زمونږ د نسل مسوولیتونونه

زموږ د نسل مسولیتونونه

لیکوال: ډاکټر احسان الله درمل

د نوي نسل مسولیت درې چنده او حتی څلور چنده کار دی. دا ځکه چې د وطن جوړېدنې لړۍ په تاریخي لحاظ دا درې نسله په ټپه ولاړه ده. نوي نسل ته د وطن د راتلونکې جوړول او د راتلونکیو نسلونو خوشبخته کول ور له غاړې دي. نوی نسل باید په توپانونو کې ایساره د وطن بېړۍ بلاخره د امن او سوکالۍ ګلکڅ ته ورسوي. خو دا خوب په دې نه رښتیا کېږي چې:

ـ په فسبوک کې مطالعه وکړو؛

ـ په فسبوک کې وخت د یو بل په کنځلو، ریشخندولو او ترټلو تېر کړو؛

ـ له مکتب او پوهنتونه وتښتو، یوه عادي املا او څو احساساتي جملې زده کړو او هره ورځ د یوه او بل سیاسي دلال د بریالي کولو لپاره په څو سوه ډالره مزدوران شو؛

ـ ګاونډیانو او د وطن دښمنانو ته کنځلې وکړو او د ستونزو ټولې رېښې بل چېرې ولټوو؛

ـ د هرې ناروا پر وړاندې په یوه پوسټ او څو احساساتي جملو خپل مسولیت ادا شوی وګڼو او…..

د وطن لپاره کار او د وطن مینه یعنې:

ـ په یوه برخه کې ژورې او داسې مسلکي زده کړې، چې د وطن د یوې برخې مشکلات حل کړای شې؛

ـ د وطن له دښمنانو او ګاونډیانو سره داسې دښمني چې پر هغوی زموږ تکیه کمه او لاس مو د دوی له ډبرې خلاص شي. که زه په فسبوک کې د وطنپرستۍ په نوم هر چاته کنځلې کوم خو د ورځې زرګونه افغانان زموږ د ناوړه چلند او ټیټې سویې له لاسه غاړې د ګاونډیو قصابانو تر چړو وړي، تر پلار او نیکه پورې ملامت یم، منافق او دروغجن یم او پردۍ دښمني مې د ځانښودنې لپاره عنوان کړې ده.

د هرې برخې متخصص چې په فسبوک کې نېغ نېغ کېږي خو د ده د ساحې په برخه کې وطن بل چاته اړ وي، دروغ وایي. زما لپاره تر ټولو وطنپرست او زړه سوانده وطندار هغه دی چې په یوه برخه کې خولې تویوي او اقلاً په یوه وړه ساحه کې وطن د نورو له اړتیا خلاصولای شي.

ښه ده چې مسولیت ومنو، تر مسولیت منلو وړاندې باید ځانونه د مسولیت اخیستلو جوګه کړو.

هر څوک چې د وطن او راتلونکیو نسلونو د خوشبختۍ خوب ویني، له ځانه دې وپوښتي چې زه د دې نقشې د کومې برخې د تطبیق مسول یم؟ دویمه دا چې د دغه مسولیت لپاره چې کوم ظرفیت او وړتیا ته اړتیا ده، په ما کې شته که باید پیدا یې کړم؟

که نه خپل مسولیت منو او نه خپل ظرفیت لوړوو، نو د جنګسالارانو دوهم نسل هم حق لري چې پر موږ حاکم شي.

که بې ظرفیته یو او مسولیت راکول کېږي، هر یو به مجبور یو چې په ویډیوګانو کې وژاړو، ډرامې او تمثیلونه وکړو، خلکو ته دروغ ووایو چې ماسټري او دوکتورا مې په چین او جاپان کې کړې او بلاخره به له ځان سره د خپل قوم او ملت په حیثیت هم ملنډې وهو.

یوازې مسولیت منل او د خپل ظرفیت لوړول کولای شي چې موږ هم د پردیو سنګدلانو له غلامۍ ازاد کړي او هم د خپلو جګړه مارانو له طلسمه.

دا نه ناممکنه ده او نه سخته. هر څوک همدا نن خپل مسولیت وپېژنئ او د دې مسولیت د اخیستلو لپاره اړین ظرفیت تشخیص کړئ. که دا ظرفیت لرئ، تاسو د وطن په درد خورئ که نه یې لرئ، بسم الله کړئ او پیدا یې کړئ.

نور نو که چا ډېر شکایت کاوه د احمد فراز بیت ورته ووایئ چې:

شکوۀ ظلمت شب سے تو کہیں بھتر تھا

اپنے حصے کی کوئی شمع جلاتے جاتے!

 

مانا دا چې:

ای چې د شپې له تیارو سر ټکوې تاته وایم

د خپلې برخې شمه بله کړه او لار لنډوه!

نوټ: کاش اول زه دومره مسولیت پذیر وای چې د دې پوسټ پر ځای مې هم د خپل مسولیت او ظرفیت په اړه سوچ کړی وای!

#نوی_نسل

Leave a Reply

Your email address will not be published.