چې دا جګړه ګټو موږ به د ستنې له سپم څخه وځو

موږ هر یو تر حد زیات عاطفي یوو، په دې وطن ژوند او پیښو مو زړونه زهیر کړي دي، خو په مقاومت لکه پولاد دومره سخت شوي یوو. زه له هر انفجار او انتحار سره لکه زلزله وهلی کور راونړیږم اما هماغه شیبه یو غیبي همت راکې پیدا شي، ذهن او روان سمبال کړم وایم، دا تقدیر هم د بدلیدو وړ دی.
څومره چې زموږ مقاومت او همت لوړیږي، همغومره دښمن سخت ګوزار کوي. یاد مو شي، چې موږ سرونه په خط کیښودل او تسلیم شوي وو، نو زموږ د خاورې دښمن د بامیانو بتان نړول، د نصیرالله بابر مرستیالان یې د انفجار نندارې ته په بامیانو کې ولاړ وو. هغه وخت موږ شکست منلی و، لاسونه مو جګ نیولي و، نو دوی زموږ بې حرکته ارزښتونه رانړول ځکه هغه ارزښتونه تر موږ ټینګ ولاړ وو..
دا پیښې به بیا بیا راځي، خو موږ د قربانۍ نسل یوو، زموږ استحکام زموږ دښمن د جنون حد ته رسولی دی. ددښمن لویه خوشالي زموږ د جنازو شمیرل ندي، بلکې د جنازې پر سر زموږ د ویر اندازه او لړزاند انداموونه دي. دښمن زموږ د ژړا له حد نه د خپل بري اندازه لګوي.
خو دا مه هیروئ! چې نور نو دښمن هغه ندی پاتې چې سوچ یې کړی و. دا لګېدلې لمبې به کال وروسته هلته هم لنګونه او تنګ مردانه پرتوګونه وسوځوي. ددې جنګ بلونکي به دخپل وجود د لمبو ننداره هم وکړي.
څه چې موږ ته په دې شیبو کې پکار دي، عوامو ته د مورال او روحیې ورکول، پروخت تسکین، د معلوماتو له خپرولو سره احتیاط. د فکر بدلون او د خلکو شعوري بیداري. څه چې موږ کولای شو، هغه پر دولت فشار چې د وکیل او قوماندان په موټر کې ځانمرګی له چک پاینټ تیر نشي، پولیس او سرباز په پیره کې ویده نشي، په رشوت بې پلیټه موټر تیر نشي، په جوماتونو کې خپل ملا د نظام ضد تبلیغاتو لاس واخلي. چې په خپلو مدرسو او ښوونځیو کې مو د ځانمرګو واسکټ او د وسلو ډیپوګانې را ونه وځي.
څه چې موږ کولای شو دادي چې مجرم په زندان کې انترنیت ونه کاروي، د حقاني زوی د زندان محترم میلمه نه وي.
چې ملي امنیت مو غښتلی شي او د مجرم سره جدي چلند وشي.
هغه څه چې موږ په دوامدار ډول غښتلي کوي، په نظامي دستګا کې د بیړنیو او مسلکي اصلاحاتو راوستو لپاره پر دولت فشار راوستل دي، خو دا فشار باید هم دوامداره وي، هم د مبارزې په محصول ولاړ.
اخره خبره:
څومره چې وژل شوي یو، د هغه په څو چنده سرعت ملي فکر وطندوستي، او مقاومت وده کړې. د جنګ په حساسه مرحله کې د سرباز میړانه، مورال او په بري باور د بري راز دی او موږ هر یو ددې وطن ددې خطرناکې جګړې پرضد د مقاومت سربازان یوو.

تبصره وليکئ