په هلمند کې سقوط شوې ولسوالۍ امنیه قوماندانانو په طالبانو خرڅې کړې

په هلمند کې یوه دولتي سرچینه وايي، څه مهال وړاندې د نوزاد ولسوالي ددغه ولسوالۍ د امنیې قوماندان له خوا په ۲۰۰ لکه کلدارو په طالبانو خرڅه کړای شوه، خو د ولسوالۍ د نیولو پرمهال طالبانو د پنځه لکه ډالرو په ارزښت وسلې، مهمات، توپونه، رینجر موترونه او ان وې ګانې ونیول. دی ادعا کوي چې طالبانو ته دغه مقدار پیسې د نشي توکو قاچاقبر ورکوي او دغه راز په وروستیو کې طالبان له بهره هم ډیرې زیاتې پیسې راوړي.
په لشکرګاه کې دغه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اوربند ته وویل، چې دوی سخت ناچاره شوي او هغه پولیس مشران چې د ځینو خاصو کړیو له خوا ګمارل شوي په محاکمه کولو، ملامتولو او یا په اړه یې په کره معلوماتو وړاندې کولو او ښکېل کولو کې یې دوی پاتې راغلي دي.
یاد مقام وايي، هلمند ولایت له یو بد حالت سره مخ دی او ډېر ژر امکان دی چې نورې ولسوالۍ حتی د ګرشک په څیر مهمې ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
امنيتي مقام وايي، د پولیسو د ځینو مشرانو بېغوري د ملي امنیت او ملي اردو مقاومت ته هم زیان رسوي او له همدې کبله چې د امنیتي شیرازې یوه دروازه په لوی لاس ماته کړل شي د نورو یې هم ساتنه ستونزمنېږي.
په هلمند کې باغني او باغران له وړاندې له طالبانو سره وې، هلته یې محکمې او دفترونه جوړ کړي وو، کنډکونه او نظامي مرکزونه یې فعالیت کوي، خو په وروستیو کې سنګين، موسی کلا او نوزاد هم د طالبانو په لاس کې دي.
له سیمې د وروستیو څلورو ورځو ترلاسه شوي رپوټونه په ډاګه کوي چې د طالبانو یو درې سوه کسیز لښکر کجکي ته رسېدلی سیمه یې لاندې کړې او دولتي ځواکونه یوازې د ولسوالۍ د مقر او ماموریت د ساتنې لپاره مقابله کوي.
د کجکي اوسېدونکي وايي په یاده سیمه کې د طالبانو اصلي هدف د بریښنا د بند نړول دي او دوی د طالبانو له لوري داسې پیغامونه ترلاسه کړي‌چې دغه بریښنا کوټ به له منځه یوسي.
ځايي خلک وايي،‌دولت یوازې په دولتي مقرونو حاکمیت لري او د ولسوالۍ اړوند نورې سیمې له طالبانو سره وي. دوی ادعا کوي چې د ولسوالۍ د مقرونو لپاره د پولیسو او اردو عسکرو قربانۍ له امنیتي ځواک او ځوانانو سره زیاتی دی او دوی باید داسې یوې سختې جګړې ته ورمخ نه کړل شي، چې مشران یې له طالبانو سره معاملې لري.
ځايي مشران په پولیسو او په ځانګړې توګه د نظم عامه په لیکو کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کوي او ګواښ‌ کوي که په دې برخه کې توجه ونشي هلمند به له یو خورا ترینګلي حالت سره مخ شي.
په هلمند کې ځايي خلک هم د دغه امنیتي مقام ادعاوې تاييدوي‌ او وايي چې ټول ولایت د هلمند څلورو مخورو چې په کابل کې اوسېږي او دولتي حمایت لري له ګواښ‌ سره مخ کړی. دوی تور لګوي چې دغه کسان په سنا، ولسي جرګه او نورو مقامونو کې ناست دي او د تاریاکو د تجارت لپاره د ولسوالیو د هغو امنیې قوماندانانو په واسطه چې ددوی په زور مقرر شوي له طالبانو سره ددولتي برخلیک په بیه تعاملات لري.

تبصره وليکئ