په سوریه کي څوک پر چا بمونه غورځوي؟

په سوریه کي څوک پر چا بمونه غورځوي؟بشار الأسد ته خلک پورته سول او ورته وې ویل: ځه، ولاړ شه!
اسد ورته وویل: نه ځم.
جنګ شروع شو.
اسد له خپلو ملګرو «روسیه، ایران او د لبنان حزب الله» څخه مرسته وغوښته.
اسد: راشئ، یاغیان راسره وځپئ!
هغو ورته وویل، ولي نه، پر دواړو سترګو.
امریکا، ترکیه، عربي او غربي نړۍ بیا د یاغیانو ملاتړ شروع کړ. دوی اسد ته وایي: ولاړ شه!! چوکۍ پرېږده!!!
کار دلته خراب شو چي د یاغیانو له منځه یوې ډلي د اسلامي دولت «داعش» نوم پر ځان کښېښود.
نړۍ ټوله پر یوه خوا شوه او د اسلامي دولت نومي ډله پر بله خوا

اوس نو:
روسیه وایي: زه پر اسلامي دولت یا داعش بمونه غورځوم او یاغیان هم په نښه کوم.
سعودي او قطر چي د ایران سیالان دي، د یاغیانو ملاتړ کوي.
ترکان اسد ته وایي، ولاړ شه، خو بمونه یې لا تر اوسه نه دي پرې غورځولي. ترکان پر داعش او کردانو بمونه غورځوي.
د اسد دښمنان څوک دي: داعش، ترکان او که کردان؟
ترکان او امریکا سره جوړ دي.
کردان له امریکا سره جوړ دي.
خو د واشینګټن ملګري، ترکان او کردان یو دبل د سر دښمنان دي.
امریکا، کردان او ترکان ټول د اسلامي دولت یا داعش پرضد جنګیږي.
امریکا، کردان او ترکان له اسد سره هم جنګیږي.

تبصره وليکئ