛ په آخر کې یې سر د عبدالله له ګرېوانه راووت او په ډېر واضح ډول د رایو په تفتیش کې د عبدالله استازی و.‌ داسې نور کسان و چې له بهره به په سکایپ کې د بې طرفو کسانو په توګه د ټاکنو په اړه غږېدل،‌ خو؛ اوس د اجرائیه رئیس مشاورین دي او تر ۱۵۰۰۰ امریکایي ډالرو ډېر معاش اخلي.‌ د مدني نهادونو په نامه هم ځینو کسانو له ټاکنو څارنه کوله چې کله یې چا یو مقنع او مسلکي رپوټ ونه لید؛ خو، تل یې د ټاکنو د غیر مشروع کولو په برخه کې فعال حضور درلود. خلک چې د ټاکنو په اړه یې تجربه نه لرله، همدې خبرو ته غوږ نیوه او څه یې چې اورېدل،‌ باید منلي یې وای؛ ځکه چې خپله په ټاکنو نه پوهېدل.‌ څو شپې مخکې، په یو ټلویزیوني بحث کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشر له خوا د تقلب آمار اعلانول جالب و؛ عبدالله چې ځان د درغلیو قرباني باله، تر ۲۸۰۰۰۰ ډېرې رایې یې ثابتې درغلۍ کړې دي. اوس چې مونږ په دې پوه شولو چې د ټاکنو د درغلیو بحث (د پخوانیو ټاکنو د درغلیو په تناسب) تر ډېره انتزاعي بحث و او یوازې یې د ټاکنو بدنامول موخه وه؛ څنګه دومره ستر تبعات یې لرل؟

د ټولو رایو تفتیش وشو؛ اجرائیه ریاست رامنځته شو؛ د ټاکنیز نظام اصلاحاتو کمېسیون جوړ شو؛ اوس ویل کېږي چې د دواړو کمېسیونونو غړي به خپلې دندې د لاسه ورکړي او …؟ زما د اطلاعاتو له مخې؛ کله چې جان کېري وغوښتل د ټاکنو په قضیه کې مداخله وکړي، د تحول او تداوم ټیم مهمو غړو پرېکړه کړې وه چې د قدرت تقسیم ته به غاړه نه ږدي. قانوني نهادونه (دواړه کمېسیونونه ) به خپل کار په مخ بیایي او نتیجه به د قانون د حکم سره سم نهایي کېږي. ډاکټر غني د ټولو رایو په مخالفت کې، کله چې جان کېري سره کېسناست،‌ د ټولو رایو په تفتیش،‌د ټاکنیز نظام په اصلاحاتو او د قدرت په وېش یې موافقه وکړه. البته د دې ټیم ځینې غړي حنیف اتمر په دې معامله کې ګرم بولي چې ګویا غني یې ورته هڅولی دی اوس پوښتنه دا ده چې آیا غني د چا له خوا تر فشار لاندې و او که یې په خپل سر دا کار وکړ؟ که یې د حنیف اتمر په مشوره دا کار کړی وي؛ آیا د ملي امنیت اوسنی مشاور هغه مهال په ډاکټر غني دومره مسلط و چې د دوستم، دانش، پوپل، زاخېلوال او نورو ټولو خبرو ته دې شا کړي او یوازې د اتمر خبر دې ومنل شي؟ کېدای شي په دې مسئله کې ډېر بحث وشي او قضیې ته ډېرې زوایاوې ورکړي؛ خو، دا ټولې زاویې بېرته د ولسمشر غني په شخصیت کې سره یو مشترک مرکز مومي.

ولسمشر غني یو تکنوکرات او په سولییزې فضاء کې د کار تجربه لري. هغه په داسې سیاستونو کې نه دی لوبېدلی چې مبنا یې تاوتریخوالی او وچ زور وي. داسې کسان طبېعتاْ کله چې د سیاست له داسې تیارو سره مخ شي، رڼا ته د رسېدو هڅه کوي؛ که حتی هغه رڼا سور اور هم وي. نوموړي د خپل ټیم مشرانو ته ویلي و: زه نه غواړم چې په دې لانجه کې د یوه کس د وینې تویولو مسبب شم. مانا دا چې غني؛ په افغانستان کې سیاست د عاطفې او احساساتو په بنسټ پیل کړی دی. هغه په دې نه پوهېده چې دا ډول احتیاط به یې د ډېرو وینو تویولو سبب شي. غني دا نه وه سنجولې چې په کال کې به خپل د دفاع وزیر ونه ټاکلی شي او په نتیجه کې به یې جګړه هره ورځ زمونږ د نظامیانو وینې ترې زبېښي. د هغه همدا عاطفي برخورد ته په افغانستان کې ډار وایي او داسې سړي ته چې په سیاسي صحنه کې له احساساتو او عواطفو کار اخلي،‌ ډارن وايي. غني په دې ډار کې اساسي قانون بایلود، د افغانستان راتلونکې یې تیاره کړه. تر هغه تصمیمه چې ولسمشر ونیوه، ښه دا و چې واک یې مکمل عبدالله ته سپارلی وای او خپله یې اپوزیسیون جوړ کړی وای. اوس یې نتیجه څه شوه؟ عبدالله د ټاکنیز نظام د اصلاح په نامه، په خپله غني باندې پخواني کمېشنران لرې کړل.‌ پرون د اجرائیه ریاست یو تن ویاند وایي: غني د پراخو درغلیو د لارې ارګ ته ورسېد او دا درغلۍ ورته همدې کمېشنرانو وکړې؛ اوس باید همدا کمېشنران د همدې غني په لاسلیک له دندو لرې شي. مانا دا چې؛ د کمېشنرانو عزل د هغوی مجازات کېدل دي. د مجازاتو دلیل یې تقلب دی او د تقلب نتیجه ډاکټر غني دي. ولسمشر غني یې په دې کمزوري سیاست د خپل مشروعیت په وړاندې ودرېد او یوه بل تیاره تونل یې هم د افغانستان په لار کې وکینده چې باید ترې تېر شي.
له دې وروسته به پایله یوازې د غني د مشروعیت ختمېدل نه وي؛ نتیجه د ټولو هغو رایو باطلېدل هم دي چې د غني په نفع کارېدلې وې.

که له دې وروسته هغه رایې په هرو ټاکنو کې کارول کېږي، څوک به یې مشروعیت نه مني او د غني په لاسلیک به استناد کوي.‌ ډېر ژر به عبدالله دواړه کمېسیونونه په خپل اختیار کې ولري او په پارلماني ټاکنو کې به په ولسي جرګه کې ځانته قاطع اکثریت جوړ کړي. بیا به یې ټول حکومت په واک کې وي؛ هغه کس چې نه غواړي، رایه به نه شي اخېستی او هغه وزیر چې ترې اطاعت ونه کړي، د باور رایه به ترې اخېستل کېږي. د ولسوالیو په ټاکنو کې به هم د خپل تنظیم کسان راولي او د لویې جرګې نصاب به په لاس کې واخلي. اساسي قانون به تعدیل کړي او د ولسمشر ټول مهم واکونه به ځانته انتقال کړي. ولسمشر دې بیا د ارګ د نسترنو لاندې خپل کتابونه ګوري او په هغه کلا کې دې له ژونده خوند اخلي. ښایي د هغه هیله همدومره وه؛ مونږ څه پوهېږو؟!

تبصره وليکئ