استرالیا په افغانستان کې خپل پوځیان زیاتوي

اسټراليا د ناټو او امريکا له غوښتنې سره سم افغانستان ته د ٣٠ نورو سرتېرو د لېږلو اعلان کړى دى.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې له اسټراليا غوښتي وو چې افغانستان ته بايد د افغان ځواکونو د روزنې لپاره نور سرتېري ولېږي، همدا ډول يوه غوښتنه د ناټو سازمان هم کړې وه.
له دې غوښتنو وروسته د اسټراليا حکومت اعلان کړى چې هېواد به يې افغانستان ته ٣٠ نور سرتېري ولېږي چې له دې سره به په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو شمېر ٣٠٠ ته ورسېږي. د اسټراليا د دفاع وزيرې ماريس پيني رسنيو ته ويلي، چې سرتېري به يې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې چارې ترسره کوي او د ناټو له نورو همکارو سرتېرو سره به په ګډه د افغانستان د امنيتي سکتور په اوږدمهاله پياوړتيا او مشورې ورکولو کې رول لوبوي. هغې د ناټو له نورو هېوادونو هم غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ناټو ماموريت د اوږدمهال ملاتړ چاره پراخه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.