واک بنسټونو ته وسپارل شو، بنسټونه متلیفینو ته

ولسمشر ټول وخت د سیستم له نشتوالي ژاړي، هغه ورځ یې لا په ګومارنو کې له قومي، ژبنیو او سمتي تمایلاتو او تاثیراتو ګرېوان لوند کړ، خو دا داسې ژړا ده لکه چې پیاز خورې اوښکې دې ځي، خو پیاز مه خوره اوښکې به دې نه ځي.
سیستم له غیبه نه راځي، سیسټم د متفکرینو او پالیسي میکرانو او تخنیکرانو کار دی، د مدیرانو ایجاد او تخلیقي هنر دی، د حکومت درې کاله اوړي، لا هم له سیسټمه نالښت دوام لري، که په نمونه‌یي ډول حتا په دوو ادارو کې سیستم رامنځ ته شوی وای اوس به نورو ادارو ته د کاپي سلسله جاري شوې وه، ورسره که سیسټم ته متعهد او مسلکي خلک ناست وای سیسټم به بیا کامیاب هم ګڼل کېده.
ولسمشر له یوې لویې ډلې سره لا هم په تدارکاتو کې نښتی، که د تدارکاتو کمېسیون سیسټم وي؛ نو ولسمشر ولې اړ دی چې مایکرو منجمنټ وکړي، نیم وخت یې په کمېسیون کې تېر شي؟ داځکه چې په سیسټم کې هم د ناباوره خلکو موجودیت سیسټم له استفادې غورځوي، سیسټم خو ټاپه نه ده، سیسټم د تطبیق مورد دی. که هر سیسټم ته د ولسمشر د فزیکي حضور ضرورت وي، د ولسمشر غني سیسټم داسې شو لکه هغه د ګوډ ملا لیک چې خپل لیک یې یوازې خپله لوستلای شو.
دا اوس اوس سولې ته ډېره تنده ده، معاشونه او مصارف یې لوړ دي، ولسمشر چې په سوله د باور نارې وهي، خو بیا یې هم د مصلحت په اساس خلیلي صاحب هلته مقرر کړ، خلیلي د سیسټم د تطبیق مهارت نه لري؛ نو سوله به څنګه د سیسټم او پروسې په اساس را منځ ته شي، خود به دا ځل سوله هم پروژه وي.
اصلاحات اداري او تذکرې دوې نورې چارې دي، ښه تمرکز پرې کېږي، هره ورځ فرمانونه او احکام دي چې له ارګه راوځي، خو هلته چې سیسټم د مجهولو تمایلاتو لرونکو اشخاصو په لاس کې دی، خود به اصلاحات اداري هماغه اداري پړسوب وي، بیا به هم خلک مجبور وي، کمیشنرانو ته واسطې پیدا کړي یا د کمېسیون مشر ته د پارلمان کوم غړی یا وطندار خان ملک یا مجاهد واسطه کړي.
ولسمشر ډېر مهارتونه لري، خو دوې عمده ستونزې هم لري، اول داچې د کادرونو په تشخیص کې پڅ دی او دویم یې داچې بې‌باوره دی، شکاکي سړی دی. شک او بې‌باوري د مایکرو منجمنټ سبب کېږي، مایکرو منجمنټ شخص انحصارګر کړي. زه نه‌شم منلای چې ولسمشر د حکومت په سنټرلایزیشن باور لري، زه فکر کوم ولسمشر د صلاحیتونو د انحصار شوق لري. حکومت لویه دستګاه ده په یو کس نه چلېږي.
اوس ولسمشر د خپلو دواړو عیبونو په سبب په شواخون کې دی، مسلکي، متعهد ټیم نه‌شي جوړولای چې کارونه په اطمنان ورتقسیم کړي او له خپلو اوږو څه بار کم کړي او چې ټیم جوړ نه‌شي؛ نو بې‌باوري پیدا کېږي او ولسمشر مجبور دی د ارګ د اشپزخانې مصرف او روټین لېسټ هم هر سهار پخپله چک کړي.
دا وطن ډېر لوی دی، په ارګ کې نه دی، ‌ډېر وطن له ارګه دباندې دی، په ارګ کې ډېر لږ کارونه کېږي، ډېر کارونه چې له ارګه په کاغذونو کې راوځي په نور وطن کې تقسیمېږي، اجرا کېږي. که دا دوره تېره شوه، ولسمشر به ادعا کوي چې زه یوې بلې دورې ته اړتیا لرم او علت یې دا دی چې سیستم په پنځو نورو کلونو کې جوړېږي، خو د یو ولسمشر کاري دوره پنځه کاله ده، په پنځو کلونو کې چې د یوې چارې لوری لودن مالوم نه‌شي، په بله دوره کې به تر دې تېر دلایل وي.
ولسمشر که په سیسټم باور لري، د جنګسالارانو زامنو ته اعزازي جنرالۍ ولې ورکوي؟ دا جنرال خو له خپلې رتبې سره کور نه کېني نور یې په سیسټم کې د کار حق جوړېږي. که ولسمشر د سیسټم کمال مني، ولې یې شپږ کسان په ټول وطن کې څرخنی کړي او هر کار یوازې دوی ته سپاري؟ ایا ممکن نه ده چې سم تشخیص وشي او یو کس دوې دندې و نه لري، بلکې کاري او اوقاتي تقسیمات وشي؟
که ولسمشر پر سیسټم باور لري، ولې د کار له پیله تر ننه درې وارې د چارو اداره ړنګه بیرته جوړه او بیا ړنګه شوه، خلک خو حاضر حالت ته ګوري چې په یو اداره امور کې سیسټم کار نه ورکوي؛ نو دا څه ډول سیسټم دی، د کومې بلې قارې له‌پاره جوړ شوی؟ د مکیسیکو له‌پاره جوړ شوی، که د سویس له‌پاره؟
ولسمشر دې خلک نه ګنګس کوي، ولسمشر دې د ارګ دننه له جامع الکمالاتو افرادو سره د لاس ته راوړنو او ټنبلۍ محاسبه وکړي.

تبصره وليکئ