اديسه وايي، پلار ورباندې هر وخت جنسي تېری کوي.

اديسه وايي، پلار ورباندې هر وخت جنسي تېری کوي.په سمنګانو کې یوې نجلۍ چې له څوکلونو را په دې خوا د پلندر له خوا ورباندې جنسي تيرى شوى، اوس یې په دولت غږ کړی چې عدالت دې ورسره وکړي.
ادېسه ۱۸ کلنه ده او ایبک ښار په رباطک کلي کې له خپلې مور سره اوسېږي.

د ادیسې مور عزيزه وايي: لس کاله مخکې چې مېړه یې مړ شو، د يوې حقوقي دعوا د حل په خاطر د سمنګانو ولايت د استيناف محکمې له قاضي تورګل خان سره مخ شوه. ددې په خبره قاضي د ادیسې له مور څخه وغوښتل که واده ورسره وکړي دعوا به د دې په ګټه تمامه شي.

۴۰ کلنه عزیزه وايي؛ ما له قاضي تورګل خان سره واده وکړ، له شپږو مياشتو وروسته قاضي د سمنګانو له ولايت څخه کابل ته بدل شو او يوه موده هلته پاتې شو.
د عزيزې لور اديسه وايي؛ له ماشومتوب راهیسې د پلندر له خوا ورباندې جنسي تيري شوي او اوس د خپل پلندر د یو ماشوم مور ده.

د ادېسې په خبره چې موضوع مې له امنيتي مسوولينو سره شريکه کړې ؛ خو ستونزې ته يې هيڅ راز پاملرنه نه ده شوې .
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان مسعود باقر وايي چې په يو اوپراتيفي اقدام کې پرون ناوخته يې د دغې نجلۍ پلندر د بغلان په ولايت کې نيولى او په سمنګانوکې بندي دى.

تبصره وليکئ