ابوبکر بغدادي ژوندی خو ټپي دی

ابوبکر بغداديد رویټرز خبري آزانس خبر خپور کړی چې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادي د عراقي پوځ په هوايي بریدونو کې ټپي شوی.

وروسته له هغې چې د یکشنبې په ورځ عراقي پوځ د اسلامي دولت (داعش) په هډو بمباري وکړه، د رویټرز خبري اژانس خبر خپور کړې چې ابوبکر بغدادي ټپي شوی دی. رویټرز دغه خبر د ډاکټرانو له خولې خپور کړ او ټینګار یې وکړ چې هغه ژوندی دی.

د عراق پوځ اعلان کړی و چې بغدادي د (انبار) په ښار کې د دوی له جنګي جهازونو لخوا بمبار شوی دی.

په دې اعلان کې راغلي وو چې بغدادي په یو ګاډي کې د بمبار له ساحې ویستل شوی او د ژوندون یا مړینې په اړه یې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې هم ورته یوه اوازه خپره شوه چې ګواکې بغدادي د امریکاي جهازونو په بمبار کې وژل شوی خو امریکايي پوځ وروسته دغه خبر رد کړ.

تبصره وليکئ