۲۰۱۸ کال کې سولې ته د رسېدولپاره د افغان حکومت هڅې

۲۰۱۸ کال کې سولې ته د رسېدولپاره د افغان حکومت هڅې

لیکنه: فیصل احمدزی

سیمه ییزه اجماع او ناستې

افغان حکومت د تېرو نورو کلونو په پرتله، ۲۰۱۸ کال کې د سیمې او نړۍ هېوادونو په لویو او برخه لیک ټاکونکو غونډو کې خپل ځواکمن حضور ثابت کړ.

حکومت له خپل جوړښت راپدېخوا د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره د سیمه ییزې او کورنۍ اجماع پر جوړېدو ټینګار کوي.

د سیمه ییزې اجماع لپاره زیاتې هڅې وشوې، ازبکستان کې د ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۲۷ د تاشکند کنفرانس جوړ شو، چې ولسمشر په کې برخه واخېسته.

ولسمشر هلته د خپلې وینا پر مهال د تاشکند کنفرانس غړو هېواودنو ته په وینا کې  وویل: د افغانستان امنیت د سیمې امنیت دی او باید له نشه يي توکو سره د مبارزې، سولې تامین او ترهګرۍ سره مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د سیمه ییزې اجماع جوړېدو لپاره د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې په ۱۱ اندونیزیا کې د سیمې په ځانګړې توګه  د افغانستان د ثبات لپاره له پاکستان پرته د نړۍ د ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو استازو ګډون وکړ.

اندونیزیا کنفرانس کې د نړۍ دیني علماوو فتوا ورکړه چې ځانمرګي بریدونه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي او باید مخنیوی یې وشي

دغه ناسته کې د پاکستان د دیني علماوو نشتون ثابته کړه چې دغه هېواد له افغان سولې سره رښتینې مرستې ته ژمن نه دی او د افغانستان په بې ثباتۍ کې خپلې ګټې ګوري.

له اندونیزیا وروسته، د افغانستان د ثبات لپاره بله ناسته د ۲۰۱۸ کال جولای میاشت کې د نړۍ د ۳۷ اسلامي هېواودنو د دیني علماوو په ګدون د افغان حکومت په نوښت جوړه شوه، د سعودي عربستان د غونډې له سټېجه د افغانستان د جګړې د غیر مشروعیت غږ پورته شو چې د افغان یوې نیمې لسیزې جګړې په تاریخ کې بې ساری ګام و او په نړیواله کچه له هرکلي سره مخ شو

د سعودي عربستان له غونډې وروسته ورته نورې غونډې هم جوړې شوې چې نوښت یې د افغان حکومت په لاس کې و.

د اوربند ابتکار

په دې جریان کې هلمند کې له خونړي موټر بم وروسته د هلمند د  سولې کاروان په نوم یوه ډله کسانو، سوله غوښتونکي حرکتونه پیل کړل د کابل سربېره ګڼو ولایتونو ته يې پلي سفرونه وکړل.

حکومت په خپل نوښت همدې کال کې د بې ساري اوربند شاهد و

افغان حکومت چې له حزب اسلامي سره د بین الافغاني مذاکرانو مثبته پایله تجربه کړې وه، د افغان جګړې د پای لپاره یې په خپل نوښت او هڅو کوچني اختر کې طالبانو د اوربند وړاندیز وکړ، چې د نړۍ پام يې ځان ته را واړوه

په اوربند سره یې وښودل چې دوی خپلواک دي او د خپلې راتلونکې په اړه هر راز پرېکړه کولای شي.

د سولې او سیمه ییزې اجماع جوړېدولپاره تر هڅو وروسته افغانان له یوې بلې سترې آزموینې سره مخ و، ټولو سره د ۲۰۱۴ کال په څېر تشویش و چې ممکن حکومت به د ولسي جرګې ټاکنو له لوی مسوولیت ونه وځي.

د یو شمېر ستونزو سره سره د ولسي جرګې ټاکنې د ګڼشمېر هېوادوالو په ګډون ترسره شوې. که څه هم دا پروسه په بشپړه توګه پای ته نه ده رسېدلې خو راتلونکی کال به د نوي او نسبتاً ځوان پارلمان شاهد وي.

حکومت او افغانانو چې تل یې په بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی دی او د جګړې د پای لپاره بین الاافغاني خبرې یې تر ټولو غوره لار بللې ده، د سولې د خبرو په هدف د سولې مشورتي بورډ په جوړېدو هڅې پیل کړې.

په دې جریان کې مسکو د افغانستان د سولې لپاره خپلې هڅې پیل کړې، خو روسیې د بهرنیو چارو وزارت د عقرب میاشتې په لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو اعلان وکړ چې د مسکو د سولې کنفرانس يې د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه د لنډو ورځو لپاره ځنډولی دی.

مسکو د همدې میاشتې په ۱۸ نېټه بالاخره د نړۍ د دولسو هېواودنو د استازو په شتون کې د سولې غونډه جوړه کړه چې طالبانو هم په کې ګډون وکړ.

افغان حکومت دې غونډې ته د خپل رسمي استازي له لېږلو ډډه وکړه خو د سولې عالي شورا بیا  د حاجي دین محمد په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته واستولو تر څو د طالب چارواکو سه د مخامخ خبرو اترو لارې چارې ولټوي.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد هلته د خپلې وینا پر مهال د نړۍ همدې دولسو ګډون کوونکو هېوادونو ته یو ځل بیا څرګنده کړه چې طالبان دې بین الافغامي مذاکراتو ته وهڅوي. دا چې د مسکو ناسته کې د افغان حکومت رسمي استازي نه و او د سولې شورا استازي هم د مېلمه په توګه بلل شوي و، نن ګورو چې پایله يې هېڅ د محسوس وړ نه ده.

د سولې په پروسه کې د زلمي خلیلزاد پېر:

زلمی خلیلزاد د تېر ۲۰۱۸ کال سپټمبر میاشت کې امریکا د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه

امریکا ځکه خلیلزاد د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه چې امریکا الاصله افغانی دی او افغانستان کې د کار زیاته مخینه لري او دلته سفیر پاتې شوی دی

د زلمي خلیلزاد د سولې هڅو ته زیات افغانان خوشبین و او لا هم تر یوه برید خوشبین دي

زلمي خلیلزاد دوه ځله قطر کې له طالب استازو سره وکتل او پاکستان ته یې هم په یوه میاشت درې سفرونه وکړل.

طالبانو له زلمي خلیلزاد سره د قطر تر ناستې وروسته  متحده عربي اماراتو کې بیا له نوموړي سره درې ورځیني مذاکرات ترسره کړل، ناسته کې طالبانو رد کړه چې له افغان حکومت سره نه ګوري، دا غوښتنه یې په ښکاره د سیمې د استخباراتو په ځانګړې توګه د آی اېس آی په لار ښوونه کړې وه، ځکه د اماراتو ناسته کې پاکستانیو جنرالانو هم حضور درلود.

د اماراتو د ناستې په درشل کې داسې اوازې خپره شوې، چې خلیلزاد له طالبانو سره افغانستان کې د موقت حکومت په جوړېدو هوکړې ته رسېدلی دی. که څه هم امریکايي لورې دغه ټولې آوازې رد کړې خو ددې سره سره د خلیلزاد د سولې پر هلو ځلو باندې ځیني لوړپوړي افغان چارواکي شکمن شول. شک يې د هغو راپورونه له مخې و چې افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو اړوند خپاره شوي و، هغه څه چې خلیلزاد کابل ته له راستنېدو وروسته د افغان حکومت له مشرانو سره په کتنه کې دا هر څه رد کړل او ټینګار يې وکړ چې د اماراتو ناسته کې پر موقت حکومت بحث نه دی شوی

د ۲۰۱۸ کال ډسمبر میاشتې پر ۱۹ ټرمپ اعلان وکړ چې له سوریې خپل سرتېري بهر کوي او سوریه کې دې د داعش ضد جګړه اوس نور هېواونه وکړي.

له سوریې د سرتېرو د ایستلو تر اعلان وروسته چې خلیلزاد تازه کابل ته راغلی و، لوېدیځو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ټرمپ له افغانستان څخه هم د خپلو ۷۰۰۰ سرتېرو د کاږلو پلان لري، هغه چې افغانستان او امریکايي چارواکو بېرته ردل کړل.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د راپورونو تر خپرېدو وروسته افغان حکومت سم د لاسه اعلان وکړ چې افغان سرتېري د خپل هېواد ساتنې وړتیا لري او دا يې په ۲۰۱۴ کال کې ثابته کړې ده او تر دې  وروسته به هم د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نه دفاع وکړي. د افغان حکومت غوڅ دریځ پر پاکستان بد تاثیر وکړ او په یو ډول و وېرېده، طالبانو چې تازه يې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو مسله رد کوله او د زور خبره يې کوله، پاکستان وویل هڅه کوو چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنو، ځکه هغوی درک کړه چې افغان حکومت اوس په یو قوت بدل شوی دی.

د عمران خان حکومت چې اوس له سختو اقتصادي مشکلاتو سر مخ دی، هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر کې پر ښکېلتیا سره، ځان د امریکا له فشارونو خلاص او نړۍ ته سپیناوی ورکړي.

د خالد او صالح ټاکنه:

د موقت حکومت د اوازو خپرېدو او کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر په درشل کې افغان حکومت تصمیم ونیوه چې د امنیتي بنسټونو مشرتابه ته داسې کسان راولي څو د پاکستان او طالبانو ضد مخینه ولري.

حمد الله محب چې افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی و، له غبرګون څو  ورځې وروسته شاه محمود قریشي کابل ته راغی او دلته یې افغان چارواکو ته وویل چې پاکستان به د سولې بهیر کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له سفر وروسته ایران چې تازه يې اوس پر طالبانو نفوذ پیدا کړی دی، په ناڅاپي ډول کابل ته سفر وکړ او دلته یې خپل سیال سره  وکتل.

ایران په دې پوهېږي چې افغانستان اوس تر یوه برید پر خپل ځان تکیه شوی او هره برخه کې خپل ځواک ثابتولی شي.

په ورته وخت کې بیا د سولې بهیر کې د ایران ښکېلتیا دوه اړخه لري

لومړی دا چې ایران د افغان حکومت په رسمي غوښتنه د سولې بهیر سره د مرستې په خاطر دغه هڅې کوي دویم دا چې دغه هېواد د سولې برخه کې د سعودي، امارات او امریکا له جوړېدونکي بلاک وېره لري، اوس مجبور دی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

د ایران د ملي امنیت سلاکار کابل ته په سفر کې له افغان سیال سر ژمنه وکړه چې دوی به طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي، ځکه طالبان له بین الافغاني خبرو پرته بله لار نه لري، یا بله ځپل کېږي او یا به د سولې بهیر ته غاړه ږدي.

د افغان حکومت د بهرني سیاست پایله ده چې ایران د دوشنبې پر ورځ تهران کې له طالب استازو سره کتنه کوي او هغوی ته په ډاګه کوي چې تاسو باید له افغان حکومت سره خبور ته کېنئ.

د سیمې هېوادونه هم اوس دې پایلې ته رسېدلي چې بهرنی هېوادنه افغانستان کې د سولې بهیر بري ته نه شي رسولی، که خپل امنیت او ثبات غواړي، له طالبانو سره د مخامخ ناکامو خبرو پر ځای دې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره مستقیم خبرو ته کېني.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.