افغان جګړه؛ مېلي وايي په بېړه د سرتېرو اېستل تېروتنه ده

افغان جګړه؛ مېلي وايي په بېړه د سرتېرو اېستل تېروتنه ده

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مایک مېلي ویلي، له افغانستان څخه په بېړه د امریکايي سرتېرو وتل به ستراتیژیکه تېروتنه وي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا سنا مجلس ته کړې دي.

نوموړي څرګنده کړې چې د افغانستان جګړه باید د خبرو له لارې حل شي، خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې په بېړه باید د سرتېلو اېستلو پرېکړه ونه شي.

مېلي ټینګار کړی چې تر اوسه یې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو مهالوېش نه دی تعیین کړی.

نوموړي خوښي ښودلې چې د افغانستان د سولې خبرو اترو کې یو څه پرمختګ شته دی.

تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې د سرتېرو اېستلو مهالوېش یې نه دی تعیین کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.