عاقلې اصفي د ملګرو ملتونو دکډوالو جایزه وګټله

جنیوا

افغان مېرمنې عاقلې اصفي چې خپل عمر یې په پاکستان کې د افغان نجونو د تعلیم لپاره وقف کړی، د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) کلنۍ جایزه وګټله.

۴۹ کلنه افغانه ښوونکې چې په ۱۹۹۲ کال له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته مهاجره شوه دکډوالۍ په چاپېریال کې افغان نجونو ته د تعلیم د زمینې مساعدولو په پار ددغه جایزې وړ ګڼل شوې ده.

په لومړیو کې چې هغه د پاکستان په شمال کې د کډوالو په یو پنډغالي کې اوسېده افغان نجونې به یې په پټه په خپل کور کې روزلې او یو مخفي ټولګی یې جوړ کړی و. وروسته هغه وتوانېده چې د سیمې خلک قانع کړي او په دې توګه د افغان کډوالو نجونو لپاره د منظمو زده کړو سلسله وغځوي.

دې په لسګونه کاپي حاضري ګانې په لاس لیکلې.

د کډوالو اداره وايي، آغلې اصفي د کډوالۍ په سختو شرايطو کې چې خپل شخصي ژوند او د کورنۍ ستونزې ورپه غاړه وې، سختو ننګونو ته یې اوږه ورکړه او هرکال به یې یو زر نجونې له ابتدايي تعلیمي دورې فارغولې.

9205000

میرمن اصفي وايي‌ (( کله چې تاسو لوستې میندې ولرئ، تاسو به یو لوستی نسل رامنځ ته کړای شئ، که تاسو په نجونو زده کړه وکړئ تاسو به راتلونکی نسل لوستی وي)).

افغانستان د کډوالو له اړخه د نړۍ له ننګونو سره ترټولو جدي مخامخ شوی هېواد دی. ۲،۶ میلوني تعداد کډوالو کې یې زیاتره ماشومان دي چې د زده کړو له ستونزو سره مخ دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو ماشومانو ۸۰ سلنه یې اوس هم د تعلیمي سهولتونو د نشتوالي او کاواکۍ له ستونزو سره مخ دي.

میرمن اصفي ته به ددغې جایزې په ترڅ کې د اکتوبر په پنځمه نېټه ۸۸۵۰۰ ایرو نغدې پیسې هم ورکړل شي چې خپل ترلاس لاندې روزنیز بهیر ورباندې تمویل کړي

تبصره وليکئ