هوښیار شئ !

انجينر يونس آرینزمونږ اوستاسو دښمنانو تر هر چا زمونږ د قومونو په ارواپوهنه ډیر ژور کار کړی، هغوی ته د هر قوم د قوت او کمزورۍ ټکي داسې مالوم دي چې مونږ یې له ارزولو لا یو څه واټن لرو. دښمن تل کمزورې خواته خپل پام اړوي او له هغې لارې په کم مصرف خپلو موخو ته د رسیدو هڅې کوي. د افغانستان د قومونو یووالي ډیر ځله دا ثابته کړې چې ډیر غښتلی دښمن هم دلته کمزوری او ډیر لوی قوتونه په لـڼـډ مهال دلته ویلې شوي دي. مونږ د هر یرغلګر په وړاندې له یوالي او د ایمان له قوته پرته څه نه لرل او دښمن په همدغو دواړو خواوو په ډیر شدت کار روان کړی.

ډیر لوی لوی جنګونه له وړو ډزو او یوې وړې نښتې را پیل شوي. دښمن ډیر کمزوري افراد، اشخاص او بنسټونه لومړی په نښه کوي او بیا د هغوی له لوري خپل پلان شوې چاری پر مخ بیایي. نن په پارلمان کې همداسې یوه پیښه وشوه!
یو څوک را پورته شه او یوه لوی قوم ته یې د ترهګر خطاب وکړ. داسې سړي ته د افسوس له کلمې پرته نور څه ویل زما لپاره د وخت ضایع کول او مونږ له اصلي موخو نه نوو لانجو او بحثونو ته اړول بریښي.

نه یو لوی قوم په یوه ټولنه کې د یوه وړوکي سړي په خبره وړوکی کیږي او نه کوم وړوکی یوازې په خبرو لوییدای شي، که ټولنه او روڼ آندي د یوه وړوکي ماشوم په خوله د سلګونو کلو ګډ وطن له نویو ننګونو سره مخامخ کوي دا نه سیاست ده او نه تدبر! دا بیا د دښمن په ژرنده د اوبو د خوشی کولو مانا ورکوي.
په دې ماتیدونکو شرایطو کې زه بیا په ځلمیانو غږ کوم چې د دښمن د لویې توطیې ښکار نه شي او په سړو ماغزو دې د وطن سبا سترګو ته ودروي. زمونړ قافله باید ددې توان پیدا ولري چې د سپیو په غپا او د کاڼو په باران کې خپل منزل ورک نه کړي.

همدومره!

تبصره وليکئ