د پاکستاني مالونو له بایکاټ کولو سره د افغان تولیداتو مارکېټ وده کړې

د افغانستان د تجارت خونو چارواکي وآيي، په افغان مارکېټ کې د پاکستاني مالونو بایکاټ کولو سره افغان تولیدات او مارکېټ یې غوړېدلی دی.

په افغانستان کې د پاکستان له لاسوهنو او بریدونو له دوام او ډېرښت سره په دغه هیواد کې د یو ناڅاپي پیل شوي کمپاین په ترڅ کې خلک وهڅول شول چې تر خپلې وسې پاکستاني تولیدات نه اخلي او پرځای یې له افغاني او حتی د نورو هیوادونو له تولیداتو استفاده وکړي.

تحارت خونو دخوشبینۍ ترڅنګ هغه وخت ویلي و، چې افغان تولیدات په هغه کچه ندي چې د افغانانو ټول ضرورتونه پوره کړي، خو اوس اوس وايي چې شته افغاني تولیدات په مارکېټ کې ځلېدلي او ورسره یې د تولیدي کمپنیو په وضعیت مثبت تاثیر کړی دی.

images (2)

د مارکېټ معلومات په ډاګه کوي چې د پاکستاني تولیداتو د پېر کچه ۴۰ سلنه راټیټه شوې خو ښايي دا ارزونه یوازې په کابل کې سمه وي. ورسره افغان تولیدوونکو چې د پاکستاني موادو بدیلونه تولیدوي ويلي، دوی خپلو تولیداتو ته پراختیا ورکړې ده. دغه راز افغان سوداګر چې له نورو هېوادونو سره تجارتي تعاملات لري، نوي مالونه چې پخوا له پاکستان څخه راتلل ایجنسي کړي او افغانستان ته یې راوړي.

افغانستان ته راغځېدلې تجارتي لارې څه ناڅه اوږدې او پروسه یې بطي ده، خو که لومړۍ جوپه تجارتي مالونه راوسېږي ښايي په بازار کې د پاکستاني تولیداتو پر وضعیت تردې زیات تاثیر ولري.

بل خوا پاکستاني تجارانو په هغه هېواد فشار زیات کړی چې له افغانستان سره د تجارتي بایکاټ په اړه خبرې وکړي او سیاسي امنیتي ترینګلتیا د پاکستاني تجارانو د کاروبار په زوال تمامه نشي.

پاکستاني کمپنۍ چې په وروستیو کې د بریښنا له ستونزو سره مخ شوې او شرايط ورته سخت شول ۳۰ سلنه یې بنګلدیش ته وکوچېدې او سوداګر یې ددوبۍ په څیر په نورو اسیايي مارکیټونو کې ځان ته د پانګونې په سهولتونو موندلو پسې لګیا دي. وړم کال پاکستاني سوداګرو او کمپنیو مالکانو له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې غوښتنه کړې وه، چې که افغانستان د تجارت ښې اسنتیاوې ورکړي دوی به پاکستان پرېږدي او دلته به کار پیل کړي، خو په وروستیو چې افغانستان کې امنیتي حالات ترینګلي شول او د تجارت اصولو باندې جدي کار ونشو دغه ژمنه ځندېدلې ده.

څارونکي وآيي پاکستان په ډېره اسانۍ د خپلو سوداګرو له شخړې سره مخامخېدونکی دی، یوازې چې افغان دولت په دې برخه کې په نسبي سهولتونو رامنځ ته کولو جدي کار وکړي.

تبصره وليکئ