په پاکستان کې تروریزم او ټوریزم

په پاکستان کې تروریزم او ټوریزمتر څو چې تروریزم په پاکستان کې په همدې بڼه دوام کوي، دې هېواد کې، د ټورېزم او سیاحت غوړېدو ته هېڅ هیله نشته. سیاحت یوازینۍ هغه برخه ده چې د پاکستان په اقتصاد کې د پام وړ بدلون راوستلی شي.

۲۰۰۹ کال و. په راولپنډۍ کې د ډېسمبر یو تود ماسپښین و چې خلک د جمعې له لمانځه څخه راوتل. دا جومات د راولپنډۍ د پوځي هډو په خواوشا کې موقعیت لري او د ازادۍ د جشن مراسم هم په همدې سیمه کې ترسره کېږي. جومات هغې سړک سره نیږدې دی چې په پېښور ختمېږي.

دا چې قاسم جومات د پوځي هډو تر منځ دی نو هره اوونۍ د جمعې د لمانځه په لړ کې د پاکستان د پوځ تقاعد شوي سلګونه جنرالان له خپلو بچو سره پکې موندلی شئ. له همدې کبله دا جومات د ترهګرو په نقشه کې ارزښتمن دی. دا جومات په رڼا ورځ د راولپنډۍ د پوځي هډو تر څنګ د ترهګرو لخوا په داسې حال کې په نښه شوی و چې لمونځ کوونکي د جمعې له لمانځه څخه په راوتو وو. د پاکستان د طالبانو تحریک(ټي‌ټي‌پي) په دې برید کې ۴۰ کسه لمونځ کوونکي ووژل چې پکې د پاکستان د پوځ لوړ پوړي چارواکي او د هغوی ماشومان هم شامل وو. دا برید د لاسي بمونو، انتحاریانو او د نورو لاسي وسلو یوه ګډوله وه. د پاکستان د طالبانو تحریک څه موده وروسته د ټولیزو رسنیو له لارې د دې برید پړه پر غاړه واخیسته.

دا برید، چې پکې ۸۶ کسه ټپیان وو، د هغو عملیاتو ځواب و چې د پاکستان پوځ د (ټي‌ټي‌پي)په خلاف په جنوبي وزیرستان او د افغانستان سرحد سره نورو قبایلي سیمو کې ترسره کړي وو. په مړو کې ۱۷ ماشومان هم شامل وو ۳ بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شي وو.

شپږ کاله وروسته: د جمعې ورځ د سپتمبر ۱۸، ۲۰۱۵

د پاکستان د هوايي پوځ هډه، د بډه‌بېر جومات

لمونځ کوونکي، چې ډېری یې د پاکستان د هوايي ځواک غړي وو، د سهار پر لمانځه ولاړ و چې ۱۶ تنه بریدګر ورننوتل او ویې وژل. دا د هغې برید یوه برخه وه چې د روان کال د سپتمبر د میاشتې په اتلسمه تر سره شو.

په دغو شپږو کلونو کې چې د راولپنډۍ د پوځي هډې جومات او د بډه‌بېر هوايي‌ځواک د جومات تر منځ تېر شول د پاکستان مذهبي سیاسي ګوندونو په وار وار وویل چې د داسې بریدونو ترسره کوونکي د پاکستان د خاورې خپل بچي، ستراتېژيکه پانګه او مذهبي سټې دي چې نه یوازې په پاکستان بلکې ټولې نړۍ کې د اسلامي نظام حاکمیت غواړي. په پښتونخوا کې حاکم حکومت هم همدا ساز غږوي.

د ۲۰۱۴ کال د می په میاشت کې د پاکستان حکومت د مذهبي ګوندونو او د پښتونخوا د حاکم حکومت تر فشار لاندې طالبانو سره خبرو ته غاړه کېښوده. دا هماغه وخت و چې طالبانو د پاکستاني عسکرو د سر پرې کولو نوې ویډیوګانې خپرې کړې وې او په هغو سرونو یې فوټبال کولو.

خبرې بې‌پایلې وې ځکه طالبانو د پاکستان اساسي قانون ته غاړه نه کېښوده او په دې یې هم ټینګار کاوه چې د پاکستان نوم باید په عربي کې (الباکستان) ولیکل شي؛ ځکه چې عربي کې د (پ) توری نشته. تر دې علاوه نور هم ورته موارد ډېر وو چې د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ پرې سلا رانغله. تر دې وروسته د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې پاکستان په قبایلي سیمو کې عملیات شروع کړل چې لا هم په بریالیتوب سره دوام لري.

د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۶مه د پاکستان په پوځي ښوونځي باندې طالبانو برید وکړ. په دې برید کې ۱۳۰ بېګناه ماشومان ووژل شول چې ډېری یې د پاکستان د پوځي لوړپوړو چارواکو ماشومان وو. دې پېښې طالبانو سره د خبرو اترو له لارې سولې ته د رسېدو هیلې ووژلې. دا د ترهګرو نهايي وحشتناک برید و چې د پېښور په زړه کې تر سره شو.

د پاکستان د پوځ هوايي هډه چې پېښور کې ده تر ډېره جګړه‌ييزو موخو لپاره نه بلکې عامو فعالیتونو لپاره کارول کېدله. د پاکستاني هوايي پوځي مقاماتو په وینا دغې هډه کې هېڅ جنګي الوتکې نه وې، نو په دې بنسټ دا ویلی شو چې د طالبانو موخه د دغې برید په ترسره کولو سره د الوتکو تخریب نه بلکې نړیوالو ته د خپل پیغام رسول وو. دوی غوښتل نړیوالو ته وښيي چې ترهګري لا هم په پاکستان کې ختمه نه ده او نه هم د پاکستان پوځ دغه لوبه ګټلې.

په دې کې هېڅ شک نشته چې پاکستان د جګړې څلورم نسل سره مخ دی. د څلورم نسل جګړه چې د (4GW- 4th Generation Warfare) په نوم هم پېژندل کېږي داسې یوې جګړې ته وايي چې د سیاست او جګړې تر منځ لیکې پکې تتې شي، دښمن د عامو وګړو او مخالف تر منځ توپیر نه کوي؛ حال دا چې د پنځم نسل جګړه (5GW) کې دښمن د خپلې جګړې د جواز لپاره یوې داسې ځانګړې فیلوسوفي څخه کار اخلي چې د عامو وګړو لخوا منل شوې وي، چې تر ډېره بریده پکې د مذهب فیلوسوفي کارول کېږي. په تخنیکي توګه، دا هماغه ډول جګړه ده چې پاکستان د امریکا په ملتیا د افغان جهاد تر عنوان لاندې د پخواني شوروي په خلاف افغانستان کې پيل کړه. له مجاهدینو یې د څلورم نسل د جګړییزې وسیلې په توګه کار واخیست او خپله مستقیما په جګړه کې دخیل شول. د جګړې دغې څلورم‌نسل ډول نوي اسلامي افراطي ګوندونه وزېږول چې وروسته نړیوال هم شول لکه؛ القاعده، د پاکستان د‌طالبانو تحریک، داعش، بوکو حرام او داسې نور. دا پوښتنه چې دا ترهګرې ډلې چا تمویل کړلې او د بشریت په ضد یې وکارولې اوس کومه بې‌ځوابه پوښتنه نه ده. د پاکستان پوځ خپله په دې اقرار کوي چې د هندوستان په لاس جوړو شویو څلورم او پنځم نسل جګړه‌ییزو ډلو سره مخ دی. هغه ډلې چې بنسټ یې دوی خپله ایښی و.

د ترهګرۍ په خلاف جګړه لا هم ختمه نه ده. د ترهګریز ذهنیت له منځه وړل، په قبایلي سیمو کې د نړۍ د لویو ترهګرو ډلو د خوندي ځایونو ختمول، د جهادي تمرینونو لپاره ازاده فضا د برابرۍ مخه نیول، د اتیایمې لسیزې د نسل په سر کې د جهادي جنون د پیچکاري اثر ختمول هغه څه نه دي چې په میاشتو کې به ترسره شي او شاید تر کلونو هم اوږده موده ونیسي.

جنرال احسان د پاکستان‌ په یوې تلوېزوني مرکه کې وویل چې د افغان شوروي جګړې په لړ کې پاکستان د نړۍ ټولو خلکو ته د شوروي په خلاف خپلې دروازې خلاصې کړې. پاکستان لا هم د دې کوم ثبت شوی لست نلري چې هغه وخت څوک راغلل او څوک وو. دا د پاکستان حقیقت دی.

د پاکستان د دولت لخوا د افغانو جهادي ډلو تشویقول او د هغوی غوږ ته د دې نغارې غږول چې مجاهدین منظمو پوځي لیکو ته هم ماتې ورکولی شي نن خپله د پاکستان خلاف کارول کېږي. نن د پاکستان په خلاف هماغه وسله کارول کېږي چې ۳۵ کاله مخکې پاکستان د افغانستان په خلاف کارولې وه. وسله ترهګره نه ده بلکې دا سوچ ترهګر دی چې وايي: یو مجاهد یو منظم پوڅ ته هم ماتې ورکولی شي.

د دې پوښتنې ځواب باید وموندل شي چې:

«آیا د دې پرېکړې وخت نه دی راغلی چې پاکستان نور ترهګر د راتلونکي لپاره د پانګې په نامه ونه روزي؟»

تبصره وليکئ