یا به پاکستان صداقت کوي یا به انزوا ته ځي

افغان ولسمشر اشرف غني ويلي هېواد یې په ۲۰۱۵ کال کې  له مالي اړخه له هغه بحران سره مخ شو، چې وار له مخه یې امریکا، روسیه، بالکان او د نړۍ نور هېوادونه هم لړزولي وو.

images (5)

له یو افغان تلویزیوني چینل طلوع سره په مرکه کې وویل، د معجزيي تغیراتو راتلل به ناممکن وي، او دی اړتیا لري چې د اساسي او بنیادي تغیراتو لپاره د خپل واک له مهال څخه استفاده وکړي.

ښاغلی غني وايي، افغانستان هممهاله له درې انتقالي پروسو سره مخ و، نظامي، سیاسي او اقتصادي. دده په خبره لومړۍ دوې په بري سره سرته رسېدلې خو په هرحال یې په اقتصادي انتقال تاثیرات پرېمانه وو.

د ټاپي پروژې د پیل له اړخه به د غني په خبره په افغانستان کې د کار زمینه پراخه شي او هم د اوبو مهارول او د زراعت میکانیزه کول د کار موندنې مهمې عرصې دي چې دی افغان حکومت یې په برخه کې د ژورو پرمختګونو په اړه ډاډ ورکوي.

ولسمشر غني وويل انتخابات به پخپل وخت ترسره شي خو د تذکرو دويش په برخه کې ملي اجماع ته ضرورت لري چې وکتل شي یوه د خلکو د خوښې پریکړه ومنل شي.

په ولسمشر غني‌ په داسې حال کې نیوکې زیاتې شوې، چې بیکارۍ، له هیواده د ځوانانو تېښتې او ناامنۍ زور اخستی.

خو ولسمشر ویلي، پاکستان مجبور دی، چې د ترهګرۍ په مهارولو کې صادقانه ونډه واخلي  له افغانستان سر ه د ښه ملګري په توګه مشترک خطرونه محوه کړي ګني له نړیوالې انزوا سره به مخ شي.

شنونکي وايي، د ولسمشر غني انتخاباتي کمپاین کې د خلکو د توقعاتو لوړول او ناممکنې وعدې ددې لامل شوې چې خلک له حکومت سره لاس او ګریوان شي، خو په عین وخت کې حکومت له یو لړ داسې ستونزو سره مخ و، چې تر پخوا به هم له امنیتي او هم اقتصادي اړخه کمزوری عمل کوي.

 

تبصره وليکئ