تعلیمي نظام، نیمګړتیاوې او اصلاحات – لومړۍ برخه

یو فلسفي وايي: چې د زده کړې بل هیڅ هدف نشې کیدای خو د انسانانو پیدا کول.
د کلاسیک دور غښتلی فلسفي وايي: زموږ هدف د زده کونکي مادي، شعوري، رواني او ذهني پرمختګ دی، زکه چې موږ غواړو د فرد رواني اساس تارونه، لکه تکامل، احساسات،اعصاب، ناروغۍ، شخصيت او رول وپيژنو او بیا وروسته په علمي او ژبپوهنيزه توګه د زده کونکو درملنه وکړو، چې دا عموما د تعليمي رواني او د نوي دور نوي تکامل ته په کتو سره کیدای شي. همداعلت دی چې موږ د شخص او ټولنې ترمنځ څه خاص توپیر نه کوو. زده کونکو ته باید هغه څه ورکړای شي چې وکولای شي په ښه توګه يې پر مخ يوسي او د ټولنې د ټولنيزې ودې او د روڼ انده راتلونکي ضامن وګرځي. موږ هغه تعليمي ټولنيز ساينس پوهان یو چې د ټولنې درملنه د دوی د ستونزو پر اساس او عيني حالاتو ته په کتو سره تر سره کوو. بايد زده کونکي دخپل استعداد ښوولو لپاره آزاد پرېښودل شي چې وکولای شي، نوښت وکړي او هيڅ ډول فشاري عناصر پر ځان غالب ونه ګڼي . او دا هم ډېره اړینه خبره ده چې بايد نصاب د زده کونکي په خوښه رامنځته شي.

r-scho-15
د امریکا پخواني ولسمشر ابراهم لنکن لیکي: که دپوهنې موضوع ته راشو نو دا څه داسې شي يا نظام ندی چې کوم شي موږ ته خوند راکوي یا موږ دې ورته د پوهنې نوم ورکړو. خو زه پر دې پوهيږم چې دا یوه اړینه موضوع ده، چې له امله يې موږ پرمختګ کولای شو. پوهنه بايد هر انسان تر لاسه کړي، خو ښه پوهنه، او دا حق باید هر وګړي ته ور کړل شي، چې د خپل او نورو هېوادونو له تاريخ څخه خبر شي. تر څو دوی وکولای شي، زموږ د خپلواکه ادارو په ارزښت پو شي، چې دا به يوه لويه لاسته راوړنه وي.
تر کومه چې زه پوهيږم، پوهه د ښه خوی، زغم، نوښت او زيار نوم دی او د يو شي واکمنۍ او دومره عادي کولو ته وايي، چې دا شي موږ د نړۍ د لا معاصرکولو لپاره وکارؤ، او وکولای شي د خوشاليو لمن لا پراخه کړي.

لیکوال جان ډیوي لیکي: پوهنه فقط زده کړې ته نه وايي بلکې ژوند تيرولو ته وايي! زما په اند زده کړه یوازې د څو شيانو او تخنيکونو تر شاوخوا تاويدل راتاويدل ندي، خو د يو استعداد له مخې د دغو تخنيکو څخه د يو لوی هدف لپاره کار اخیستل دي. د پوهنې مانا ، راتلونکي ته د یو فرد آماده کول دي او د دی کار لپاره د زده کونکي روزل دي چې وکولای شي په بشپړه توګه د خپل استعداد په کارولو کې خپلواکي احساس کړي او خپل استعداد حس کړي. جان ډيوي دا مني چې ښوونه او روزنه اصلاح او ټولنيز بدلون راولي. نوموړی زياتوي پوهنه یوه دوامداره پروسه ده، چې د راتلونکي په اړه په ټولنيزشعورکې اړینه ونډه لري او هر فرد چې له دې ټولنيز شعور څخه څه لاسته راوړي د ټولنې د رښتينې جوړونې کار ورکوي.

کلاسیک نصاب
په کلاسیک نصاب کې د ښوونکي رول تر ټولو زیات ارزښت ناک او پیاوړی مالومیږي. په دې نصاب کې د ښوونکي بشپړه واکمني او ډیکتاتوري ترسترګو کیږي. د دې نصاب پرتله د معاصر نصاب سره څه دا ډول کیدای شي، د بیلګې په توګه سکرات، اپلاتون او ارستو، ښوونکي د نصاب مرکزي اساس ګڼي او دوی په دا باور دی، چې یوازې ښوونکي کولای شي، زده کوونکي حقیقت یا رښیتنوالي ته ورسوي. یانې په دا نصاب کې د زده کوونکي هر ډول نوښت له سترګو غورځول کیږي، خو د دې نظر د نفې کولو ښه بیلګه په خپل وخت کې د اپلاتون او ارستو له خپل منځې تضاداتو څرګندیږي. هغه وخت چې کله اپلاتون به ویل چې انسان پر هر څه نشې پوهیدای زکه چې د رښتینوالي درک کول نا ممکن دی، نو همدا د اپلاتون شاګرد ارستو و چې په لومړی ځل یې د خپل ښوونکي اپلاتون نظر رد کړ، دی وايي چې انسان تر ډېره بریده پر هر څه پوهیدای شي، خو په ورستیو قضیو کې ارستو بیا د خپل ښوونکي اپلاتون نظر ته ور نږدې کیږی، چې دا د نوموړی تر ټولو ستره تیروتنه وه او هغه دا چې ارستو هم پر هر څه نه پوهیدو ته یو منطق لری او هغه دا چې د جزیاتو په اړه انسان کولای شي پوشي، خو کله چې د دې شیانو مینځ کې شته بدلونونو ته داخلیږي، نو خبره بل لورې ته ځي او په معاصر علم کې اشاره ورته کیږي، د هر شی په داخل کې شته عناصر څیړل پکار دی، خو ارستو له دې عناصرو وختي تضاداتو ته د مطلقیت جامه ور واچوي.

البته په ټوله کې دا ښوونکي او زده کوونکي یاني سکرات، اپلاتون او ارستو یو بل ته ورته دی او پر زده کوونکو د تدریسي میتدولوژي له نظره واکمن اوسیدل د دوی شعار دی. سکرات په دې عقیده دی، چې زده کوونکي باید د خبرو اترو یا ډیسکورس له لارې ورسول شي او دوی ته د رښتینوالي لاره وښودل شي، همدا علت دی چې دې علم خپل عقیده ګڼي.
دوی په دا کلاسیک دور کې هیڅ ډول تدریسي مواد نه درلودل، بلکې سکرات به د پوښتنو او ارستو به په ټولګي کې د قدم وهلو تر څنګ د علمي خبرو کولو نصحیت کول او اپلاتون په دې عقیده و، که چېرې یو څوک په ریاضي پوه نشی نو په ټولګي کې یې پرېښودل د وخت زیان دی.

یوناني علمي دور او مذهب
مصري، بابلي، عربي او عبراني تمدنونو په خپل تصوراتو کې ډېرو خدایونو ته ځای ورکړای و، خو د یونان دي فلسفیانو له ډېرو خدایانو څخه رخصتي واخیسته ، سکرات یوازې د یو خدای د عبادت لار ښوونه کوله او هغه هم په داسې صورت کې چې وکولای شي حس او درک یې کړي. یاني د علمي خدای لټون یې په ګوته کول او ټینګار یې کول چې باید د دې هستي په اړه شاګرد حقیقت ته ورسیږي، همدا علت وه چې د یونان د شین او ژیړ آسمان خدایان یې مخالفین او ورسته یې سکرات ته د ذهرو جام ورکړ.
د سکرات دې سرغړونې که څه هم پر یونان تیارو ته لاره پرانسته خو د دې سرغړونې څخه الهام اخیستونکي عناصر ،رښتینوالي ته لا ځیر شول او په ماغزو کې یې د شک ماده پیدا شوه، تر څو حقیقت ته د سکرات د لارښوونې له لارې ځان ورسوي او دا یوازې د سکرات د خبرو اترو لاره و، چې ویل ډیورنټ په خپل کتاب (The Outlines of Philosophy) کې ورته جوته اشاره کړی ده.

د افغانستان د نصاب روان بهیر
د ورځې په تیریدو سره د افغان ځوان په ماغزو کې له هېواد، کلتور، مذهب او نظام (غونډال) څخه د لرېوالي ماده پیدا کیږي، د نړیوال بانک د یوې څیړني مطابق له ایران څخه هر کال د شته کلتور، مذهبي سخت دریزي، دودونو، د زغم نشتون او فکري کنګلتیا له امله ۲ لاکه ځوانان پدې لټه کې دی چې ایران پریږدی او بهرني غربي هېوادونو ته کډه وکړي. غالب امکان کیدای شي په افغانستان کې دا شمېر تر ډېره بریده زیات وی. که چیرې موږ خپل تعلیمي نصاب ته راشو، نو مالومه به شي، چې زده کوونکو ته هغه څه ور زده کوي چې په راتلونکې کې له زده کوونکو سره د خپل عادی ژوند د مسایلو د حل کولو لپاره هیڅ ډول مرسته نشی کولای. یاني د ریاضي میخانیکي او کلاسیکي فارمولونه چې د افغان بشري ژوند سره په عملي ژوند کې هیڅ ډول مرسته نشې کولای. حال دا چې زموږ هر څه په ریاضي ولاړ دی، له خوب څخه نیولې تر ویښتیا، د ناستو څخه تر شخصي او کورنیو اړیکو یو فلسفي فارمول شته دی، چې زموږ وخت ټاکي. زه باید خوراک، څښاک، ناسته پاسته، کړه وړه، غږیده، لمونځ اودس، ښه او بده خبره، مدیریت، استراحت، فکر، خندا ژړا او تفریح کله، څنګه او څومره او چېرته وکړم؟ دا ټول فعالیتونه د ریاضي اصولو ته اړتیا لري.

که چېرې د انسان له ژوند څخه د ریاضي اصول لرې کړو نو انسان فکر، کړه وړه او ژوند نشې کولای. خو زموږ د ریاضي اصول تر بل هر چا وروسته پاتې دی، د یوې څیړني مطابق چې ما هم پکې ګډون درلود، د افغانستان د شپږم ټولګي ۱۴ سلمه زده کوونکي پر دې نه پوهیږي، چې له یو څخه تر لسو شمېر تکرار کړي. او د ساعت په پوهیدا خو ډېر شمېر نه پوهیږي د دې تر څنګ ، د وخت پر اهمیت خو له مشر څخه نیولې تر کشره ،نیم افغانستان نه پوهیږي، له دې څیړني څرګنده شوې ، چې د شپږم ټولګي ۹۸ سلنه زده کوونکو موږ ته د لیکلي پوښتنې په ځواب کې ویلی دی چې د دوی له ښوونکو څخه یوازې ۲ سلنه ښوونکي پر وخت ټولګي ته د درس په موخه راځي. اوس خبره دا ده، چې زموږ زده کوونکي که چیرې یوه ورځ غیر حاضري کوی نو یو څو ساعته ضایع کوی خو هغه ښوونکي چې د ۶۰، ۷۰ یا ۱۰۰ زده کوونکو ته درس ورکوی او دی په ورځ کې ۲ یا ۳ ساعته درس ورنکړی نو د دې مانا دا ده، چې دی په ورځ کی د وطن ۳۰۰۰ ساعته وخت ضایع کوی.

زموږ د ریاضي په کتابونو کې کلاسیک خوی شته او هغه هم غیر فلسفي دي. موږ ویل شوو چې د ښووني او روزني فلسفي درس د ښووني او روزني په هر پوهنځي کې ښوودل کیږي. خو زموږ ښوونکي د کلاسیک فارمول تشریح هم په کلاسیکه توګه نشې کولای . د نیوټن او اینشټاین د ځواک او حرکت تیوریګاني یو څوک نشې کولای چې په ۱، ۲ او ۳ ساعتونوکې تشریح کړي. پاتې شوه خبره د کوانټم فزیک او بیا د ډیجیټل فزیک او ریاضي چې په مرسته یې د نړۍ د هوا تودښه او سوړوالي کنټرلیږي همداسې د الوتکو او اټوم بمونو شتون او حرکت کنټرولیږي، دا زموږ د ښوونکو د توان خبره نده. بلکې حقیقت خو دا دی چې دوی د زده کوونکي په پټو مادي تارونو کې د نوښت ماده نشې پیدا کولای او نه زده کوونکي دې ته تشویقولای شي، چې له خپل چاپیریال یا مخانیکي زده کړي څخه علاوه په یو نوې جهان فکر وکړي. دا غمیزې تر ښوونځي یا لیسې پورې ندی محدودې بلکې تر پوهنتونونو پورې زموږ ځوانان نشې کولای چې د زده کړی په برکت یوه ډېره وړه تقلیدي کشف هم وکړي.
نور بیا

تبصره وليکئ