ناراضي جمیعتیان غواړي پرعبدالله کودتا وکړي

د جمعیت یو شمیر مشران چې په وروستیو کې حکومت ته د نظار شورا له ادرسه ندي ننوتي، هڅه کوي عبدالله پخپلو پلویانو کې تجرید کړي او له دې لارې د هغې د ملاتړ هسته ورانه کړي.

جهادي رهبران

د عبدالله او د جمعیت د ځنیو نورو مشرانو ترمنځ اړیکې له هغه وروسته ترینګلې شوې چې د پخوانیو وزیرانو د نه ګمارنې پرسر یې له ولسمشر غني سره هوکړه وکړه.

دعبدالله پرضد د جمیعتیانو په راپارونه کې د یونس قانوني او فضل احمد معنوي نومونه په سر کې یادېږي، خو جمیعت ته نږدې یوه سرچینه بیا وايي چې بسم الله خان چې له وړاندې یې له عبدالله سره اړیکې ترینګلي وو او د مارشال فهیم له ادرسه یې په پخواني حکومت کې نفوذ کړی و، د عبدالله پرضد د توطیې په جوړولو کې مخ کښ دی.

په لومړیو کې عبدالله قانوني او معنوي قانع کړي وو، چې له ولسمشر غني سره یې موافقه کړې چې یا لویه څارنوالي او یا ستره محکمه به له دغو دوو کسانو څخه یوه ته ورکول کېږي خو په وروستیو کې چې دوی له دې اړخه هم ناهیلي شول پټ مخالفتونه یې پټ ونه ساتلای شوای.

معلومات په ډاګه کوي، چې له عبدالله څخه د نظار شورا او جمعیت دویمه کټګوري قوماندانان تاو دي، او جمیعتي مشر مخالفین یې هڅه کوي عبدالله ددغو خلکو له ملاتړ څخه بې برخې کړي.

په عین وخت کې د شمال ټلوالې مشران هڅه کوي د مجاهدینو په نوم یوه نوې هسته رامنخ ته کړي چې د پخواني حکومت ځينې وزیران او امنیه قوماندانان هم ورسره یوځای شوي دي. وړمه ورځ ددغو ډولو ترټولو وروستۍ ناسته د کابل په کاریزمیر کې ترسره شوه او د ډنډ شمالي‌د څو مشهورو قوماندانانو سربیره استاد سیاف، ارغندیوال او حضرت علي هم ورغوښتل شوي وو.

جمعیت ته نږدې یوه سرچینه وايي د مجاهدینو د وروستۍ تجمع لوی هدف د غني تابع کول دي، خو د شمالي ټلوالې مخکښ مشران بیا په ځانکړي ډول غواړي عبدالله عبدالله د نفوذ له بحران سره مخ کړي او په دې توګه د عبدالله په ملاتړ له حکومت سره یوځای شوي مجاهدین د غني د حکومت له ملاتړ څخه په یو ښکاره غونډه کې بایکاټ اعلان کړي.

تبصره وليکئ