له اقتصادي پلوه خرابه روسیه، سوریه کې په چا بمونه اوروي؟

هماغه جګړه، خو په نوې بڼه. روسي بمونه په سوریې ورېږي او امریکا نه پوهېږي چې څه باید وکړي. فقط څو شېبې مخکې له دې چې جان کېري د چهارشنبې په ورځ ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي ناستې ته راشي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي‌ لاروف، رسنیو ته وویل: د روسیې د برید په اړه د پتڼاګون خبرو ته غوږ مه ږدئ!

له اقتصادي پلوه خرابه روسیه، سوریه کې په چا بمونه اوروي؟د روسیې برید د امریکا لپاره کومه د تعجب خبره نه وه ځکه امریکايي مقاماتو له څو ورځو راهیسې اټکل کړی و چې بریدونه هره شېبه پیل کېدای شي. روسیه ځکه دې لوبې ته وردانګي چې په داسې حساسو شېبو د مدیترانې تر څنګ د یو ښه ملګري تباهي او له منځه تګ نشي زغملی. مسکو تر اوسه د سوریې په بندري ښار طرطوس کې یوه هډه لري چې ۱۷۰۰ تنه عسکر یې پکې مېشت دي. دا بندر د روسي بېړیو لپاره یو ښه تمځای دی او راتلونکي کې ارزښتمن ثابتېدای شي.

ستراتېژي
لېکن اوس د روسیې لپاره یوازې سوریه د پښې ځای نه دی بلکې په بغداد کې له ایران، عراق او سوریې سره د یوه ګډ دفتر په رامنځته کولو ولادیمیر پوتین د داعش له تود بحث څخه، چې څه باید ورسره وشي، د مسکو د پښو ویستلو امکان له منځه یووړ.

دا لوبه د پیسو ده
د کریمیې تر لاندې کولو وروسته اوس په سوریې کې مداخله روسیې ته ارزانه نه پرېوځي. مسکو په کریمیه کې ۲۵زره وږي سرتېري لري او د خپلو دغو سرتېرو تر څنګ هلته د باغیانو ملاتړ هم کوي؛ اوس یې سوریې ته هم د مرستې لاسونه وراوږده کړل چې نه یوازې سوري پوځونه به تمویلوي بلکې خپلې په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبالې الوتکې به هم په تېلو او نورو مصروفونو مړې ساتي. سره له دې چې د اروپايي تحریمونو او د تېلو د بیې تر رالوېدو ورسته د روسیې اقتصاد بېخونده روان دی.

ښه باغیان، بد باغیان
ښه نو اوس روسیه په چا بمباري کوي؟ د ځینو راپورونو له مخې روسي بمونه هغه خلک نه ولي چې د بمبارولو په نیت یې مسکو سوریې ته ورننوت. روسي جهازونه داعش نه، بلکې په منظمه توګه د باغیانو هغه ډلې بمباروي چې د (CIA) لخوا تمویلېږي، امریکايي سلاح کاروي او د داعش خلاف یې د نړیوال ائتلاف د برید ملاتړ کړی و. دغه باغي ګروپ د هغو ملیشه‌ډلو سره هم تړون لري چې د بشاراسد د رژیم خلاف جنګېږي؛ په بله مانا د مسکو د مداخلې لومړی پړاو چې څومره داعش کمزوری کوي هماغومره اسد پیاوړی کېږي.

تبصره وليکئ