استاد سیاف د خپلې بقا جګړه کوي

هغه د کابل د خوشال مېنې په یوه کوڅه کې اوسېده، د کوڅې دواړې لارې په سمټي دېوالونو بندې شوې وې، استاد به چې کورته ورسېد شپږ دغټو پايڅو مټور ځوانانو به سمټي چکونه لرې کړل او استاد به خپل کورته ننوت.

د استاد ملاقات ته به هره ورځ د کرزي د حکومت مهم چارواکي راتلل، دوی اکثره یې مجاهدین نه وو، امریکا لوستي تکنوکراتان وو، خو استاد به یې یو محدود شمیر ته پروتوکول ورکاوه له نورو سره یې وضعیت په زړه پورې نه و.

download

کله چې ښاغلي سیاف ته خبر ورسېد چې طالبان هڅه کوي تاسو ترور کړي، نو هغه په یوه ورځ کې تصمیم ونیو چې خپل کور د ښار له ګڼې ګوڼې د پغمان د ښه طبیعت لرونکې ولسوالۍ هغې غونډۍ ته خپل دربار انتقال کړي، چې څارل یې اسانه او له هر لوري ممکن وي. دې سره استاد خپل ملاقاتونه حداقل ته راټیټ کړل او شپه به تر ناوخته بیدار و.

استاد د کرزي د حکومت نازولی چارواکی و، هغه له کرزي سره کم کتل خو فرمایشونه یې په ثانیو کې ولسمشر ته رسېدل. په غزني او نورستان کې دده والیان په دندو بوخت وو، او په کډوالو چارو وزارت کې یې خپل وزیر دده د هدایاتو مطابق دنده اجراکوله. هلته ټولې مقررۍ د استاد له سپارش سره سمې اجراکېدې.

ددې سربیره ځینې نور والیان هم وو، چې په استاد راټول وو او استاد له د والیانو له احترام او محتاجۍ حداکثر استفاده کوله. یووخت استاد په ډیرو سیمو حاکم و، وزیران، والیان، ریسان او امنیه قوماندانان یې لکه د پیریانو په څیر تابع کړي وو.

د وروستیو انتخاباتو پروخت هغه څو ځلې کرزي ته ورغی چې دا حکومتي چوکاټ ددوی تر تسلط لاندې بقا پیدا کړي. اوایلو کې کرزي حتی استاد سیاف ته هم وویل چې ځان کاندید کړه خو وروسته کې بیا د ولسمشر اصلي خبره داسې نه وه. هغه بیا بیا له سیاف وغوښتل چې له ټاکنو لاس واخلي او د یو کاندید ملاتړ وکړي خو په استاد ناوخته شوې وه، او هغه مجبور شو میدان ته د یو کاندید په توګه راودانګي.

په انتخاباتو کې وضعیت هغه له یو تریخ حقیقت سره مخ کړ، نه خپله سیاف او نه یې حکومتي ملاتړو دده د نفوذ لپاره کار وکړ، سیاف د اسماعیل خان په ملاتړ یو ډېر د توقع خلاف اندازه کمې رایې وګټلې.

سیاف ددې رایو په خرڅولو کې له مهارته کار واخیست او بایللی موقف یې په مجاهدینو وپلورلو. اوس سیاف په زړه کې خپه په څیره خوشاله لوبغاړی غوندې ښکارېده.

د سیاف ارادې له دوو زاویو نه له ننګونو سره مخ شوې، نه غني د پخواني ولسمشر په څیر دده مشورو ته ضرورت احساس کړ او نه عبدالله هغومره مقتدر و چې سیاف ته ونډه ورکړای شي.

دویمه ننګونه د طالبانو وه چې په بیا بیا حتی تر نن مهاله سیاف ته ګواښونه کوي او دده په نامه په افغانستان کې د ځانمرګو بریدګرو واسکټونه تړلي موقع ته شیبې شماري.

فاریاب ته د دوستم نظامي سفر هغه ته انګېزه ورکړه چې خپله هم راووځي او له خپلې شخصي ملیشې سره د اقتدار مانور وکړي، اما په حقیقت کې سیاف له امریکایانو سخت ویرېږي. سیاف ګڼي چې طالب او داعش له امریکا سره تر سیاف ښې اړیکې لري، سیاف به امریکا ته محترم جنګیالی وي، خو دومره نه چې د دااعش یا طالب په مقابل کې د جنګ اجازه ورکړي. له همدې کبله هغه شپه شواخون تېروي خو د ورځې په غونډو کې د بلو ګواښوونه کوي.

بله لویه ستونزه چې سیاف ورسره مخ دی، له وحدت ګوند نویو مشرانو سره دده اړیکې دي، هغه په دوو جبهو کې له وحدت مشرانو سره ښې اړیکې پالي او که وغواړي د تېر په څیر د سعودي امکانات ترلاسه کړي نو لومړۍ باید دغه داخلي اړیکې خرابې کړي چې ناممکن دي.

سیاف اوس ورځ تر بلې کمزوری کېږي، د مافیا غړیتوب به وکولای شي، خو د یوې لویې کتلې د سر سړی به نه وي- هغسې لکه دی یې چې انتظار لري.

نو سیاف اوس د خپل اهمیت لپاره او هم د خپل اقتدار او ژوند د بقا په جګړه لګیا دی.

هغه له شمالي ټلوالې سره مجلسونو کې یوازې د معلوماتو راټولونکي په توګه ګډون کوي خو پوهېږي چې شمالي ټلوالې تجرید شوی او له عبدالله ناراضه قوماندانان له نوموړي سره لوبه کوي او له موقف نه یې د خپل غږ د غښتلتیا لپاره استفاده کوي.

تبصره وليکئ