افغانستان ته ۵۰۰ نورسرتيري استول كيږي

د امريكا پوځد امريكا متحده ايالاتو د دفاع وزارت وايي دا ۵۰۰ سرتيري به تر راتلونكې اوړي پورې افغانستان وليږل شي.

د امريكا په پوځ كې چارواكي وايي دا امريكايي سرتيري به د افغان ځواكونو د ملاتړ په موخه د بګرام په هوايي ډګر كې ځاى پرځاى شي او د پوځي عملياتو اجازه به هم ولري. سرچينه  وايي دا سرتيري د تكزاس ايالت د (فورت هود) له پوځي هډې استول كيږي.

دا په داسې حال كې ده چې له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو د وتلو مهالويش له مخې به د روان ميلادي كال تر پايه په افغانستان كې ۹۸۰۰ سرتيري پاتې شي او تر ۲۰۱۷ م كال پورې به دا شمير ۵۵۰۰ سرتيرو ته راټيټ شي.

له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو د وتلو په برخه كې د امريكا د ولسمشر اوباما د مخكيني پروګرام له مخې په پام كې وه چې ۲۰۱۶ م كال په افغانستان كې د امريكا د پوځي حضور وروستې كال وي چې د ستونزو په ډيريدو دا پروګرام بدل شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.