ناټو غړي په افغانستان کې یوې نوې جګړې ته وسلې غوړوي.

ناټو غړي په افغانستان کې یوې نوې جګړې ته وسلې غوړوي.په سوریه کې دداعش پرضد د روسیې پوځي مداخلې په خپل ټول توان په افغانستان کې د جنګ په اړه د امریکا او نړیوالو متحدینو ذهنیت یې بدل کړ.

لومړی: دا یو تصادف نشي ګڼل کېدای چې په کندوز کې هرڅه د امریکا او ناټو غړو له سترګو الونیا رامنځ ته شول. څه چې په کندوز کې پېښ شول له اوږدمهاله یې اټکل کېده. د ترهګرۍ د ناراضي جنګیالیو هېوادنی ترکیب هغسې چې د کندوز په جګړه کې تشخیص شول ډېر پیچلی او له سلو سوالونو سره مخ دی. دا جنګیالي چې یووخت په ډیورنډ قبایلي سیمو کې په خپلو کمپونو کې اوسېدل، د پاکستان او امریکا ترمنځ د همغږه شوو عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان له خوا راوکوچول شول.‌
د وزیرستان په عملیاتو کې پاکستان یوتعداد هغه پاکستاني طالبان ووژل چې د پاکستان د بربادۍ لپاره یې نړیوال ترهګر مېلمانه وو، خو له نړیوالو ترهګرو سره یې د خپلې خوښې چلند وکړ او ټول یې ژوندي سلامت د افغانستان له پولې دې غاړې ته راولېږدول.

له چترال څخه ننګرهار، نورستان او بدخشان او بیا د تخار له غرنیو درو څخه کندوز ته د طالبانو رالېږدېدلو داستان زمانګیر او په حوصله و.‌ په چاردره کې ددوی د تجمع یو لوی مرکز جوړ شو او په دې توګه کندوز هماغه مهال د منځنۍ اسیا پرلوري د ترهګرو د هجوم دهلیز شو.

دویم: په کندوز کې هم لکه په نور افغانستان کې ترهګر د خلکو په کورونو ور ننوتل. په اوایلو کې د کندوز ډېر قومي مشران ډلې ډلې د افغانستان امنیت شورا دفتر ته راغلل. لومړنی شکایت داو، چې کندوز د ترهګرو لاس ته د لوېدو په حال کې دی او ددوی په خبره ځینې پټې کړۍ چې شاید اشاره سیمه ييزې د نشيي توکو مافیا ته وي د خلکو په خبره د ترهګرو مالي ملاتړ کوي.
افغان دولت د کندوز د قومي مشرانو اندېښنو ته د مثبت ځواب په پاکټ کې فاجعه ور انتقال کړه. د ملي وحدت حکومت چې د جنګسالارانو او یو تکنوکرات سړي ترمنځ تقسیم شوی و، په شمال کې د ترهګرۍ د شر ددفع کولو لپاره له یو غلط انتخاب نه استفاده وکړه، د محلي پولیسو او اربکیانو په نامه یې د ولسي پاڅون زمینه مساعده کړه، خو دولت دا طرحه هغسې چې تمه کېده په کنترول سره تطبیق نکړای شوه.‌ډله ډله جنګي جنایت کاران په ارګ راتوی شول او د اربکیانو تشکیلات د ځايي زوواکو لاسونو ته ولوېدل.

د وخت په تېریدو دغو جنګسالارانو له ولسي امنیتي ځواک نه د شخصي ملیشو د تجهیز او ترفیع استفاده وکړه او هر محلي قوماندان خپل ټوپک د خپل ګاونډي د جایداد او نفوذ د یرغمل لپاره په هغوی راواړاوه.
قومي مشران یوار بیا اړ شول چې ارګ ته راشي، دوه میاشتې وړاندې د کندوز لسو مشرانو د ملي امنیت شورا ته په کندوز کې د پېښېدونکې ماجرا د احتمال په اړه خبرداری ورکړ. دوی له دولت وغوښتل چې د ولایت او ملي امنیت څوکۍ سره له ګڼو ریاستونو دې د عبدالله ملاتړو یعنې محلي جنګسالارانو ته ورکړل شي خو په بدل کې دې د پولیسو مشر (‌امنیه قوماندان) بې طرفه او ملي سړی وټاکل شي. دوی حتی دولت ته وویل، چې له دولته د بیارغونې او سیمه ييز امتیاز په نامه څه نه غواړي یوازې پولیس دې له محلي‌زورواکو ددوی مال او سر وساتي خو له بده مرغه دولت د جنګسالارانو له وېرې دا غوښتنه هسې چې پکار وه ځواب نکړای شوه.

دې کې شک نشته چې طالب د خلکو او جنګسالارانو ترمنځ د پیدا شوي واټن په زړه کې ځان ته ځای وکوت او زر یې له احساساتي محلي ځوانانو خپل جلب او جذب پیل کړ. داوخت حتی طالبانو د ځینو متضررو خلکو په کورونو کې ډوډۍ وخوړې او ځینې محلي ټوپکوال یې په رڼا ورځ د خلکو د ځورونې په تور محاکمه کړل.
په کندوز کې داخلي اختلافات د طالب د خوندیتوب لپاره په ډېر سازماندهي ډول وکارېدل خو د کندوز د ښار له نیول کېدو سره خلک داسې یوناڅاپه او په بد ډول راويښ کړل شول، چې ګویا کندوز ټکان ورکوونکې او د اټکل نه لوړه پېښه وه.

درېیم: د ناټو هغه غړي چې په شمال کې له لسو کلونو زیات مهال راهیسې دېره وو، په هرڅه خبر وو، خو د ماموریت د پای ته رسېدو په پلمه یې د وضعیت د پیچلتیا ننداره کوله. حتی هالنډي عسکرو هلته خپل خبریالان بوتلل چې د طالب د ماجرا په پراختیا یو سند له ځان سره وساتي او د کندوز ښار له جګړې وروسته د ښه سند په توګه ددوی د حضور د ضرورت لپاره وکارېږي.
همدا وخت روسیې په سوریه کې دداعش پرضد جګړه پیل کړه، امریکا ددغې جګړې د ځواب لپاره د خپل هدفي خط مهمې نقطې ته ځان رسولی و.

د جګړې پرمهال له امریکا او ناټو د مرستې غوښتنې موقع برابره کړه، چې بریتانویان، نارویژیان، هالنډیان او امریکایان جنګ ته ودانګي او ورسره هممهاله په شمال کې د بهرنیو ځواکونو د اوږدمهالي اړتیا توجیه شي.
اوس چې د بهرنیو ځواکونو حضور یقیني شي په شمال کې به د ترهګرۍ پرضد جنګ په ټول شدت سره پیل شي او دا د افغانستان د شرايطو یو روښانه مثال دی، چې د بهرنیو ځواکونو په تېره د بریتانویانو له حضور سره د اورپکو جګړې او نفوذ هم زور اخلي.
داجګړه نوره نو په شمال کې دبړبوکۍ په ډول د تاوېدو امکان لري او ددې جګړې وضعیت په منځنۍ اسیا خپل ګړندی تاثیر لري.

تبصره وليکئ