افغان حکومت له چین غوښتي، چې پاکستان باندې د طالبانو په تړاو فشارونه زیات کړي

افغان حکومت له چین غوښتي، چې پاکستان باندې د طالبانو په تړاو فشارونه زیات کړيد افغان حکومت اجرایه ریس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې له ۲۰۱۵ زېږدیز کال وروسته د پراختیايي برنامو د اختیار افغاني کېدو په شرط ؛ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د اوږد مهاله پراختیايي برنامو د ښه تطبیق ژمنه وکړه.ن

ډاکتر عبدالله عبدالله چېد ملګرو ملتونو په غونډه کې خبرې کولې د افغانستان لاسته راوړنې یې د پام وړ وبللې؛ خو په خبره یې چې لاتر اوسه‎یې هم بېوزلي د افغانانو لویه ربړه ده.

ښاغلي عبدالله  له چین څخه وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو دغه هېواد په رېښتینې توګه د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي.

عبدالله زیاته کړه:

” زموږ د حکومت هڅه دا ده چې دهېواد په هر ګوټ کې لږ تر لږه وکولای شو د خلکو لپاره لومړني خدمتونه برابر کړو او د ولسمشر غني وړاندیز هم همدا وو”.

اجراییه رییس څرګنده کړه: ” د بې‎وزلۍ کچه  ۳۶سلنه ده. موږ د ښوونې او روزنې، د ښځو د پياوړتیا او د میندو او ماشومانو له مړینې څخه د مخنیوي په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. خو دامنیت نشتوالي تر یوې کچې روغتیايي خدمتونو او په هېواد کې د اقتصادي ودې ته زیان رسولی او دا چاره یې ټکنۍ کړې ده.

عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل،  چین تر اوسه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ډېرې مرستې  کړې دي او په دې وروستیو کې یې د سولې په بهیر کې هم د پام وړ همکاري درلوده. نوموړي وویل: ” اوس‎ مهال له چین څخه زموږ غوښتنه دا ده چې پر پاکستان له خپل نفوذ څخه کار واخلي او د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي”.

تبصره وليکئ