د عمران خان بې بنسټه ادعاوې

تحلیل: فیصل ستانکزی

افغانستان کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته په واک واکمن طالبان او د هغو ډېری جنګیالي پاکستان ته د خپل ځان خوندي ساتلو لپاره لاړل

افغانستان کې د منځمهاله ادارې له جوړښت وروسته د ټولې نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا خوله پاکستان ته واوښته، چې ولې له ترهګرو ملاتړ کوي؟ او د طالبانو د مشرانو سربېره د نورو نړیوالو اورپکو ډلو مشرانو ته یې ځای ورکړی، چې هلته و اوسي.

د کلونو په تېرېدو طالبانو د پاکستان د استخباراتي ادارې، ای اس ای په مرسته ځانونه غوړ او په نسبي ډول يې جګړو ته تابیا ونیوله.

افغانستان کې د سولې د بهیر ټینګښت او د طالبانو د حاکمیت په تړاو د پاکستان د لومړي  وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې، چې ویلي دي افغان حکومت پر خپله ۴۰ سلنه خاوره واکمن دی، د غندنې او نقد وړ دي.

په درېیو دلایلو:

۱ ـ عمران خان به دا هېر کړي وي، چې د نړۍ د تر ټولو سترې ترهګریزې ډلې مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۰ کال د پاکستان په یو مهم پوځي مرکز کې د امریکايي ځواکونو لخوا ووژل شو؛ په داسې حال ک چې پاکستان خپله پوهېده چې بن لادن يې په خاوره کې دی او هلته خوندي  پټنځای لري. بن لادن له پاکستان څخه د نړۍ په هر ګوټ کې ترهګریز بریدونه پلانول، البته د پاکستان په مرسته.

د بن لادن له وژل کېدو وروسته يې زیات شمېر طالب مشران د امریکا په فشار خپلو بند خونو کې واچول او شکنجه يې کړل.

 

۲ ـ د اسامه بن لادن له وژلو څو کاله وروسته دغه هېواد کې د طالبانو د مشر ملا عمر د مړیني راپورونه ورکړل شول، د راپورونو له خپرېدو څو ورځې وروسته اعلامیه کې خپره کړه، چې ملا عمر د پاکستان په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.

په همدې ترتیب وروستیو کلونو کې د طالبانو د ډلې بل مشر او د ملا عمر ځای ناستی ملا منصور هم د پاکستان یو خوندي ښار ته د تللو په مهال د امریکايي ځواکونو له برید سره مخ او ووژل شو.

 

پاکستان پخوا هم رد کړي و، چې ګواکې خاوره کې يې ترهګر نشته دي او دې برخه کې افغان حکومت ګرم دی.

تاسو ولیدل چې افغان حکومت همدا یو کال مخکې د پاکستان لومړي وزیر د ترهګرو د هغو مشرانو نوملړ په واک کې ورکړ، چې د دغه هېواد کوېټې، پېښور او میرانشاه ښارونو کې اوسېږي او له هغه ځایه د افغانستان جګړه رهبري کوي.

پاکستان په ډېرې سپین سترګۍ وویل، چې د همدې ترهګرو  پر ضد به اقدام کوي؛ خو لیدل کېږي چې بیا یې د هغوی د ځپلو او یا هم افغان حکومت ته په لاس  ورکولو کوم اقدام نه دی کړی او د طالبانو، القاعده او حقاني شبکې مشران پاکستان کې اوسي او لا هم هلته له افغانستان څخه خپلو جنګیالیو ته قومانده ورکوي.

۳ ـ افغان حکومت اوس مهال له طالبانو سره د سولې په بوخت دی؛ د سولې د خبرو اصول دا دي چې د جګړې دواړه لوري د سولې د مذاکراتو په مهال هڅه کوي چې پر یو بل له نظامي لارې فشارونه وارد کړي، هم غواړي جګړه وکړي هم د سولې خبرې مخ ته یوسي.

اوس چې طالبان د افغان ځواکونو له سختو بریدونو سره مخ او هر ځای کې يې تلفات ور اړولي دي، طالبان له بریدونود خلاصون په هدف د قطر د سیاسي دفتر استازي پاکستان ته د زلمي خلیلزاد له سفر سره سم اسلام اباد ته تللي او هلته یې د خپل مېشت رهبر ملا هبت الله په غوښتنه زلمي خلیلزاد سره کتلي دي، چې پر دغې ډلې دې نور افغان سرتېري بریدونه نه کوي، کنه د مذاکراتو پر روان بهیر به له سره غور وکړي.

له قطر پاکستان ته د طالب استازو سفر ددې ښکارندوي کوي چې اسلام آباد په مستقیم ډول له طالبانو ملاتړ کوي، د هغوی استازو ته د سفر زمینه برابروي او مشران يې ورته خوندي ساتلي دي.

دا چې په دې وروستیو کې امریکا پر پاکستان خپلې میلیاردونه مرستې بندې کړي او دغه هېواد له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او پیسې يې د ډالرو مقابل کې صفر شوي، اوس غواړي د ځان سپیناوي او د نړیوالو له فشارونو د ځان خلاصون لپاره و وايي، چې دوی له مخالفینو ملاتړ نه کوي او افغان حکومت پر خپله کمه خاوره واکمن دی.

عمران خان به دا لیدلي نه وي، چې افغان حکومت په نږدې ۳۴۵ ولسوالیو کې په بریالي ډول ټاکنې ترسره کړې، نو دا څنکه امکان لري چې حکومت دې په ۳۴۵ ولسوالیو کې ټاکنې ترسره کړي او بیا دې پر ۴۵ سلنه خاوره واکمن وي؟

د عمران خان تر رهبرۍ لاندې دې د پاکستان اداره اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده، کلدارې يې هره  ورځ لوېږي، اوسېدونکي یې په هره برخه کې له ستونزو سره مخ دي، نو ځکه د مرستو د راجلب په هدف دغه شان څرګندونې کوي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.