کرملین مجبور دی (پرته له کرزي‌ افغانستان) سره تعامل وساتي

کرملین مجبور دی (پرته له کرزي‌ افغانستان) سره تعامل وساتيد افغانستان په تړاو د روسیې پاليسي په اوسنیو شرايطو کې د اوکرین د بحران په سبب له لودیځې دنیا سره د اړیکو د خړپړتیا له کبله عملاً‌ په څولاره کې قرار لري.
په ۱۹۸۰ کلونو کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د نظامي حضور تجربې د روسي سیاستلوالو په ذهنونو تیاره خاطرې پرېښودې دي. د نړیوالو چارو اکثریت څېړونکي وايي په ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو کې پر افغانستان کې روسي پوځي‌ حضور د پخواني‌ غښتلي‌ شوروي اتحاد د ړنګېدو لامل شو. د معاصرې روسیې سیاستوال په هیڅ ډول حاضر ندي بیا په جنګ کې ښکېل شي‌- هغه جنګ چې په اوسنیو شرايطو کې نه روسیه د هغې پرمخ وړلو توان لري او نه یې د بري امکان شونی ښکاري .

د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې روسيې لوړپوړو چارواکو په وار وار له افغانستانه د امریکایی او ناټو ځواکونو د بیړنیو وتلو په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې. روسانو ویره لرله چې د قدرت د احتمالي خلا په صورت کې د وسلو د زیاتون، د اداري فساد او نشي توکو د قاچاق پراختیا او د ترهګرو ګروپونو او سخت دریځو د ورانکاریو په څېر ناخوالې به ډېرې او ډېرې شي.

څه چې په ترهګرو او سخت دریځو پورې تړاو لري هغه اټکل په رښتیا کېدو دی، چې څرګندې نښې یې په افغانستان کې د داعش د پښو ټېنګولو هلې ځلې دي. روسې څه وخت وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خواست وکړ چې دداعش د پراختیا د مخنیوي لپاره ګړندي ګامونه واخلي.
روسیه په خپلو رسمي پالیسیو کې داعشیان او طالبان ترهه اچوونکي‌، جګړه خوښي او سخت دريځي معرفي‌ کوي‌ خو په عین حال کې د روسیې د سیاستوالو په باور په افغانستان کې دداعش حضور په مراتبو د طالبانو تر حضور د روسې د ګټو لپاره خطرناک دی. داعش د طالب برعکس په روسیه کې د مسلمانو روسانو په منځ کې د ځوانو جنګیالیو جلب و جذب کوي اما د طالبانو فعالیتونه په افغانستان پورې منحصر وو. داعش چې روسي جنګیالي ځان ته وبولي، ویې روزي نو ددوی هر یو به د روسیې په زړه کې ددغه مهم ملک لپاره خطرناک وي.

همداراز روسې کله هم په افغانستان کې د واک په ګډون کې د معتدلو طالبانو د ونډې جدي مخالفت ندی کړی. حتی روسیه ځینې وخت ټینګار کوي، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د نشي توکو قاچاق په مراتبو کم شوی و، خو په وروستیو پنځو کلونو کې د ناتو او امریکا په شتون کې یې څوبرابره پراختیا موندلې ده.
د افغانستان د نشي توکو یوه غټه اندازه روسیې ته ځي او روسان پرته له دې بله لاره نه لري چې زیات ځواکونه له عصري وسلو سره د قرغزستان او تاجکستان سرحدونو ته ددغو ځواکونو مرستې ته ورولېږي چې د نشي توکو د قاچاق مخه ډب کړي. د روسیې د ستراتيژي جوړونکو په باور په دې توګه باید روسیه خپل پراخ قلمرو چې د نشي‌توکو او ترهګرو له خطر سره مخ دی وساتي او ددفاع یوه پراخه حوزه تشکیل شي.
حاکم نظام ته نږدې کړیو په روسیه کې هیله درلوده چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ډله یې په واک کې پاتې شي، ملي پخلاینه پیل شي او په نتیجه کې منځلاري طالبان او ټولې معتدلې کړۍ په حکومت کې ونډه ولري. اما هسې چې ټول وینو دا سناریو بریالۍ نشوه اوس نو کرملین مجبور دی له داسې یوه افغانستان سره اړیکې خوږې کړي چې له کرزي پرته یو بل څوک یې اداره کوي.

اوسنیو شرايطو او احتمالاتو ته یې په کتو سره اټکل کېږي روسیه به په افغانستان کې لاندیني فعالیتونه پیل کړي:
د ۱۹۹۰ کلونو په څیر به روسیه د مشخصو کړیو څخه په مشخصو سیمو کې حمایت پیل کړي او په دې ترتیب د زاړه سیاست په تعقیب چې هڅه یې کوله د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د سرحد په امتداد حایل سیمه ایجاد کړي.
روسیه هوډ لري چې د ولسمشر غني‌ له حکومت او منځلارو طالبانو سره مرستې پیل کړي. د کتونکو په باور داډول رابطه او اعتماد تر یوې کچې کولای شي د نشي توکو ترافیک راکم کړي اما دا خطر ښايي پخپل ځای وي، چې افغانستان د سخت دريځو او ترهګرو د مرکز په توګه پاتې شي.
روسیه کله هم ددې لیواله نده چې د افغانستان په خاوره کې په مستقیم ډول له سخت دریځو سره په جګړه کې ښکېل شي او یا د هغوی پرضد کوم سنګر پرانیزي. د شمالي قفقاز‌( داغستان او چچینیا جمهوریتونو) په شخړه کې ښکېلتیا د روسیې حکومت او خلکو ته یو نه جبرانېدونکی غم ورکړی او لاهم په خپل ګذشته پښیمانه دي.

ویل کېږي روسیه کولای شي ( هرکله چې وغواړي) له لودیځو ځواکمنو هېوادونو سره د منځنۍ اسیا د سرحدونو په اوږدو کې د تحت الحمایه سیمو د جوړولو لپاره همکارۍ ته ادامه ورکړي. ځینې څېړونکي په دې باور دي چې د روسې داډول اقدام د چین له لوري‌ بلمثل غبرګون وزيږوي، هغه غبرګون چې په ټوله کې د روسې د ګټو په زیان تمامېږي. طبیعي ده چې دا ډول حرکات به د افغانستان د مرکزي حکومت او ټولو خلکو توند غبرګون له ځان سره ولري. له بل لوري له لودیځ سره د اوکراین پرسر د روسانو شخړه تر اوږد مهاله په افغانستان کې د لودیځ او روس د ګډ کار خنډ کېدلای شي.
داچې روسیه به د افغانستان په تړاو په حقیقت کې کومې پالیسۍ ته لاس وغځوي، دقیقه وړاندوینه یې ډېره ساده هم نده ځکه پاسني ټول ټکي د روسیې په خارجي تګلاره ژور تاثیر لرلای شي. هم مهاله شک نشته چې روسیه به په ټول ځواک سره د خپل نړیوال موقف د استحکام لپاره هره ممکن هڅه کوي. عام نظر دادی چې د ۱۹۹۰ کلونو خلاف روسیې په نړیواله سطحه خپل موقف قوي او بیا رغولی دی.
د نړیوالو کارپوهانو په باور روسیه د پخواني شوروي اتحاد له ایرو څخه د راپاڅېدو په حال کې ده. سره له دې چې د پخوا په څیر په یو بې ساري‌ځواک بدله شوې نده مګر بیا هم روسیې ته باید د سیمې په کچه د یو ځواکمنترین لوبغاړي په سترګه وکتل شي.

د پوتین تر قیادت لاندې د روسیې حکومت هیله لري نړیواله ټولنه یې هېواد ته د یو مساوي الحقوق همکار په درناوي قایل شي. په عین وخت کې د روسیې له وروستیو کړنلارو په ډاګه کېږي چې کرمیلین له دې وروسته هوډ نلري له یواړخیزو تاکتیکونو یعنې د ځواک له استعمال څخه استفاده وکړي بلکې غواړي د پيچلو دیپلوماتیکو تګلارو او څو اړخیزو متضادو روشونو څخه کار واخلي.
په حقیقت کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د روسیې همدې تګلاره د افغانستان په برخه کې د عمل جامه اغوستې ده. زما په باور مسکو سخت لېواله دی چې په افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادنو کې نفوذ ولري مګر ددغو هیوادنو د کنټرول هدف نه تعقیبوي.
هغه ټکي چې پاس یاد شول کولای شو داسې نتیجه واخلو چې په قوي‌ احتمال روسیه به د افغانستان په چارو کې له کامل دقت نه کار واخلي او شریکه همکاري به یې د منځنۍ اسیا د هیوادونو د امنیت په تامین سره به د روسیې ملي‌ ګټې خوندي کوي.

تبصره وليکئ