افغان حکومت څو ګامه وړاندې

سولهسوله هغه کسان غواړي چې قربانۍ يې ورکړي وي، هغه څوک له جګړې نفرت کوي، چې جګړې ترې ډېر څه اخستي وي او وير يې هره شېبه ژوند ګواښي. سوله د هلمند په نوزاد کې هغه مور غواړي، چې څلور ځوان زامن او خاوند يې د جګړې ښکار شوي وي. سوله د کندهار د زنګاوټ يوازينی پاتې شوی نوی ځوان غواړي، چې جګړې ترې هرڅه تروړلي. سوله په بدخشان کې هغه پېغله غواړي، چې کوژدن يې د جګړې ښکار شوی وي. سوله د هغه سرتېري مور غواړي چې اوس يې د وطن ساتونکی زوی د اوږو بار دی، دواړه پښې او لاسونه يې د دې وطن لپاره صدقه کړي دي.

سوله مافيايي ډلې ټپلې او د جګړې قرارداديان نه غواړي، سوله په شش محلونو کې ناست تور کارباريان نه غواړي. سوله د شيخانو او ای اس اس نوکران نه غواړي.

د سولې او امن پر وړاندې څو اساسي خنډونه پراته دي: سوله د کانونو مافيا نه غواړي، که امن راشي، نو بيا دوی نه شي کولای، خپل تور کاربار ته دوام ورکړي. له دوی سره به د غلا شويو توکو او ملي شتمنيو حساب کتاب وشي. سوله د ځمکې مافيا نه غواړي، که امن راشي، نو چور شوې ځمکې او د دولت ملکيتونه به تر راوګرځول شي. سوله د نشه يي توکو کاربايان نه غواړي، که سوله راشي، د هغه لوی تور کاربار مخه به ونيول شي چې د نړۍ په کچه روان دی، کورني او بهرني قاچاق چيان په کې ښکېل دي.

امن ته د وسلو کارباريان زړه نه ښه کوي، که په افغانستان کې جګړه بنده شي، نو د دوی د وسلو ستر بازا افغانستان ته به د وسلو ناقانونه کاربار بند شي، سوله د تېرې يوې نيمې لسيزې غله او په فساد کې ښکېل داړه ماران نه غواړي، که حالت ښه کېږي، نو دوی به د يوې يوې حساب کتاب ورکوي او د هغو شتمنيو ځواب به وايي، چې په بهر کې يې پرې جنتي ماڼۍ سازولې دي.

که جګړه ودريږي، امن راځي، نو د پخوانيو ورانيو، جنسايټونو حساب کتاب به کېږي، نو ولې دا په جنايتونو ککړ انسانان ځانونو ته په لوی لاس کندې وباسي.

دا چې په افغانستان کې د سولې لپاره خبرې اترې په روستي بريد کې دي، نو افغان حکومت تر ډېره له کورنيو عواملو سره مبارزه وکړه او د ځينو خطرناکو هغو مخه يې نيولې، خو لا هم جدي ننګونې شته. د سولې پر وړاندې بهرني عوامل هم پېچلي دي، خو اوس له وسله والو سره خبرې يوه حساس پړاو ته رسېدلې دي.

د سولې لپاره په وروستي يوه نيم کال کې افغان حکومت تر ټولو زياتې جدي هڅې پيل کړې دي، چې تر يوه بريده خوشبينۍ ورته شته، خو که داځل هم په دې حرکت کې پاتې راځي نو بويه چې بيا به يې پېچلتيا سخته شي.

وروستی هغه يې دا دی، چې افغان حکومت پاکستان ته د هغو لس طالب مشرانو نوملړ سپارلی چې کولای شي، د سولې په خبرو اترو کې مثبت رول ولوبوي او طالبان په دې قانع کړي چې د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي. په دې نوملړ کې هغه طالب مشران شامل دي چې تر ډېره د رهبرۍ په چوکاټ کې دي.

که څه هم افغان حکومت تاکید کوي چې دا کسان کولای شي د سولې په مذاکراتو کې مثبت رول ولوبوي او له همدې کبله یې په دې ټکي ډېر تمرکز دی چې له دې کسانو پرته د سولې خبرې کومه مثبه پایله نه شي ورکولای، خو اوس پاکستان حيران دی، چې په لوی لاس ويشلی ادرس څه ډول واحد کړي او څه ډول طالبان په يوه ټغر سره راټول کړي، افغان حکومت او نړيوالو ته ځواب پيدا کړي.

 

د افغان حکومت وروستي اقدام پاکستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ درولی، د نړيوالو وروستي فشارونه له يوه لوري، د افغان حکومت جديت له بل لوري پاکستان دې ته اړ ايستلی، چې يو ډول نه يوډول غاړه يوسي، که نه پاکستان هر کله چې له افغان حکومت سره تر دې ځايه را رسېدلی، نو يې ميدان پرې اېښی او پښې يې سپکې کړې دي.

اوس پاکستان ته ځينې چلنجونه ور تر غاړه دي. دغه هېواد به د طالب اورپکيو هغه ډلې ټپلې د سولې او خبرو پر ټغر راټولوي چې افغانستان يې د مهار په لټه دی.

په دې ډول سره پاکستان ځان د افغانستان ترڅنګ د امريکا او چين له فشارونو هم خوندي کولای شي، ځکه پاکستان اوس د افغانستان، ترڅنګ د امريکا او چين د فشارونو په وروستي بريد ولاړ دی.

دا باک نه کوي، چې د سولې خبرې يوه يا دوه اوونۍ ځنډيږي، بلکې مهم هدف دی، چې څه ډول ور ورسيږو.

افغان حکومت په وروستي بريد کې د سولې لپاره ايښي همدا شرط ټينګ کړي، تر څو طالبان بايد د يوه مشخص ادرس له مخې سوله ومني، هېڅ ډله تر هېڅ نوم لاندې بهر پاتې نه شي.

کله چې د طالب اورپکو واحد ادرس سره وويشل شو، هغه وخت تحليلونه دا وو چې ګويا پاکستان په دې هڅه کې دی، که يوه ډله اورپکي او جګړمار يې له افغان حکومت سره پخلا کېږي، نو يوه بله ډله يې بايد د باندې پاتې شي، چې ځای ځای جګړه ګرمه وساتي او په اوږد مهال کې د دوی له ګټو دفاع وکړای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.