افغانستان د لومړي ځل لپاره د پیسو نړیوال صندوق له اصلاحي ارزونو بریالی ووت

افغانستان د لومړي ځل لپاره د پیسو نړیوال صندوق له اصلاحي ارزونو بریالی ووت

محور؛ شنبه، د تلې میاشتې ۲۰ مه:

افغانستان د پیسو له نړیوال صندوق سره په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره وکولی شول د مالي او اقتصادي اصلاحاتو پروګرام شپږ پړاوه ارزونه بریالۍ پای ته ورسوي

د مالیې وزارت سرپرست  محمد همایون قیومي، په مشرۍ د افغانستان پلاوي، د دوبۍ په ښار کې د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان د چارو له مسؤل ښاغلي کریستوفر ډونالډ، په مشرۍ د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو او تخنیکي ډلې سره لیدنه کړې ده.

د افغانستان پلاوي او د پیسو نړیوال صندوق تخنیکي ډلې د اعتباري اسانتیاوو تمدید (EFC) ترنامه لاندي پروګرام د افغانستان مالي او اقتصادي اصلاحات د یوې اوونۍ (د ۱۳۹۸ تلې میاشتې ۱۱- ۱۸ پور) تر بررسۍ او غور لاندي ونیول.

په دې بررسۍ کې اقتصادي اصلاحات، د مالي سکټور اصلاحات او مدیریت، په بانکي سکټور کې اصلاحات، د ملي عوایدو راټولېدل، د ستر اقتصاد اغېزمن مدیریت، اقتصادي وده، له اداري فساد سره مبارزه، په کړکېچنو حالاتو کې پرمختګ ته لاسرسی او د افغانستان یو شمېر نور شاخصونه تر غور او ارزونې لاندي ونیول شول.

په پایله کې د پیسو نړیوال صندوق پلاوي د اعتباري اسانتیاوو ترنامه لاندي پروګرام له اړخه د یادو شاخصونو په ترسره کېدو کې د افغانستان له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړې چې ویې کړی شول د نظر وړ شاخصونه په بریالۍ توګه بشپړ کړي. همدا شان باید د افغانستان حکومت د روان مابي کال تر وروستیو ځیني معیارونه هم بشپړ کړي، چې له تائید وروسته به د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي پلاوی، ۷،۴ میلیونه امریکایي ډالر د افغانستان حکومت ته ورکړي.چې د دې پروګرام په پای ته رسیدو به افغانستان ته د یاد بانک لخوا د تشویقي پیسو کچه ۴۴.۴ میلیونه امریکایې ډالرو ته ورسیږي.

د یادونې وړده، چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د پیسو نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاوو په پروګرام کې ورګډ شو او دغه پروګرام شپږ پړاوونه لري. له ۲۰۱۶ کال راپدېخو افغانستان توانېدلی، چې شپږ پړاوه دوه اړخیزه ژمنې بریالۍ ترسره کړي. د هر پړاو په بشپړېدو افغانستان کولی شي ۶،۲ میلیون امریکایي ډالره ترلاسه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.