کله چې طالبان ووځي، کندوز به څنګه وي؟

کله چې طالبان ووځي، کندوز به څنګه وي؟په ښار کې ګرځېدونکي یاغي جنګیالي د کندوز له مشهورو نښو سره پخپلو لوړماډل مبایلونه سلفي او یادګاري عکسونه اخلي، هغوی د خپلو منځلارو دښمنانو په څیر خواله رسنیو ته لاسرسی لري او دنن ورځې عکسونو او ویډیوګانو یې ټوله خواله میډیا نیولې ده.

طالبان هڅه کوي، له دې لارې پیغام ورسوي چې ترټولو مشهور بندري ولایت یې په نیم شواروز کې لاندې کړ.

د طالبانو په لاس راوړي درې هدفونه خطرناک دي، د وسلو زیرمې، د کندوز زندان ماتول او د افغان ځواکونو یونیفارم او نظامي‌ګاډي ولجه کول.

طالبان په بیړه په ښارکې له یوې کوځې او سړک بل ته اوړي او له یوې ودانۍ بلې ته ننوځي. څه چې په لاس ورځي رااخلي یې او له ښاره په پرانستو لارو په ځانګړې توګه د امام صیب ولسوالۍ وخواته په مهماتو او نورو توکو بار موټر چلېږي.

طالبان به په کندوز کې ډېر مقاومت ونشي کړای او باید هم چې د مقاومت او یا ښار کې د پاتې کېدو ډېره موقع ورنکړل شي، خو طالبان په دې لنډ او هیجاني وضعیت کې په اسانۍ خپلو مهمو موخو ته ورسېدل.

په کندوز د برید مسله داسې نده چې بیګا پرېکړه شوې او د شپې په ښار راوکوچېدل، تر یو زرو زیات طالبان د کندوز په ښار کې لیدل کېږي، او که ادعا وشي چې تردې کم دي، نو بیخي د حیرانۍ وړ ده چې د ولایت اړوند ځواکونه په څه لګیا دي؟

د طالبانو په لیکو کې په جګړه بوخت طالبان ټول یې کندوزیان ندي، په دوی کې د ننګرهار، وردګو، غزني، هلمند او خیتځو ولایتونو ځوانان چې په سرونو یې سپنې جنډې تړلې لیدل کېږي او په خپلو محلي لهجو خپل منځ او مخابرو کې خبرې کوي. دغه طالبان له یو منظم پلان سره له وړاندې کندوز ته لاړل او هلته یې د کندوز ښار په کمربندونو کې سنګرونه ونیول.

د کندوز والي او د امنیت امر له کندوز بهر دی، یو تاجکستان ته په سفر تللی او بل یې هم ښايي کابل ته راغلی وي. امنیه قوماندان یوازې دا جګړه قومانده کوله خو کوردینات یې ترسویه لوړ شول.

له طالبانو سره دومره دقیق معلومات چې په څه وخت او له څرنګه موقع په استفادې په ښار حمله وکړي، ګمان یقیني کوي، چې دا یو پلان شوې او هم احتمالاُ له ولایتي ادارې د ننه څخه سازماندهي شوې وي.

د جنګ خساره که همدا شیبه هم حاسبه شي ډېره وېرونکې ده؛ طالب بندیان خوشي شول او دا ټول د جنګ سنګرونو ته د انتقام له ولولو سره ستانه شول. د افغان ځواکونو زغروال ګاډي، رینجرې او ټانګونه یوړل شول، درنې او سپکې وسلې یې غنیمت کړې، مهمات یې ولېږدول او داهرڅه د طالبانو په خوندي پټنځایونو کې ذخیره شول.

هغه مهمات چې طالبانو له کندوز څخه وایستل په ټول شمال کې ددوی د تعرضونو او مقابلې لپاره کافي دي، له دې وړاندې په کندوز کې طالبانو د افغان ځواکونو له۲۰ ټانګونو او لسګونو ډاټسن موټرونو استفاده کوله، اوسني ولجه شوي به په وراضافه شي. د طالبانولاس ته د افغان ځواکونو په تیره د ملي امنیت دریشۍ هم ورغلې دي. طالبان په اسانۍ کولای شي له دې دریشیو په استفادې په کندوز او په ټول شمال هره ورځ یوه د جعلي اعتماد لوبه له افغان ځواکونو سره ترسره کړي.

بله ویره د معلوماتو ده، د افغانستان په امنیتي ادارو کې ټول معلومات ډېر خوندي ندي، کیدای شي طالبانو کې ځینې داسې کسان وي چې محرمو اسنادو ته یې لاسرسی پیدا کړی وي او دا به یوه لویه فاجعه وي.

طالبان پوهېږي چې کندوز غوندې یو مهم ولایت چې د یو حکومت حیثیت ورسره غوټه دی ساتلی نشي، خو دې د خرپ او ترپ جګړې او ناڅاپي تعرض هغوی په خپلو موخو بریالي کړل. هم یې وسلې یوړې هم زندانیان، ترټولو تېره یې داچې ادعا کوي چې موږ یو کليدي ولایت ته په ۹ ساعتونو کې سقوط ورکولای شو.

په کندوز کې لکه د نورو ولایتونو په څیر یوه مافیايي بلا پټه ده چې د افغان دولت په پاسته بستر کې له خواږه ژوندانه خوند اخلي خو کله چې ددوی د امکاناتو او امتیازاتو چینې وچېږي، ددولت د ګواښلو او لااقل ننګولو لپاره له هرې نامشروع لارې کار اخلي.

کندوز ته ولسمشر غني چې کله د والي او امنیتي مقامونو پکیج معرفي کړ، یو کندوزي قومي مشر وویل‌

((‌دا د سیاسي لوبو ولایت دی، هغه مقامات چې له دوی نه ندي، شپه به یې پر کندوز ګرانه وي، داسې بدنامي به ورجوړه کړي چې د ټول دولت حیثیت به ورسره پایمال شي))‌

کله چې له قومي مشر وپوښتل شول چې نو باید څه وشي؟ هغه وویل:

تدریجي او تر یوې اندازې شرايطو ته په کتو بدلون. کندوز تغیر غواړي نه انقلاب.

کټ مټ د قومي‌مشر خبره ده، چې د همدې اختلافونو په ترڅ کې په کندوز کې مافیا محلي حکومت له دومره سرخوږیو سره لاس او ګریوال کړ، چې که د طالب په بري هم تمامېږي،‌خو چې د حکومت په ناکامۍ او بدنامۍ حتمي تمام شي. په کندوز کې د مقاماتو په ټاکنه کې اصلاحات په پام کې ونیول شول، خو حریف یې ژوندی ورته پریښود چې ورسره ډغرې ووهي.

په کندوز کې تدریجي اصلاحات بیرته د سیمه يیزې مافیالاس ته ولویدل، دوی به د طالب د شړلو ویاړ هم ولري او له دې وروسته به حکومت  د کندوز په اړه ددوی له فرمایشونو یو ګام وړاندې وانخلي.

د کندوز له حالت سره د افغانستان ډېر ولایتونه مخ دي، غزنی، هلمند او ننګرهار یې په سر کې دریادوم.

تبصره وليکئ