ناکامورا د کونړ له سینده د بل کانال د جوړلو پلان درلود

ناکامورا د کونړ له سینده د بل کانال د جوړلو پلان درلود

جاپاني ناکامورا په طب کې زده کړې کړې وې او د افغانستان د جهاد په کلونو کې یې له پيښور څخه له افغان کډوالو سره مرستې پيل کړې. هغه وروسته ننګرهار ته راغی او هلته یې لومړی د روغتیا او وروسته نورو برخو کار ته دوام ورکړ.

جنرال دوستم وايی په شمال کې به ژرپوځي عملیات پيل شي

جنرال دوستم وايی په شمال کې به ژرپوځي عملیات پيل شي

د پنجشنبه په ورځ د نړیوالو ځواکونو قوماندان سکات میلر د ۲۰۹ شاهین قول اردو له قوماندان سره د وسله والو پروړاندې دعملیاتو د پیلولو په اړه د خبرو په موخه جوزجان ته تللي وو.

ولسمشر وايي اوربند د سولې د خبرو مخکینی شرط دی

ولسمشر وايي اوربند د سولې د خبرو مخکینی شرط دی

ولسمشر وايی د سولې په اړه ملي اجماع موجوده ده او د سولې هره کېدونکې موافقتنامه به له ولس او د ولس استازو سره په مشوره وشي. اوربند د سولې د مذاکراتو پېش شرط دی او طالبان باید په دې برخه کې خپل نیت، ظرفیت او اراده وښیي.

د ننګرهار ناکامورا یې هم ترور کړ

د ننګرهار ناکامورا یې هم ترور کړ

نوموړي له تېرو ۱۶ کالونو راهېسې په ننګرهار کې د کانالونو د جوړولو په برخه کې کارکاوه. ناکامورا د ننګرهار په کامې او خیوې ولسوالیو کي څلور داسې کانالونه جوړ کړي چې زرګونه هکتاره ځمکه خړوبوي.

آلمان په افغانستان کې د یوه غښتلي حکومت هیله لري

آلمان په افغانستان کې د یوه غښتلي حکومت هیله لري

د المان د دفاع وزیره (آنه گرت کرمپ کارنباور) چې په کابل کې یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې دغه راز وویل هیواد یې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د داسې پایلو د اعلام تمه لري چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.

امریکا وايی د سرتیرو کمول یې له افغان سولې سره تړاو نه لري

امریکا وايی د سرتیرو کمول یې له افغان سولې سره تړاو نه لري

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جوزف ووتل ویلي امریکايي سرتیري په افغانستان کې ځکه حضور لري چې یوه سیاسي حل ته لاره پرانیزي. هغه په افغان سوله کې د پاکستان رول ډیر مهم ګڼلی او وايي :(پاکستان د افغان جګړې د سوله ایز حل په برخه کې مهم رول لري. د سویلي اسیا لپاره زمونږ د ستراتیژۍ یوه برخه داده چې پاکستان وهڅوو په افغان سوله کې رغوونکی رول ولوبوي.)

هرات کې د جګړې د معلولینو شمیر ډېرشوی دی

هرات کې د جګړې د معلولینو شمیر ډېرشوی دی

په هرات کې د شهیدانو او معلولینو د چارو آمر عزیزاحمد پوپل وايی تیر کال په دغه ولایت کې ۱۷۰ د جګړې معلولین ثبت شوي وو، په داسې حال کې چې په روان کال کې دا شمیر ۲۱۷ دی. دوی د جګړې د قربانیانو په ډیروالي اندیښنه ښيي.