افغانستان د شانګهای تړون د دایمي غړیتوب غوښتنه کړې

افغانستان د شانګهای تړون د دایمي غړیتوب غوښتنه کړېد شانګهای تړون سکرتر جنرال وايي، افغانستان په دغه سازمان کې د دایمي غړیتوب لپاره غوښتنلیک ورکړی دی.
د شانګهای تړون سکرتر جنرال دیمتري میزینوتسف وايي، په افغانستان کې ناامنیو ددغه سازمان د غړو هېوادونو پاملرنه ځان ته اړولې ده.

ده زیاته کړه: افغان چارواکي په وروستیو کې د شانګهای تړون د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

د سازمان د سکرتر جنرال په وینا په افغانستان کې د ناامنیو زیاتېدو ددغه سازمان ټول غړي په ځانګړې توګه روسیه اندېښمنه کړې ده. څیړونکي وايي، ښايي همدا وضعیت ددې سبب شي، چې د شانګهای د غړو پاملرنه زیاته شي او د افغانستان د غړیتوب په وړاندیز ژور غور وکړي.

داپه داسې حال کې ده چې د روان کال په مې میاشت کې د شانګهای تړون د ترهګرۍ ضد کمېټې یو پلاوي له کابل لیدنه وکړه او په ترڅ کې یې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د مهارکولو په برخه کې له افغانستان سره څو تړونونه لاسلیک کړل.

تبصره وليکئ