د طالبانو په بیا انسجام کې د آی‌-اس-ای رول

د طالبانو په بیا انسجام کې د آی‌-اس۰ای رولد آلماني رسنۍ (شپینګل آنلاین) له نظره د ملاعمر له مرګه وروسته د طالبانو لیکې منظمې شوې ښکاري. د دغې رسنۍ له نظره (آی-اس-آی) له طالبانو سره په دغې نظم کې مرسته کړې ده.

د ملاعمر د مرګ خبر د تېرې میاشت په اوومه په رسمي توګه اعلان شو او خپله طالبانو هم تائید کړ. د دې خبر له خپرېدو سره سم د طالبانو تر منځ د اختلافاتو ګنګوسې زیاتې شوې.

د (شپیګل آنلاین) په استناد ګومان کېږي چې طالبانو سره د دغو اختلافاتو په له منځه وړلو او بیا منسجم کېدلو کې د پاکستان د استخباراتو ادارې آی-اس-آی مرسته کړې ده.


د طالبانو د رهبرۍ پر سر اختلاف

څه موده مخکې د طالبانو یو قومندان اعلان وکړ چې د ملاعمر د ځای‌ناستې پر سر اختلاف روان دی. یوه ډله د ملاعمر د زوی پلوي کوي او بله ډله غواړي چې ملامنصور د ملاعمر ځای‌ناستی وټاکل شي.
تېره اوونۍ په هغې ویډیو کې چې ترهګرو د پاکستان دولت ته لېږلې، د ملاعمر کورنۍ ملامنصور ته بیعت کړی او د هغه مشري یې منلې.
د ملاعمر د مرګ تر خبره وروسته، ملامنصور ځان د ملاعمر ځای‌ناستی او د مسلمانانو نوی (امیرالمومنین) او خلیفه وټاکلو.
ملاعمر دوه کاله مخکې مړ شوی و او ډېری طالبان مشران په دې خاطر د ملامنصور د مشرۍ مخالف دي چې د ملاعمر د مرګ خبر یې پټ ساتلی و او خپله یې مشري کوله.
تر دې اوازو او اختلافاتو وروسته د طالبانو عالي شورا د نوي رهبر د ټاکلو او د اختلافاتو د له منځه وړلو په موخه د یوې غونډې وړاندیز مطرح کړ.


د حقاني د شبکې په مرسته د اختلافاتو له منځه وړل

د شپیګل آنلاین د مقالې پر بنسټ ظاهرا داسې ښکاري چې د حقاني ترهګرې شبکې، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا حمایه کېږي، د نوي مشر د ټاکلو پر سر د‌ طالبانو په لانجه کې مداخله کړې ده.

د حقاني ترهګره شبکه د شمالي وزیرستان په غرنیزو سیمو کې مېشته ده او په افغانستان کې د تر ټولو خونړیو انتحاري بریدونو پړه پر غاړه لري.
سراج حقاني، د حقاني شبکې د مشر زوی تازه د افغانستان د طالبانو سرپرست وټاکل شو.
په تېرو څو اوونیو کې د (حقانیه دارالعلوم) متنفذو روحانیونو د ملامنصور پر مخالفینو زیات فشار راوړ تر څو د هغه مشري‌ ومني. دا مدرسه په پاکستان کې د طالبانو تر ټولو پیاوړی مرکز بلل کېږي.
د حقانیه د مدرسې شاګردانو په ډېرو لویو ترهګریزو عملیاتو لکه د بې‌نظیر بوټو، د پاکستان د پځوانۍ لومړۍ وزیرې، په مرګ کې لاس لرلی او ډېر یې محاکمه شوي هم دي.
د حقانیه مدرسې چلوونکي د پاکستان له استخباراتي ادارې آی-اس-آی سره ډېرې نیږدې اړیکې لري او په ورته وخت کې د همدې شبکې روزل شوي ترهګر په افغانستان کې د غربیانو په مرسته ولاړ حکومت پر ضد فعالیت کوي.


دیني مدرسې، د ترهګرو ځالې

پاکستان په رسمي سطحه افغانستان سره د همکارۍ ادعا لري او له طالبانو سره د همکارۍ ټولې خبرې ردوي؛ سره له دې چې د طالبانو په نوې رهبرۍ کې ملامنصور او سراج حقاني د آی-اس-آی د خوښې او تائید وړ کسان دي.
د پاکستان د مخفي ستراتیژیو ځینې شنونکي په افغانستان کې د دغه ملک مداخله له هند سره تړلې بولي. هند د پاکستان هغه ګاونډی ملک دی چې پاکستان ۳ ځلې ورسره په جګړه کې ښکېل شوی.

د یو غیرنظامي لیدلوري پر بنسټ، اسلام‌آباد په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې داسې یو دولت له لاس لاندې ولري چی دوی سره ملګری او د هند سره مخالف وي. تر څو د دغو دوو اتومي طاقتونو تر منځ راتلونکې احتمالي جګړه کې یې د خپل غربي ګاونډي له اړخه خاطر جمعه وي.

څه موده مخکې ځینو سرچینو په پاکستان کې د طالبانو له رهبرانو سره د پاکستان د چارواکو د لیدو کتو خبر ورکړ.
د دغو سرچینو پر بنسټ په تېرې څه موده کې د افغانو طالبانو لسګونو مشرانو د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د اختلافاتو د له منځه وړلو په موخه له مولانا سمېع‌الحق سره کتلي دي.

مولانا سمېع‌الحق د حقانیه مدرسې سرپرست دی او د طالبانو د افراطي ډلې معنوي پلار هم بلل کېږي. ویل کېږي چې دغه مدرسه د طالبانو په بیا منسجمولو او راټولولو کې ځانګړی رول لري.

تبصره وليکئ